د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

اروپايي ټولنه: د پراخ بنسټه سياسي پروسې لپاره دې د افغان مېرمنو غږ واورېدل شي


افغان نجونې او مېرمنې کابل کې د لاريون پر مهال، انځور - ارشيف
افغان نجونې او مېرمنې کابل کې د لاريون پر مهال، انځور - ارشيف

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري په افغان مېرمنو او نجونو ورځ تر بلې محدودیتونه زیاتیږي اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې د یوې پراخ بنسټه سیاسي پروسې لپاره مهمه ده چې د افغان مېرمنو او نجونو غږ واورېدل شي او حقونه يې ورکړل شي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي پالیسۍ مسول جوسف بورل پر خپل ټوېټر لیکلي دي، چې په همدې تړاو يې له یو شمېر بهر مېشتو افغان مېرمنو سره کتلي دي.

نوموړي لیکلي: "د افغان ښځینه رهبرانو په ناسته کې موږ نن په افغانستان کې د یوې پراخ بنسټه سیاسي پروسې په اړتیا خبرې وکړې، داسې پروسه چې ښځې او نجونې په‌کې مساوي حقونه ولري او بشري حقونو ته په‌کې درناوی وشي."

په همدې حال کې د جنسیت او تنوع په برخه کې د اروپايي ټولنې سفیرې سټیلا رونر پر خپل ټوېټر لیکلي دي، چې په نږدې راتلونکې کې به د افغان مېرمنو د ستونزو د اورېدنې په هدف یوه ناسته جوړه کړي.

که څه هم نوموړې د دې ناستې دقیقه نېټه نه‌ده ښودلې خو ویلي يې دي چې، په دې ناسته کې چې "د افغان ښځو د مشرانو د ټولنې غونډه" نومیږي به له افغانستانه او بهر نږدې اویا افغان مېرمنې برخه واخلي.

نوموړې لیکلي دي، په دې ناسته کې به د افغان مېرمنو په لومړیتونو بحثونه وشي.

اغلې رونر لیکلي : "خوشاله یم چې له افغانستان او بهره څه باندې ۷۰ افغان مېرمنې دلته دي ترڅو په راتلونکو میاشتو کې د افغان ښځو پر لومړیتوبونو خبرې وکړو. دا ناسته د هغو هڅو برخه ده چې په لړ کې به یې ښځې د خپل هېواد د سیاسي حل لارې یوه برخه شي."

طالبانو په بېلابېلو برخو کې پر افغان مېرمنو او نجونو سخت محدوديتونه لګولي دي، انځور - ارشيف
طالبانو په بېلابېلو برخو کې پر افغان مېرمنو او نجونو سخت محدوديتونه لګولي دي، انځور - ارشيف

د افغان ښځو د مشرانو د ټولنې لومړۍ غونډه د روان میلادي کال د مارچ په ۱۰مه په بروکسل کې شوې وه، اروپايي ټولنې ویلي دي په هغه غونډه کې افغان مېرمنو د افغانستان په سیاسي پروسه کې خپلې غوښتنې مطرح کړي دي.

د افغان ښځو د مشرانو د ټولنې په غونډه کې د افغانستان دننه او بهر افغان مېرمنې ونډه لري او دوی د افغان ښځو او نجونو د ستونزو د حل په هدف خپل وړاندیزونه د طالبانو له حکومت او نړیوالې ټولنې سره مطرح کوي.

د افغان ښځو دا ناسته په داسې حال کې جوړیږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ورځ تر بلې پر افغان مېرمنو او نجونو محدودیتونه زیاتوي.

له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې تړل شوي او ښځو ته د کار کولو اجازه نه ورکول کیږي.

دغه شان افغان مېرمنې له شرعي محرم پرته د لرې واټن سفر اجازه هم نه‌لري او په یو تازه اقدام کې د طالبانو حکومت د افغان ښځو او نجونو په مخ د تفریحي پارکونو او حمامونو دروازې هم تړلي دي.

XS
SM
MD
LG