د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

طالبان: د نړۍ هېوادونه دې د ښځو د تعلیم او تحصبل برخه کې عملي همکاري وکړي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر وايي، دوی په دې اړه چې نجونې کولی شي حجاب کې زده کړې وکړي خپل پالیسي اعلان کړې، خو په خبره یې نړۍ هم باید دوی سره د ظرفیت په برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلی شاهین دا خبرې داسې مهال کوي چې د افغان نجونو او ښځو او دغه شان افغانستان کې د بشري حقونو برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم د افغان ښځو او نجونو په زده کړو او د دوی له وړتیاوو پر ګټې اخېستنې ټینګار کړی دی.

سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل، همدا اوس د دوی د لوړو زده کړو وزارت د ښخو محصلانو د تګ راتګ لپاره ټرانسپورټ ته جدي اړتیا لري: "نړۍ باید د ښځو د حقونو له شعاره راښکته شي او عملاً د ښځو د ژوند د ښه کولو او د ښځینه لېسو او پوهنتونونو د جوړولو برخه کې له اسلامي امارت سره مرسته وکړي."

سهیل شاهین
سهیل شاهین

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر دا خبرې داسې مهال کوي چې تازه د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د پرېکړې له مخې، سړو سیمو کې ټول دولتي پوهنتونونه د کب یا حوت په اوومې نېټې پرانېستل شول.

د دې وزارت د پرېکړې له مخې، په پوهنتونونو کې به د نجونو او هلکانو ټولګي جلا وي او نجونې به د سهار او هلکان به له غرمې وروسته ټولګیو ته حاضرېږي.

مخکې تر دې د تودو ولایتونونو پوهنتونونه هم پرانیستل شوي وه.

د اګسټ له ۱۵مې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو ورسته دولتي پوهنتونونه تړلي وو او دغه شان له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته هم نجونو ته د تګ اجاره نه ده شوې.

د کابل پوهنتون ځینې محصلینې
د کابل پوهنتون ځینې محصلینې

دا چې د طالبانو د پوهنې وزارت به کله د متوسطې او لېسې دورې نجونو زده کوونکو ته د زده کړو اجازه کوي نه ده معلومه، خو مسوولینو یې په وار- وار ویلي چې په دې اړه په یوې طرحې کار کوي.

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوي د افغان نجونو او ښځو او دغه شان په افغانستان کې د بشري حقونو برخه کې د امریکا د ځانګړې استازې رینا امیري سره، قطر ته د نوموړې د سفر پرمهال هم د افغانستان د اوسنۍ وضعیت، د ښځو په وضعیت، بندیزونو او تعلیم او بشري مرستو په اړه خبرې کړې دي.

اغلې امیري بیا په خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې تېرو څو ورځو کې یې په قطر کې له ښځو چارواکو غوښتي چې افغانستان کې د ښځو او د دوی له ښوونې او روزنې ملاتړ وکړي.

نوموړې دا هم لیکلي، اړتیا ده چې افغانستان د ثبات او ښې راتلونکې لپاره د نجونو او ښځو له وړتیاوو او استعدادونو ګټه واخلي.

XS
SM
MD
LG