د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

ځینې غزني مېشتي: خصوصي پوهنتونونه ډېری 'خیالي' او 'پراشوټي' محصلان فارغوي


د غزني د ښار یوه څنډه
د غزني د ښار یوه څنډه

د غزني یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ځای کې ډېری محصلان له خصوصي پوهنتونونو څخه هوايي فارغېږي.

دوی وايي، دلته ډېری پوهنتونونه د پیسو ګټلو په موخه خلکو ته هوايي تحصیلي اسناد جوړوي چې دغه فارغانو کې ان د طب پوهنځي محصلان هم دي چې وروسته په هېواد کې د خلکو له ژوند سره لوبې کوي، ژورنالېزم، اقتصاد، زراعت، شراعیات او داسې نور پوهنځي خو بې شمېره فارغان لري.

د غزني ښار اړوند پښتون اباد سیمې شاوخوا دیرش کلن ځوان چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي، دوه کاله وړاندې د غزني ښار د یو خصوصي پوهنتون له سیاسي علومو پوهنځي څخه فارغ شوی و وايي، تر ۱۲م ټولګي پورې یې زده کړې کړې وې چې وروسته یې دغه پوهنتون کې داخله واخېسته او په ښو نومرو فارغ شو.

دی خپل فراغت د یو شمېر پیسو په بدل کې د اسنادو ترلاسه کول یادوي او وايي، په خپلو کارونو به بوخت وو، درسونه یې نه دي ویلي، بلکې یوازې د ازموینو په ورځو کې به حاضر وو.

دا په داسې حال کې چې د غزني یو شمېر اوسېدونکي په دې باور دي چې دغه ځای کې ډېری محصلان له خصوصي پوهنتونو څخه هوايي فارغېږي.

دوی وايي، دلته ډېری پوهنتونونه د پیسو ګټلو په موخه خلکو ته هوايي تحصیلي اسناد جوړوي.

مریمه په غزني کې ټولنیزه فعاله ده وايي، رښتیا ده چې غزني کې خصوصي پوهنتونه ډېری خیالي او پراشوټي محصلان فارغوي.

مریمه زیاتوي: "د خصوصي پوهنتونو په ډېری غونډو کې د اسنادو د ورکړې په وخت د داسې فارغانو نومونه اخېستل کېږي چې کلونو کلونو یا خو مساپر وي، یا په زندانونو کې وي او یا یې هم له مړینې دوه کاله تېر شوي وي او په دغه غونډو کې هېڅ ونډه نه لري."

په غزني کې تر لسو پورې خصوصي پوهنتونونه او انسټیټیوټونه فعالیت لري.

ذکریا حسن زاده هم په غزني کې یو فعال ځوان دی. دی په غزني کې دغه چاره له وخته روانه بولي او وايي، ډیری خصوصي پوهنتونونه د پیسو په بدل خلک فارغوي.

نوموړی زیاتوي: "څو تنه دوستان پېژنم چې له خصوصي پوهنتونو هوايي فارغ شوي دي، چې نه تجربه لري او نه هم د کار وړتیا."

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد له ډېری سیمو د خیالي او هوايي فارغانو راپورونه ورکول کېږي، خو د خصوصي پوهنتونو مالکان بیا دا خبره ردوي او وايي، دلته ټول محصلان پر خپل وخت راځي، درسونه وايي او له امتحانونو ورکولو وروسته فارغیږي، هېڅ د پیسو کاروربار نه کېږي.

په غزني کې د خاتم البیین خصوصي پوهنتون مسوول ډاکتر حسین حبیبي وايي، یو شمېر کړۍ دي چې د پوهنتونو د بدنامولو لپاره کار کوي، هغه دغه ډول ادعاوې کوي: "د خلکو پر وړاندې او د افغانستان د مسلمان ملت پر وړاندې دیني او ملي ژمنه کوم چې د دغه وطن د بچیانو په سرنوشت به لوبې ونه کړم."

خو د مسلم خصوصي پوهنتون مشر ډاکټر خیرالدین نثار بیا وايي، دغه ډول غوښتنې زیاتې ورڅخه شوي دي، خو منلې یې نه دي.

دی وايي: "د نورو خلکو خپل کار دی، موږ هېڅ کله داسې کار نه کوو.له ما به په ډېره لوړه سطح غوښتنه شوې وي، خو پر ما به نه اوس، نه له دې وروسته او نه په راتلونکي کې زما اراده بدله کړي چې زه داسې یو کار وکړم چې محصل بېخي وجود ونه لري او بیا دي ډیپلوم ورکول کېږي او یا دې ډیپلوم ورباندې پلورل کېږي."

په دوه زره لومړي کال کې د جمهوري نظام له منځته راتلو سره سم په افغانستان کې په لسګونه زره داسې کسان لیدل کېږي چې د پیسو په بدل کې یې له خصوصي پوهنتونو څخه د لسانس اسناد جوړ کړي او په ځینو لوړو بستونو یې کار کړی دی.

ازادي رآډیو هڅه وکړه چې د دغه کار د مخنیوي په اړه د لوړو زده کړو وزارت او د طالبانو حکومت د ویاندویانو نظر واخلي، خو د راپور تر چمتو کولو پورې یې ددې راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

په افغانستان کې ډېری د نظر خاوندان د پیسو په بدل کې د محصلانو فارغول د ټولنې د وروسته والي او پر شاتګ سبب ګڼي.

دوی په دې باور دي چې له دې سره په افغانستان کې په تعلیمي سیسټم بې باوري، د تحصیل یافته ځوانانو د کارمخه نیول، د استعدادونو ضایع کول، جعل کارۍ ته لاره هوارول او داسې نورې زمینې برابرېږي.

XS
SM
MD
LG