د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

سیګار: د طالبانو محدودیتونو ۲۰ کلنې لاسته راوړنې ګواښ سره مخ کړي


ارشیف: د طالبانو له لوري لرې کړای شوې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ښځینه کارکوونکې
October 18 2022
ارشیف: د طالبانو له لوري لرې کړای شوې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ښځینه کارکوونکې October 18 2022

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا سیګار په خپل وروستي راپور کې ویلي، د طالبانو د حکومت لخوا رامنځته شوي محدودیتونه په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو، خپلواکو رسنیو، زده کړو، روغتیا او د نادولتي موسساتو په برخه کې د تېر ۲۰ کلونو لاسته راوړنې ګواښي.

په دې راپور کې راغلي، د امریکا د حکومت له ژمنې سره، چې ویلي یې دي، له ګواښونو سره مخ افغانان به ژغوري او د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واکمن دي، له یو میلیارد ډالرو ډېرې مرستې یې کړي، خو د سیګار په وینا دا به له وخت مخکې وي چې وویل شي، دې هڅو د طالبانو د حاکمیت په سیوري کې چې لا هم د لومړنیو خدمتونو د وړاندې کولو توان نه لري، د افغانانو ستونزې کمې کړي که نه؟

د راپور پر بنسټ د امریکا متحده ایالاتو حکومت له ۲۰۰۲ کال څخه د ۲۰۲۲ کال د جون میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې ۱۴۶،۰۸میلیارد ډالر ځانګړي کړي و چې په افغانستان کې په څلورو لویو برخو امنیت، حکومتوالۍ او پرمختګ، بشري فعالېتونو او د ادارو د عملیاتو په برخو کې مصرف شي.

د سیګار په وینا، د متحده ایالاتو حکومت تر ډېره د افغان مېرمنو د حقونو د پياوړتیا، د خپلواکو رسنیو د ودې، د افغانانو د روزنې، روغتیايي خدماتو ته د پاملرنې او د افغان نادولتي موسسو د ملاتړ په برخو کې پانګونه کړې وه، خو اوس چې امریکایان له افغانستان څخه وتلي او په دغه هېواد کې طالبان واکمن دي، دا هر څه له ګواښ سره مخ دي.

مدني فعال هارون رشید شریفي هم مني چې وروستیو محدودیتونو او له افغانستان څخه د کادرونو وتلو د تېر شلو کلونو دلاسته راوړنې زیانمنې کړې دي.

نوموړي ازاډی راډيو ته وویل: "ډېر ښه علمي کادرونه وو چې هغوی له افغانستان څخه لاړل یا د تګ په حال کې دي. کله چې دا کادرونه لاړ شي، په هېڅ ډول دا لاسته راوړنې ساتل کېدای نه شي، ځکه څوک نه شته چې ساتنه یې وکړي. بل پلو طالبان په دې لاسته راوړنو باور نه لري او خپله ځانګړې ايډیالوژي لري چې هغه فکر او ايډیالوژي یې افغانستان مخکې نه، بلکې شاته بیايي."

له افغانستانه د افغانانو د وتو له پروګرامه یوه انځور - August 21, 2021
له افغانستانه د افغانانو د وتو له پروګرامه یوه انځور - August 21, 2021

د طالبانو حکومت ویاندویانو د دې راپور تر خپرېدو پورې، د سیګار د وروستي راپور په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د راپور ورکوونکي او د بشري حقونو د نورو ادارو په اړه ویلي چې راپورونه یې علمي او قانوني نه دي او له نړیوالو بنسټونو څخه یې غوښتنه کړې چې د داسې راپورونو له خپرولو ډډه وکړي، کوم چې د دوی په خبره د حاکم نظام پر ضد وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

په دې اعلامیه کې ادعا شوې چې د طالبانو حکومت په وینا او عمل کې بشري حقونو ته ژمن دي او د دوی په حاکمېت کې د پخوا په پرتله د بشري حقونو وضعېت ښه شوی دی.

خو واک ته له رسېدو وروسته دوی په ډېرو دولتي ادارو کې ښځې او نجونې له کار منع کړي او له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي یې تړلي دي، حجاب یې هم اجباري کړی، ان تر دې چې د تصویري رسنیو په ښځینه ویندویانو یې هم مخونه پټ کړي چې دې محدودیتونو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG