د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

د مسلکي پولیسو پر نشتون نیوکه؛ ساپکو: طالبان ښځې صحرايي محاکمه کوي


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند یو انځور

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړې ادارې یا سیګار سرمفتش جان ساپکو وايي، په افغانستان کې د مسلکي پولیسو نشتون د دې لامل شوی چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ځواکونه مېرمنې واټونو کې په درو ووهي.

د کابل ښار یو اوسېدونکی د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له پولیسو شکایت کوي.

دغه کس چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي وايي، د طالب ځواکونو موجودیت په واټونو کې وېرولي او وېره لري چې د دوی له ناوړه چلند سره مخ نه شي.

هغه زیاتوي: "طالب ځواکونو روزنه نه ده لیدلې، له غره راغلي او راښکته شوي. په کابل او نورو ولایتونو او ښارونو کې له خلکو سره ښه رویه نه لري."

په همدې حال کې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې ادارې یا سیګار سرمفتش جان ساپکو د پنجشنبې په ورځ په ایټالیا کې دیوې ناستې پرمهال له خلکو سره د طالب ځواکونو د چلند په اړه نیوکه وکړه.

نوموړې د خپلې وینا پر مهال وویل چې طالب ځواکونه په واټونو کې مېرمنې او نجونو وهي او ان تر دې چې صحرايي محاکمه کوي یې.

د طالبانو حکومت تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړانډې ویلي و چې د ناوړه چلندونو او صحرايي محکمو په اړه به پلټنې وکړي.

ارشیف: په کابل کې د ښځینه معترضینو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د ښځینه معترضینو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور

جان ساپکو د خپلې وینا متن د شنبې په ورځ د سیګار په ټوېټر خپور کړی.

نوموړي دغه شان ویلي چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د هغه کس لخوا رهبري کېږي چې د امریکا د ایف بي ای ادارې لخوا تر تعقیب لاندې دی.

د هغه اشاره د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ته وه چې د امریکا د تحقیقاتي ادارې لخوا تر تعقیب لاندې دی او ۱۰ میلیونه ډالره جایزه پرې اېښودل شوې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولري، خو د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د دې راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش جان ساپکو یوه بله نیوکه په دې ناسته کې دا وه چې افغانستان د ملي پولیسو د مقاومت پرته طالبانو ته وسپارل شو.

جان ساپکو په خپله وینا کې د امریکا له هغې کړنې هم نیوکه وکړه چې وې نه شوای کړای په تېرو شلو کلنو کې د افغانستان ملي پولیسو ته سمه روزنه ورکړي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش جان ساپکو
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش جان ساپکو

هغه وویل سره له دې چې امریکا د افغانستان د ملي پولیسو په روزنه ۲۰ میلیارده ډالره ولګول، خو بیا هم هغه ډول چې تمه وه ونه روزل شول.

د کابل ښار بل اوسېدونکی سمیع الله بیا د هغه پولیسو له بد چلنده انتقاد کوي چې د تېر نظام نه پاتې او اوسمهال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ د پولیسۍ دندې ترسره کوي.

هغه وویل: "له بده مرغه هغه پولیسو چې د اسلامي امارت په چوکاټ کې خپل فعالیتونه پیل کړي داسې لیدل کېږي چې هېڅ روزنه یې نه ده لیدلې او که روزنه یې لیدلي وي نو داسې روزنه لیدلی چې د خلکو سره ډېره بده رویه کوي، دا کار په دې معنی دی چې دوی په تېرو شلو کلنو کې هغه ډول چې تمه مسلکي روزنه نه ده لیدلې."

دا په داسې حال کې ده چې امریکا په تېرو شلو کلنو کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو له اصلي ملاتړو څخه و او دوی ته به یې جنګي مهمات اماده کول.

خو د طالب ځواکونو نه له خلکو سره د بدې رویې په اړه داسې مهال راپورنه ورکول کېږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما او ورسره د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینټ ملګرو ملتونو ته په خپل تازه راپور کې د طالبانو حکومت د بشري حقونو په ښکاره او پراخ نقض تورن کړی هغه څه چې بیا طالبان یې ردوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG