د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

د خصوصي پوهنتونونو مسوولان: د محصلانو شمېر تر ۶۰ سلنه کم شوی


ارشیف: په دایکندي کې د یوه خصوصي پوهنتون محصلان د سمستر ازموینې د ورکړې پرمهال
ارشیف: په دایکندي کې د یوه خصوصي پوهنتون محصلان د سمستر ازموینې د ورکړې پرمهال

په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو یو شمېر چارواکي تاییدوي چې په تېر یو کال کې يې د محصلانو په شمېر کې له پنځوسو څخه تر شپېته سلنه کموالی راغلی دی.

نور الرحمن چې په کابل کې د یو خصوصي پوهنتون محصل و وایي، د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو راهیسې يې د اقتصادي ستونزو له امله د ژوند چارې سختې شوې چې د زده کړو او وطن پرېښود ته يې اړ کړ.

هغه وویل: "ما خپله تحصیلي دوره په نیمه کې پرېښوده، ځکه په افغانستان کې حالات ګډود شول او زما کاروبار يې را خراب کړ. د کورنۍ ټول مسوولیت زما پر غاړه و نو اړ شوم چې پاکستان ته د کار لپاره لاړ شم. کار او تعلیم دواړه را نه پاتې شول."

دا یوازې نورالرحمن نه دې چې د طالبانو د بیا راتګ سره بې روزګاره شوی او له زده کړو پاتې شوی دی.

خدیجه چې په یوه خصوصي پوهنتون کې د اووم سمستر محصله ده وايي، د نظام د بدلون وروسته يې د زده کړو پر وړاندې خنډونه ډېر شوي او زیاتره نجونو د مالي ستونزو له کبله په وروستیو سمسترونو کې زده کړې پرېښي دي.

هغه زیاتوي: "زیاتره هغه نجونې چې په اووم یا اتم سمستر کې دي د اقتصادي ستونزو له کبله يې خپلې زده کړې پرېښي دي او اوس دوی له زده کړو بې برخې دي."

پوهنتونو ته د محصلانو نه ورتګ په دغو اکاډمیکو مرکزونو مستقیم اغېز کړی دی او د پوهنتونونو چارواکي يې اړ کړي چې د خپلو مالي ستونزو هوارولو لپاره ځینې استادان او کارکوونکي له دندو لرې کړي.

شبانه یوه له هغو استادانو ده چې د دې پرېکړې قرباني شوې ده.

هغه وايي: "زه د یوې هغې پېغلې په توګه چې زده کړې مې کړي او کافي تجربه لرم د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې استاده وم، خو کله چې طالبان په افغانستان واکمن شول او محصلان په پوهنتونونو کې کم شول نو د پوهنتونونو عواید ورسره کم شول او د پوهنتون چارواکې اړ شول چې ځینې استادان له دندو لرې کړي. دا یوازې زه نه یم چې له دندې لیرې شوی یم زما په څېر لسګونو نورو کسانو هم خپلې دندې له لاسه ورکړي."

ارشیف: په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون ټولګي
ارشیف: په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون ټولګي

د خصوصي پوهنتونونو ځینې چلونکو ازادي راډیو ته ومنله چې د پخوا پرتله یې د محصلانو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د يو خصوصي پوهنتون یوه لوړپوړي چارواکي چې د امنیتي اندېښنو له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته تایید کړه چې په پوهنتون کې یې شپېته سلنه د محصلانو شمېر کم شوی دی.

د خصوصي پوهنتون دا چلونکی وايي چې په تېرو درې سمسترونو کې یې د نويو شاملېدونکو محصلانو شمېر هم د پخوا کلونو په مقایسه په سلو کې پنځوس راکم شوی دی.

نوموړي همدارنګه ادعا وکړه چې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو د ماسترۍ د کورسونو لپاره د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت پالیسي داسې برېښي چې هغوی دا پروګرامونه تړل غواړي.

هغه وویل، د ماسترۍ د محصلانو په شمېر کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی دی.

په افغانستان کې د یو خصوصي پوهنتون دې چلوونکي همدارنګه وویل چې د طالبانو حکومت په تېر منې کې د پخواني حکومت د مقررې په ړنا کې کانکور ته اجازه ورنه کړه او په پسرلني سمستر کې يې یوازې د ۳۰ سلنه محصلانو اجازه ورکړه، دا په دې مانا چې یوازې ۱۵ سلنه نجونې او ۱۵ سلنه هلکان په یوه تعلیمي کال کې د شمولیت اجازه لري او هغه هم په دې شرط چې تولګي به يې بېل وي، هغه څه چې د ده په وینا د ماسترۍ د پروګرامونه لپاره لویه ناکامي ده.

د خصوصي پوهنتون دې چارواکي د خصوصي پوهنتونونو مالي ستونزو ته په اشارې وویل چې د محصلانو کمښت، د نجونو لپاره د جلا وخت او تعمیرونو تنظیمول، بې کاري او بې وزلي د خصوصي پوهنتونو عواید کم کړي دي.

پرې دې سربېره، د حوزو، ناحیو، شاروالۍ، او په ځینو حالتونو کې د مالیې وزارت لخوا درنو مالیو هم پر خصوصي پوهنتونونو مالي فشار زیات کړی دی.

د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې د روښان د لوړو زده کړو خصوصي پوهنتون رییس فاتح ګل شینواری د محصلانو په شمېر کې راغلی کمی د خصوصي پوهنتونونو لپاره تر ټوله لویه ننګونه بولي.

شینواري ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال د کانکور په آزموینه کې د بشري علومو د کاندیدانو شمېر تر ۷۰ سلنه راښکته شوی دی او د نجونو ګډون بیا په دې برخه کې صفر ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه: "د بشري علومو په برخه کې زموږ د محصلینو شمېر ډېر راکم شوی دی. که د فصیدي په اساس يې ووایو نو اویا سلنه زموږ محصلین کم شوي دي او په دې برخه کې بیا د نجونو ګډون بیخي صفر ته رسېدلی دی. ځکه د تېر کال په دوو کانکور آزموینو کې موږ هېڅ ښځینه محصله نه درلوده، خو په طبي برخه کې بیا موږ ښځینه محصلینې جذب کړي دي."

همدارنګه په کابل کې د یو بل خصوصي پوهنتون یو استاد متین هم د ورته ستونزو سر و ټکاوه.

هغه په ځانګړې توګه له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځو تړل پاتي کېدل د خصوصي پوهنتونونو د راتلونکي لپاره دروند ګوزار وباله.

نوموړي زیاته کړه: "د نجونو د ښوونځو تړل پاتې کېدل دې ته لار هواروي چې په پوهنتونونو کې د محصلینو شمېر را کم شي، ځکه نجونې زموږ د محصلینو لویه برخه جوړوي او که چېرته دوي له ښوونځیو فارغې نشي نو زموږ به نوی محصلې نجونې ونه لرو."

د خصوصي پوهنتونونو څو نورو چلونکو او استادانو هم ازادي راډیو سره خبرو کې د لوړو زده کړو وزارت کې د خصوصي پوهنتونونو سره همکاري کمه بللې ده او وايي د دې وزارت نوې پالیسۍ د خصوصي پوهنتونو لپاره ننګونکي دي.

ګڼ شمېر د دوی په دې باور دي چې که چېرې وضیعت همداسې دوام وکړي ښايي راتلونکی کال تر پنځوس زیات خصوصي پوهنتونه وتړل شي.

خو د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي بیا په دې برخه کې ټولې ادعاوې ردوي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت

هغه وايي وزارت یې د خصوصي پوهنتونونو سره په هره برخه کې همکارۍ ته دوام ورکوي.

تقي دا هم نه مني چې ګوندې په خصوصي پوهنتونو کې دې د محصلانو شمېر کم شوی وي.

نوموړي وویل: "په حقیت کې محصلین نه دي کم شوی بلکې ډېر شوې دې، ځکه پخوا په پوهنتونونو کې خیالي محصلین ډېر وه او له کله چې امارت راغلی دی نو هغه خیالي محصلین د پوهنتونونو د ارزیابۍ نه وروسته ختم شوي دي او که چېرته د خیالي محصلینو د ختمېدو سره په پوهنتونونو کې محصلین کم شوي وي نو موږ د دې کار هرکلی کوو."

خو د خصوصي پوهتنونو د ټولنې ویاند کریم ناصر آزادۍ رادیو ته تایید کړه چې د تېرو کلونو د کانکور آزموینو په پرتله سږ کال د خصوصي لوړو زده موسسو او پوهنتونونو ته د نویو محصلانو ورتګ له پنځوس تر شپېته سلنې راښکته شوی.

د ناصر په وینا که چېرته وضعیت همداسې دوام وکړي نو ډېر پوهنتونه به اړ شي چې خپلې دروازې وتړي.

نوموړي وویل: "د سږ کال په کانکور آزموینو کې د محصلینو په شمېر کې له پنځوسو نه تر شپېته سلنه کموالی راغلی دی. همدارنګه په موجوده محصلینو کې بیا له پنځلسو تر شل سلنه کموالی راغلی دی، ځکه زیاتره يې بهرنیو هېوادونو ته تللي یا دا چې اقتصادي ستونزې لري نو تحصیل يې پرېښی دی."

بل خوا د هېواد په سویل کې بیا د میرویس نیکه پوهنتون د اړیکو مسوول عبدالقادر تکین راته وویل چې د زده کړیالانو د جذب او تشویق لپاره يې د هغو بېوزلو زده کړیالانو چې د فیس ورکولو توان يې نه درلوده فیسونه یا کم کړي او یا هم ورته معاف کړي دي.

هغه وايي: "د میرویس نیکه پوهنتون حالاتو ته په کتو خپل ځانګړي سکالرشیپونه محصلینو ته ورکړي دي. زموږ هغه هېوادوال چې معیوب دی یا اقتصادي وضعیت ښه نه دی فیسونه ورته یا کم شوی دی یا ورته بیخي معاف شوی دی."

په افغانستان کې خصوصي پوهنتونونو ته په تېر شلو کلونو کې د غوړېدو شرایط برابر شول.

دې پوهنتونونو وکولای شول هغه زرګونه افغان ځوانان په بېلابېلو مسلکي برخو کې د لوړو زده کړو لپاره جذب کړي چې دولتي پوهنتونونو کې د محدود ظرفیت او محدودو امکاناتو له کبله نه شوی جذبېدلی.

خو اوس چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د پوهنتونو د یو شمېر استادانو او محصلانو په وینا په مجموع کې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې محدودیتونو، نویو پالیسیو، د مسلکي استادانو له هېواد څخه وتلو، د نجونو او هلکانو د ټولګیو بېلولو او نورو ستونزو افغانستان کې د مسلکي لوړو زده کړو پر وړاندې ننګونې زیاتې کړي دي.

د دې ستونزو ډېره اغېزه په خصوصي پوهنتونونو ځکه کړې چې دا پوهنتونونه تر ډېره د محصلانو څخه د فیسونو د ترلاسه کولو په عوایدو چلېږي او څومره چې د محصلانو شمېر کې کمی راځي همدومره د دې پوهنتونو پرانیستې پاتې کېدل ستونزمنېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG