د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

له اوږده ځنډ وروسته د ۱۱ ولایتونو پوهنتونونو کې حضوري زده کړې پیل شوې


د کابل پوهنتون
د کابل پوهنتون

له یوه اوږده ځنډ وروسته د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړې پر بنسټ، د افغانستان د یوولس ولایتونو په پوهنتونونو کې حضوري زده کړې د زمري په شپاړسمه پیل شوې.

د کابل پوهنتون د اتم سمسترمحصل حسیب الله وایي، په یوه نیم کال کې د کرونا ویروس له امله یې زده کړې له ستونزو سره مخ وې. د روان کال له پیل راهیسې ده د نورو محصلانو په څېر نیم سمستر لوستی دی.

ده وویل: "موږ تېر کال د یوه سمستر په موده کې رخصت وو. وروسته له هغې چې درسونه مو پیل شول، په چټکۍ سره پر مخ لاړل، یعنې د څلورو میاشتو سمستر په یوې میاشتې تبدیل شو. سږ کال چې مو وروستی سمستر دی ، دا هم په قرنطین کې تېر شو. په ټوله کې زموږ د لېسانس څلور کلنه دوره په پنځو کلونو تبدیله شوه چې دا یوه لویه ضایع ده. باید په راتلونکي کې که داسې بحراني حالت راځي نو تدابیر ورته ونیول شي چې درسونه حضوري وي، نه د انلاین په توګه."

اوس له دوو میاشتو قرنطین وروسته د دوی حضوري زده کړې پیل شوې دا په داسې حال کې ده چې د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړې له مخې د پوهنتونونو حضوري زده کړې د زمري په ۱۶مه د دې هېواد په ۱۱ پوهنتونونو کې پیل شوې.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي وویل چې د تېرو اوونیو پرتله د کرونا ویروس پېښو کې کموالی راغلی دی.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي وویل چې د تېرو اوونیو پرتله د کرونا ویروس پېښو کې کموالی راغلی دی.

دا پرېکړه د عامې روغتیا وزارت د اعلان وروسته چې په هېواد د کرونا ویروس پېښې مخ په کمېدو دي، نیول شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د تېرو اوونیو پرتله د کرونا ویروس پېښو کې کموالی راغلی دی. نو د هغې طرحې پر اساس چې د عامې روغتیا، لوړو زده کړو وزارتونو او د لوړو زده کړو د خصوصي او دولتي بنسټونو په همغږۍ جوړه شوې، له مخې یې په هغو ولایتونو کې چې د کرونا ویروس د پېښو شمېر په کې کم دی، پوهنتونونه یې پرانېستل کېږي."

په دغو پوهنتونونو کې د کابل،کندز، نیمروز، دایکنډي، بلخ، جوزجان، بادغیس، کندهار، نورستان، سمنګان او پنجشیر پوهنتونونه شامل دي.

د لوی اختر په ورځو کې چې د کرونا ویروس پېښې په کې ډېرې شوې، تصمیم ونیول شو چې د هېواد پوهنتونونه تعطیل شي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، که د دې ډاډ ترلاسه شي چې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د کرونا د ویروس پېښې کمې شي، نور پوهنتونونه به هم په ترتیب سره پرانېستل شي.

XS
SM
MD
LG