د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

کابل کې معترضې مېرمنې: طالبان دې ښځو ته په دولتي ادارو کې دندې ورکړي


کابل کې يو شمېر افغان مېرمنې د اعتراض پر مهال، انځور - ارشيف
کابل کې يو شمېر افغان مېرمنې د اعتراض پر مهال، انځور - ارشيف

نن په کابل کې یو شمېر افغان مېرمنو او نجونو د یوې اعتراضه غونډې په ترڅ کې له طالبانو د کار او تحصیل د حق غوښتنه وکړه.

دغه مېرمنې او نجونې چې د (ځواکمنو مېرمنو د اصلي خوځښت) غړې وې، د کابل په شهرنو پارک کې راټولې شوې وې.

دوی خپل تحصیلي اسناد هم له ځانونو سره راوړي وو.

ددغه خوځښت مشرې مونسې مبارز د دغه اعتراض په اړه ازادي راډیو ته وویل، د اعتراض کوونکو شمېر لسګونو ته رسېده.

"پیغام دا و چې موږ په ظرفیت، تحصیل او دانش سره د خپلو حقونو غوښتونکي یو."

اغلې مبارز وويل: "پیغام دا و چې موږ په ظرفیت، تحصیل او دانش سره د خپلو حقونو غوښتونکي یو. زموږ ادعا دا ده چې موږ د افغانستان په تول سیاسي او ټولنیز جوړښتونو کې د ګډون غوښتنکي یو، زموږ پیغام دا و چې موږ په ظرفیت او دانش سره غواړو ګډون ولرو، نه په ټوپک او وسلې."

اغلې مبارز وویل، د افغان مېرمنو په وړاندې روان حالت د اندېښنې وړ دی.

د يادې اعتراضیه غونډې بله ګډونواله ژولیا پارسي بیا وايي، چې طالبانو د دوی د اعتراض مخه ونیوله.

نوموړې وويل: "دوی موږ ته اجازه رانه‌کړه چې اعتراضیه غونډې ته دوام ورکړو، د دوی له مربوطه حوزې کسان راغلل او اسنادونه یې چک کړل."

افغان مېرمنو د زده‌کړو او کار حق د غوښتنې څو څو لاريونونه وکړل، خو تر اوسه يې طالبانو غوښتنو ته کوم ښکاره ځواب نه‌دی ويلی، انځور - ارشيف
افغان مېرمنو د زده‌کړو او کار حق د غوښتنې څو څو لاريونونه وکړل، خو تر اوسه يې طالبانو غوښتنو ته کوم ښکاره ځواب نه‌دی ويلی، انځور - ارشيف

خو د کابل امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو د حکومت ویاند خالد ځدران بیا ازادي راډيو ته وویل، څوک چې غواړي لاریون وکړي باید د ده په خبره امنیتي ځواکونه په جریان کې پرېږدي.

نوموړى وايي، که د لاریونوالو مخه نیول شوي وي ممکن د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره وي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د بدخشان پوهنتون نجونو محصلانو هم له دې امله لاریون کړی و، چې د دوی په خبره د چادریو د نه لرلو له امله پوهنتون ته دننه نه وې پرېښودل شوې.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت پرون ازادي راډيو ته ویلي و، دا کار د یاد پوهنتون د ارشاد کمېټې له‌خوا شوی و.

د بښنې نړیوال سازمان د افغان څانګې کمپاینرې سمیرا حمیدي او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر په بدخشان ولایت کې د لاريون کوونکو محصلینو سره د طالبانو تاوتریخوالی غندلی دی.

د یادونې ده، چې په افغان نجونو او ښځو د حجاب اجباري کول، له شرعي محرم پرته پرې د لرې واټن سفر او له شپږم ټولکي پورته د زده‌کړو بندیز او دغه شان په ډېری دولتي ادارو کې له کار نه د ښځو راګرځول هغه محدویتونه دي چې په تېر یو کال کې طالبانو په افغان مېرمنو او نجونو لګولي دي.

دا محدودیتونه په افغانستان کې دننه او بهر له پراخونو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG