د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

د بښنې نړيوال سازمان د بدخشان پوهنتون ښځينه محصلانو سره د طالبانو زور زياتی غندلی


د بدخشان پوهنتون محصلانې
د بدخشان پوهنتون محصلانې

د بښنې نړیوال سازمان پر طالبانو تور پورې کړی چې د ښځو اعتراضونه یې ځپلي او هغوی ته یې سپکاوی کړی دی.

د دې سازمان د افغان څانګې کمپاینرې سمیرا حمیدي ویلي چې طالبان هڅه کوي وښيي چې بشري حقونه یې نه‌دي نقض کړي او دا چې ښځې له کومې ستونزې پرته پوهنتونونو ته ورځي.

خو حميدي زیاته کړې چې د طالبانو دا څرګندونې په کلکه درواغ دي، او یوازې یوه هڅه ده چې د دوى حکومت په رسميت وپېژندل شي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر په بدخشان کې د مظاهرو ځپل وغندل او ویې ویل چې افغانستان د ظلم او بې عدالتۍ قرباني شوی دی.

د لاریونونو ویډیوګانې او انځورونه په ټولنیزو شبکو کې په پراخه کچه خپریږي او د سلګونو خلکو له‌خوا شریکې شوي.

دغه محصلينې ادعا کوي، چې پرون (د لړم په ٨مه) په پوره اسلامي حجاب کې پوهنتون ته ورغلې وې، خو پوهنتون ته د ننوتو اجازه نه وه ورکړل شوې.

د طالبانو له خوا د زده‌کوونکو د وهلو ځینې ویډیوګانې هم خپرې شوې دي.

یوې محصلې چې نوم یې نه‌دی اخیستی، یوه ویډیو خپره کړې او ادعا یې کړې چې د طالبانو د امر باالمعروف ادارې چارواکو د دوی مخه نیولې ده.

هغې وويل: "په دې خاطر چې محصلينو چادرۍ نه وې اغوستې، امر باالمعروف هر څوک درول او محصلينې یې نه پرېښودې چې پوهنتون ته دننه شي."

په بدخشان کې د طالبانو د امر باالمعروف د ادارې مشر شېرمحمد وايي چې دا کار د دوی نه، بلکې د بدخشان پوهنتون د ارشاد د کمېټې و.

د بدخشان پوهنتون ځینې محصلانې: طالبانو په وسلو او درو ووهلو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:54 0:00

تر دې مخکې د کابل په تعلیم او تربیې پوهنتون کې طالبانو نجونې په دې خاطر پوهنتون ته پرېنښودې او ان څو نجونې د ښځينه وو محافظینو له خوا وهل شوې وې چې رنګه ټيکري یې په سر کړي وو.

د طالبانو پر حکومت تل د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او محدودیتونو له امله نیوکې شوي او تر ډېره همدا او د بشري حقونو په وړاندې نور سخت بندیزونه د دې لامل شوي چې هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت ونه پېژني.

XS
SM
MD
LG