د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ښځينه کارکوونکو د ګوښه کېدو ادعا رد کړه


د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پرون ښځينه کارکوونکو ته خبر ورکړی و چې نور له دوی سره يو ځای کار نه‌شي کولی.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پرون ښځينه کارکوونکو ته خبر ورکړی و چې نور له دوی سره يو ځای کار نه‌شي کولی.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو د چهار شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د خپلو ښځینه کار کوونکو له دندې څخه د لرې کولو خبره رد کړه.

د دغه وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټي رسنیو ته وویل، د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزارت د سه شنبې د ورځې غونډه د دې ریاست له ښځینه کار کوونکو سره په میاشت کې یو ځل د دوى د حاضرېدو او د معاشونو او امتیازاتو د ورکړې په اړه وه.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه وزارت سرپرست له ښځينه کار کوونکو وغوښتل، چې د خپلو دندو د ترسره کولو په اړه دوی ته مشورې ورکړي، چې په دې دندو کې مديريت هم شامل دى.

" مشرتابه ټولو وزارتونو ته لارښوونه کړې، چې هیڅ خور له دندې ګوښه نه‌شي"

هغه دا هم وويل، چې په دولتي ادارو کې د ښځو د دندو په اړه پرېکړه د دوى د رهبرۍ صلاحیت دی.

نوموړي وويل: "په دې برخه کې پرېکړه کول د مشرتابه مسؤلیت دی او مشرتابه ټولو وزارتونو ته لارښوونه کړې، چې هیڅ خور له دندې ګوښه نه‌شي، په کوم ځای کې چې کار هم نه‌وي، د هغو معاشونه دې په کور کې ورکړل شي."

دا په داسې حال کې ده چې پرون د دغه وزارت یو شمېر ښځینه کارکوونکو ازادي راډيو ته وویل، د ياد وزارت د بشري منابعو رئیس دوی ته ویلي چې، د دوی قانون نارینه او ښځینو ته اجازه نه ورکوي چې یو ځای کار وکړي.

افغان مېرمنو څو څو ځل د کار او زده کړو په خاطر اعتراضونه هم کړي دي، خو طالبانو له لوري ځپل شوي دي.
افغان مېرمنو څو څو ځل د کار او زده کړو په خاطر اعتراضونه هم کړي دي، خو طالبانو له لوري ځپل شوي دي.

له دغو مېرمنو څخه یوې یې ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بشري منابعو رئیس مدیر احمدي دوی ته پرون سه شنبه وویل چې دوی دې وزارت ته د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره نه راځي.

د دغو مېرمنو په وینا دوی ته د خپلو کورنیو نفقه ورله‌غاړې ده، نو ځکه له کار کولو پرته بله چاره نه‌لري.

ازادي راډیو د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بشري منابعو د رئیس مدیر احمدي غږ تر لاسه کړی دی چې له دغه وزارت څخه د ښځينه کارکوونکو د ایستلو پر مهال غږېدلی دی.

"دا یو اسلامي نظام دی، بنسټ بدل شوی دی"

نوموړى په خپلو خبرو کې وايي، د دوی د قانون له مخې ښځې او نارینه په یوه دفتر کې یو ځای کار نه‌شي کولای.

نوموړی وايي: "که تاسو فکر کوئ چې موږ راځو او کار کوو، دا کار مو په پخواني نظام کې چې جمهوري نظام و، کار کول مو جواز درلود چې، ښځې کولای شي کار وکړی. دا یو اسلامي نظام دی، بنسټ بدل شوی دی او قانون هم بدل شوی، نظام هم بدل شوی او د دې نظام د قانون په مادو کې لیکل شوي چې ښځې نه‌شي کولای له نارینه‌و سره په یو دفتر کې کار وکړي."

اعتراض کوونکو ښځو ازادي راډیو ته څو ویډیوګانې هم استولي، چې په‌کې لسګونه ښځې لیدل کېږي، چې د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو له وزارت څخه د دوی د ویستلو هڅه کېږي او ورته ویل کېږي چې خپلو کورونو ته لاړې شئ.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال وويل، د دغه وزارت د بشري منابعو رئیس یوازې د یو شمېر خدماتي کارکونکو په اړه دا خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې اعتراض کوونکې مېرمنې وايي، چې هغه دوى ته مخامخ نه بلکې له یوې غرفې څخه خبرې کولې.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت هم د دغه وزارت ښځینه کار کوونکې په کور کې پاتې کېدو ته اړ ایستلې وې او له هغوی یې غوښتي وو چې د ځان پر ځای د خپلو کورنیو نارینه ور وپېژني.

طالبانو په داسې حال کې پر افغان ښځو او نجونو محدودیتونه زیات کړي، چې تېره اوونۍ د امریکا متحده ايالاتو د ښځو له حقونو د سرغړونې له امله ځینو طالب چارواکو ته د ویزو په ورکولو محدوديت ولګاوه.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ښځو او نجونو د بندیزونو له امله د دوو نورو طالب چارواکو پر سفر بندیزونه لګولي و.

XS
SM
MD
LG