د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

د افغانستان سړو سیمو کې دولتي پوهنتونونه پیل شول، د ځینو نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


د خوست پوهنتون محصلین
د خوست پوهنتون محصلین
  • مېل

د بریتانیا مېل ورځپاڼې د کابل او نورو سړو سیمو د پوهنتونونو د پرانېستل کېدو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼې کابل پوهنتون د افغانستان تر ټولو پخوانی او مهم پوهنتون بللی چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د شپږو میاشتو لپاره بند و.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، دا پوهنتون د نجونو او هلکانو د بېلولو او د سخت حجاب د رعایتولو په شان د ځینو بندیزونو او محدودیتونو له اجرا وروسته پرانېستل شوی دی.

ورځپاڼې د لسګونو نجونو محصلانو عکسونه خپاره کړي چې د پوهنتون دروازو کې په داسې حال کې انتظار ولاړې وې چې طالب ساتونکي د پوهنتون په درېيو دروازو کې پیره کوي.

ډېرو محصلانو ویل، نه پوهېږي چې درسونه به یې څنګه وي؟ خو دا به ورته حیرانوونکې وي چې پوهنتون یې پیلېږي.

مېل ورځپاڼه د اسوشیټېډ پرېس د خبریال په قول لیکلي، د موسیقۍ ډپارټمنټ یوازینۍ برخه ده چې نور به نه تدریسېږي او طالب چارواکو په دې اړه چې ولې یې دا ډپارټمنټ نه دی پرانېستی، له څه ویلو ډده وکړه.

یوې محصلې چې بهیجه امان نومېږي وویل، د پوهنتون تدریسي نصاب کې بدلون نه دی راوړل شوی، استادان او نور کارکوونکي هم هماغه پخواني کسان دي.

  • ډیجیټل ژورنال

ډیجیټل ژورنال او ګڼو نورو ورځپاڼو ته هم د کابل پوهنتون پرانیستل کېدا مهمه ښکاره شوې، خو دې ورځپاڼې لیکلي چې پوهنتون ته د بېرته راغلیو نجونو محصلانو شمېر کم وو.

ورځپاڼې دغه راز لیکلي چې طالبانو ژورنالېستان نه پرېښودل چې پوهنتون ته دننه لاړ شي.

تېرکال دې پوهنتون کې شااوخوا ۲۵ زره محصلانو زده کړه کوله، خو څرګنده نه ده چې د هغو څومره کسان نن پوهنتون ته حاضر شول.

د ډ‌یجیټل ژورنال ورځپاڼې پر اساس، طالبان وايي چې دا ځل نجونو او هلکانو ته په هره برخه کې د زده کړو اجاره ورکوي، خو دوی تر دوه زره لومړي کال وړاندې د خپل حکومت په لومړۍ دوره کې نجونې یو مخ له زده کړو بې برخې کړې وې.

دې ورځپاڼې د پوهنتون د پرانېستل کېدو په لومړۍ ورځ د یو شمېر محصلانو نظرونه خپاره کړي چې ډېرو خوښي ښکاره کړې خو ځینو بیا په دې انتقاد کړی چې طالب ساتونکي محصلان نه پرېږدي چې له ځان سره ټولګي ته موبایلونه یوسي.

ځینو محصلانو د استادانو د کموالي شکایت کړی او ویلي یې دي چې ښايي یو شمېر استادان بهر ته تللي وي.

XS
SM
MD
LG