د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

طالبانو کابل طبي پوهنتون کې ښځينه محصلانې له عکس او ويډيو اخيستلو منع کړي


د پوهنتون محصلانې - ارشيف
د پوهنتون محصلانې - ارشيف

د کابل طبي پوهنتون ځینې استادانې تأییدوي، چې د دغه پوهنتون د ادارې له لوري ښځینه محصلانې له عکس او ویډیو اخیستلو منع شوې دي.

د طالبانو تر کنترول لاندې د کابل (ابو علي سینا) طبي پوهنتون ریاست، د ټولو پوهنځیو ریاستونو ته په یو استولي کتبي مکتوب کې لارښونه کړې، چې ښځینه محصلانې دې د پوهنتون په چاپیریال کې عکسونه او ویدیوګانې نه اخلي.

په دې مکتوب کې چې د دغه پوهنتون ځینو استادانو له ازادي راډیو سره شریک کړی او پر خواله رسنیو هم لاس په لاس شوی په‌کې راغلي: "د پوهنځیو له درنو ریاستونو څخه غوښتنه کوو چې خپلو ښځینه محصلینو ته ابلاغ کړي چې د پوهنتون په چاپېریال کې دې له هر ډول عکسونو او ویډیوګانو اخیسستلو ډډه وکړي، ځکه دا عمل د شریعت له اړخه ستره ګناه بلل کېږي."

د کابل طبي پوهنتون یوې استادې چې ویې نه‌غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې په راپور کې نوم او غږ خپور شي ازادي راډیو ته په برېښنايي پیغام کې ولیکل: "بلې، دغه مکتوب د پوهنتون د ریاست له لوري موږ ته راستول شوی دی."

افغان محصلانې - ارشيف
افغان محصلانې - ارشيف

د دې پوهنتون د قابلګۍ څانګې یوه استاده چې نه‌غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي بیا ازادي راډیو سره خبرو کې د دې موضوع د تأیید تر څنګ وویل، چې ورځ بلې ته په بېلابېلو پلمو پر ښځو او نجونو محدودیتونو د دوی ژوند او ورځنۍ چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړې وويل: "دغه یې قوانین دي نو، هر ورځ یې سختګیرۍ زیاتېږي، دوی په دې کچه فشارونه زیات کړي، چې یو شمېر استادان اړ شوي چې دندې پرېږدي او یو شمېر استادن خو له هېواده ووتل، دوی قصدا په بېلابېلو پلمو په ښځو او پخوانیو کار کوونکو ځکه محدودیتونه زیاتوي چې، دندې پرېږدي او دوی یې پر ځای خپل کسان وګماري، پر نجونو او ښځو هم محدودویتونه بیخي زیات شول."

هڅه مو وکړه په اړه دې د کابل طبي پوهنتون د چارواکو نظر ولرو خو ونه توانېدو، د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند مو هم پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو د ښځو د حقونو ځینې فعالانې په دې باور دي، چې د حاشیوي موضوعاتو چې د دوی په خبره د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې ورته هېڅ اړتیا نه لېدل کېږي د بحث پر ځای دې د نجونو د تعلیم او د افغانانو د نورو سترو ستونزو لپاره حل لارې ولټول شي.

طالبانو په دولتي او خصوصي پوهنتونو کې د نجونو او هلکانو د درسونو ورځې هم جلا کړي.
طالبانو په دولتي او خصوصي پوهنتونو کې د نجونو او هلکانو د درسونو ورځې هم جلا کړي.

له دې ډلې د تېر جمهوري حکومت د ولسي جرګې غړې او د ښځو د حقونې فعالې صائمې خوګیاڼۍ ازادي راډیو ته وویل: "دلته افغانستان کې اوس مهال ستونزې زښته زیاتې دي، هغو ته باید پام وشي، نه داسې بې معنا خبرو ته چې عکس مه اخله او داسې مه وایه، کېدای شي د زده کړو په ترڅ کې دا ښځینه محصلینې ځینو عکسونه او ویډیوګانو ته اړتیا ولري."

اغلې خوګیاڼۍ وایي، طالبان باید پوه شي چې په خبره یې ورځ بلې ته پر نجونو او ښځو محدودیتونه زیاتول به یې له تعليم زړه تور او بالاخره به ټولنه د پرمختګ پر ځای شاتګ وکړي.

نوموړې وويل: "دلته افغانستان کې اوس مهال ستونزې زښته زیاتې دي، هغو ته باید پام وشي، نه داسې بې معنا خبرو ته چې عکس مه اخله او داسې مه وایه، کېدای شي د زده کړو په ترڅ کې دا ښځینه محصلینې ځینو عکسونه او ویډیوګانو ته اړتیا ولري."

"دلته افغانستان کې اوس مهال ستونزې زښته زیاتې دي، هغو ته باید پام وشي"

تر دې وړاندې دغه پوهنتون کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت له لوري د یو مکتوب په استولو ښځینه استادانې او محصلینې له نارینه استادانو او محصلینو سره په علمي مجالسو او ورکشاپونو کې له یو ځای کښېناستو او زده کړو منع شوي دي.

دغه شان څو ورځې مخکې په کورنیو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې دا خبر هم خپور شو، چې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون ښځینه زده کوونکو سره، له دې امله چې ولې یې تور ټیکري نه دي پر سر کړي، د پوهنتون د طالب مسولینو له لوري ناسم چلند شوی دی، خو ډېر جزیات په دې اړه خپاره نه شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG