د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

یوناما: افغانستان باید د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې درناوی وکړي


ارشیف: له ښځو سره د طالبانو د چلند یو انځور
ارشیف: له ښځو سره د طالبانو د چلند یو انځور

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما وایي، افغانستان باید د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې درناوی وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د بشري حقونو د نړیوالې ورځې د نمانځلو په درشل کې پر دې خبرې ټینګار کړی چې افغانستان باید د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د ټولو مادو درناوی وکړي.

یوناما پرون په یوه ټوېټ کې ویلي، د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ ده چې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له ۷۵ کلیزې سره هم برابره ده.

د یوناما په وینا افغانستان هم د بشري حقونو دغه نړیواله اعلامیه لاسلیک کړې او هرې مادې ته یې باید درناوی وشي.

یوناما وایي، ټول افغانان د کرامت، برابرۍ او ازادۍ مستحق دي.

یوناما په خپله ټوېټرپاڼه کې د دغې اعلامیې درېیمه ماده ایښي چې وایي: "زه د ژوند حق لرم او هم حق لرم چې په آزادۍ او امنیت کې ژوند وکړم."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما که څه هم په ټوېټ کې پر افغانستان د واکمنو طالبانو یادونه نه ده کړې، خو ډېر ځلې یې د طالبانو له خوا د افغانستان د ټولو وګړو اساسي حقونو په تېره د نجونو او ښځو د کار او زده کړې حقونو ته چې د طالبانو په څه باندې پنځلسو میاشتو واکمنۍ کې تر ډېره ترپښو لاندې شوي، پر درناوري ټینګار کړی.

د نورو محدودیتونو ترڅنګ له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځي منع شوي.
د نورو محدودیتونو ترڅنګ له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځي منع شوي.

د ښځو او نجونو پر کاراو زده کړې د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه هغه اساسي لاملونه بلل کېږي چې د نړیوالو له خوا یې د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو مخه ډب کړې ده.

د نورو محدودیتونو ترڅنګ له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځي منع شوي او ډېرو ښځو هم په دولتي ادارو کې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

په عین حال کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت هم ویلي چې متحده ایالات په دې ویاړي چې په ټوله نړۍ کې د ښځو او نجونو د خوندیتوب په برخه کې پانګونه او ملاتړ کوي.

د امریکا سفارت دغه څرګندونې پرون په یوه ټوېټ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوال شپاړس ورځني کمپاین ته په اشاره کړي او ویلي یې دي چې له اقتصادي پلوه د ښځو امنیت ته وده ورکول او جنسیتي نورمونو ته رسېدنه کولای شي چې دوی تر ډېره د جنسیت پر بنسټ د تشدد له خطر سره مخامخ نه شي.

متحدو ایالتونو که څه هم په مشخص ډول د افغان ښځو یادونه نه ده کړې، خو په تېرو دوو لسیزو کې یې په هره برخه کې د افغان ښځو د پیاوړي کېدو لپاره ډېرې هڅې او لګښتونه کړي دي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو دغه شپاړس ورځنۍ کمپاین د نومبر له ۲۵مې، د ملګرو ملتونو له خوا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ورځې له نمانځلو سره هممهاله پیل شوی او د ډسمبر تر لسمې نېټې پورې به دوام کوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې له خوا دغه کمپاین چې په ۲۰۰۸ کال پیل شوی، هدف یې په نړۍ کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړل دي.

دغه کمپاین همدارنګه په دې برخه کې د عامه پوهاوي د لوړولو، د ملاتړ زیاتوالی او د ننګونو په اړه بحثونو او حل لارو ته د فرصتونو برابرولو لپاره د یوه نړیوال اقدام غوښتنه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG