د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

د بشري حقونو سازمان د کابل پوهنتون لاريونو کوونکو نجونو د خونديتوب په اړه اندېښنه ښودلې


کابل پوهنتون مخته لاريون کوونکې محصلانې
کابل پوهنتون مخته لاريون کوونکې محصلانې

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیاله مشره هیدر بار له نړیوالې ټولنې غواړي، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د ملاتړ لپاره ډېر نور کارونه وکړي.

هغې پرون سې شنبه د نجونو محصلانو تر اعتراض وروسته وویل، د دغو نجونو خوندیتوب ته اندېښنه لري.

نوموړې وويل: "په کابل پوهنتون کې د نجونو محصلانو اعتراض د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو د حملو د ژور کېدو د دوام څرنګوالی ښيي او د دې ښکارندويي کوي چې افغان نجونې او ښځې څنګه په زړورتیا د بدو چلندونو په وړاندې مبارزه کوي، پر سړکونو د اعتراض په شمول. حال دا چې په تېرو ۱۴ میاشتو کې د دغسې اعتراضونو په وړاندې د طالبانو ځوابي اقدام ډېر بې‌رحمانه و. په هغو کې پر اعتراض کوونکو حملې، فزیکي تاوتریخوالی، د اعتراض کوونکو نیول کېدل، اجباري اعتراف او نور موارد شامل دي، ځکه نو موږ د هغو ښځو خوندیتوب ته اندېښنه لرو چې پرون یې اعتراض وکړ، موږ یې زړورتیا ستایو او هیله من یو چې نړیواله ټولنه د دوی تر څنګ د درېدو لپاره ډېر کارونه وکړي او د هغو ښځو او نجونو د حقونو ساتنه وکړي، چې تر دغسې حملو لاندې دي."

هيدر بار
هيدر بار

د فرانسې خبري اژانس په وینا، د سې شنبې په ورځ شا و خوا ۳۰ نجونو محصلانو د کابل پوهنتون مخې ته د هغه څه له کبله اعتراض وکړ، چې دوی یې د دې پوهنتون له لیلیې د ځینو نجونو محصلانو اخراجېدل ښيي.

دوی له ځانونو سره ځینې شعارونه هم لېږدول، چې ورباندې لیکلي وو: "تعلیم زموږ سره کرښه ده او نجونې له پوهنتونه مه اخراجوئ."

ځینو لاريونوالو ازادۍ راډیو ته ویلي چې، په وروستیو ورځو کې د کابل پوهنتون له لیلیې تر ۵۰ زیاتې محصلانې اخراجې کړای شوي دي.

ځینې محصلان ادعا کوي، چې د کابل په لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز له بمي حملې وروسته د کابل پوهنتون ځینې محصلانې مسمومې کړای شوي هم دي، هغه څه چې طالبان یې نه مني.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، ځینې هغه محصلان اخراج کړای شوي، چې د پوهنتون له مقرراتو یې سرغړونه کړې ده.

وزارت د دغو محصلانو شمېر نه‌دی په ډاګه کړی، دا یې هم نه‌دي ویلي چې دغه محصلان نجونې وې که هلکان.

"ځینې هغه محصلان اخراج کړای شوي، چې د پوهنتون له مقرراتو یې سرغړونه کړې ده."

د فرانسې خبري اژانس په حواله، د افغانستان په څو ښارونو کې نجونو او ښځو، د طالبانو له‌خوا د لګول شویو محدودیتونو پر خلاف لاریونونه کړي دي.

د امریکا متحدو ایالتونو له ښځو او نجونو سره د طالبانو د ناوړه چلند له کبله پر طالبانو یو لړ تازه بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اکتوبر میاشتې پر یوولسمه د طالبانو اوسنیو او پخوانیو غړو دغه راز نورو کسانو ته د ویزو د محدودیت په اړه پالیسي اعلان کړه، چې د ده په وینا دغه کسان د تاوتریخوالي او محدودوونکي سیاستونو له لارې په افغانستان کې د ښځو په ځپلو کې لاس لري.

XS
SM
MD
LG