د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

د طالبانو له‌خوا د فعالې ظريفه يعقوبي نيونې غبرګونونه پارولي


ظريفه يعقوبي
ظريفه يعقوبي

په کابل کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د حقونو د فعالې ظریفه یعقوبي نېونې، د بشري حقونو د ملاتړ و بنسټونو او د ښځو د حقونو د فعالانو سخت غبرګونونه را پورته کړي دي.

د ظریفه یعقوبي یو شمېر همکارانې او د ښځو د حقونو ځینې فعالانې ادعا کوي چې طالبانو هغه تېره ورځ نېولې ده.

له دوی یو مېرمن چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، ظریفه یعقوبي د پنج‌شنبې په ورځ نږدې څلور بجې "د برابرۍ لپاره د افغانستان د ښځو غورځنګ" له اعلان وروسته ونیول شوه.

"لومړی یې هلکان وویستل، بیا یې ښځې سالون کې بندې کړې."

هغه غورځنګ چې د دې په خبره، د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره مبارزه کوي.

نوموړې وايي: "ټول ځای پوځي شوی و. فکر مو کاوه موږ ټول یو ځای ته بیايي. لومړی یې هلکان وویستل، بیا یې ښځې سالون کې بندې کړې. ښځینه پولیسې راغلې، موږ یې تالاشي کړو، له نجونو یې ټیلفونونه واخيستل، موږ یو نیم ساعت هلته وو، وروسته مو ولیدل چې مېرمن یعقوبي یې له څلورو تنو سره چې خبریالان هم په‌کې و، یوړه."

دا مېرمن ادعا کوي چې تېره شپه د طالبانو استخباراتو د ظریفې یعقوبي خور، عارفه یعقوبي او د هغې د خور د خاوند ورور په دې بهانه چې د شپې باید مېرمن یعقوبي سره وي، له ځان سره وړې دي.

افغان نجونو او مېرمنو څو څو ځل د زده‌کړې او کار حق غوښتنې لپاره لاريونونه کړي، خو طالبانو يا نيولي او يا يې هم ځپلي. انځور - ارشيف
افغان نجونو او مېرمنو څو څو ځل د زده‌کړې او کار حق غوښتنې لپاره لاريونونه کړي، خو طالبانو يا نيولي او يا يې هم ځپلي. انځور - ارشيف

هاخوا د ظریفه یعقوبي نېونې د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو او د ښځو د حقونو د فعالانو تند غبرګون هم را پورته کړی دی.

د افغانستان د موج تحول ګوند غړې مشره فوزیه کوفي ازادي راډیو ته وویل، ظریفه یعقوبي د دې ګوند غړې هم وه او نېونه یې ښيي چې طالبان له ښځو وېره لري.

"طالبانو په دې کار سره وښوده چې واقعا له ښځو وېرېږي."

اغلې کوفي وويل: "طالبانو په دې کار سره وښوده چې واقعا له ښځو وېرېږي. د افغانستان له نارینه‌و زما انتظار دا دی چې په دې شرایطو کې د خپلو خویندو تر خوا ودرېږي او اجازه ور نه‌کړ ي چې له دین او انساني حقونو نا سم تعریف هره ورځ خلک قرباني کړي."

بل‌خوا په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره او د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ وايي، د طالبانو دا ډول کړنې به د هغوی پر وړاندې بدې پایلې ولري.

نوموړې وايې: "د افغانانو د ازادیو محدودول، که هغه په خبرو کې وي او یا هم د خلکو په غوښتونو کې د طالبانو کار دی. بې له شکه نن سبا طالبان ښځې خپلې اصلي دښمنې ګڼي. هغه ښځې چې دوی له کار، زده‌کړو، سفر او ټولو ازادیو محرومې کړي دي."

شکريه بارکزۍ
شکريه بارکزۍ

په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان د اداري کمېټې غړی ماهر مومند ازادي راډیو ته وویل، طالبانو یو ځل بیا وښوده چې د ښځو حقونو ته ژمن نه‌دي.

ښاغلی مومند وايي: "د بشري حقونو ۹ او ۱۹مه ماده بیانوي چې هیڅ یو شخص بې له کوم جواز و نیول شي او تر خوا یې هر کس باید د دې حق ولري چې په ازادي ډول خپل څرګند کړي. دا چې ویل کېږي طالبانو د ښځو د حقونو یوه فعاله په یوې غونډه کې نیولې، د اندېښنې وړ ده."

و مو غوښتل چې د ظریفه یعقوبي د نېونې او په دې اړه د راپورته شویو غبرګونونو په اړه د طالبانو د ویاندویانو نظر واخلو، د کورنیو چارو، د کابل د پولیسو او د دوی د استخباراتو ویاند یوه یې هم ځواب را نه‌کړ.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم طالبانو د یو شمېر ښځینه فعالانو له دې ډلې د تمنا زریاب پریاني، زهرا محمدي، پروانه ابراهیم‌خېل او عالیه عزیزي د نیولو په اړه بې‌خبري ښودلې وه، خو د تېر د کب میاشتې په لومړۍ نېټه طالبانو له دوی په زور اعتراف واخيست او له بنده یې ازادې کړې.

هغه مهال هم د طالبانو دا کړنه په کور دننه او نړیواله کچه د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو او د ښځو د حقونو د فعالانو له‌خوا له سخت غبرګون سره مخ شوې وه.

XS
SM
MD
LG