د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

د 'الماس خانم' په لاس جوړ شوي خامکي انځور د مذهبي ازادۍ جایزه ګټلې


د الماس خام په لاس جوړ شوی انځور چې بریتانیا کې یې د مذهبي ازادۍ جایزه ګټلې
د الماس خام په لاس جوړ شوی انځور چې بریتانیا کې یې د مذهبي ازادۍ جایزه ګټلې

د خیبرپښتونخوا انځورګرې او نقاشې الماس خانم په لاس جوړ شوي خامکي انځور په بریتانیا کې د مذهبي ازادۍ جایزه وګټله.

الماس خانم ته دا جایزه د "بل ویډر" په نوم غیر دولتي ادارې ورکړې.

په دې سیالۍ کې چې "مذهبي ازادي" نومېده د الماس خانم تر څنګ د نړۍ بېلابېلو هنرپالو او انځورګرانو ګډون کړی و چې بلاخره د الماس خانم په لاس جوړ شوي انځور دا جایزه وګټله.

الماس خانم د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "په دې تصویر کې یوه پښتنه نجلۍ چې په سر کې د ټولو مذهبونو نښې انځور شوي، تر هغې لاندې ناسته ده. دا ښيي چې دا نجلۍ په خوله هېڅ نه شي ویلای، خو د موسیقۍ په ژبه د خپل کلتور سره د شپېلۍ په وسیله د خپلو خیالاتو اظهار کوي."

د الماس خانم په خامک جوړ شوي انځور کې یو ښځې افغاني ګنډ جامې اغوستي، منګی یې په سر دی او شپېلۍ غږوي.

نوموړې وايي، ویاړي چې له پراخو ستونزو ګاللو وروسته یې د خپل هنر پایله ولیده.

هغې ازادي راډیو ته وویل، نجونې باید له زده‌کړو او تر خوا د هنر پاللو را و نه ګرځول شي او اجازه ورکړل شي چې فکر وپالي.

که څه هم د بل ویډر ادارې له‌خوا د بریتانیا د پارلمان په ودانۍ کې جوړ شویو مراسمو کې الماس خانم ګډون نه‌درلود، خو جایزه یې د سولې د نوبل جایزې ګټوونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیا‌الدین یوسفزي ته ورکړل شوه.

الماس خانم له خیبرپښتونخوا دې مراسمو ته چې په کې د بریتانیا د پارلمان یو شمېر غړي هم راټول شوي وو وینا وکړه او ویې ویل، د دې انځور موخه یې داده چې ټول انسانان باید د یوه او بل د مذهب او فرهنګ درناوی وکړي.

الماس خانم وايي، د دې انځور ځانګړنه دا ده چې په خامک پرې رنګا رنګ او ډېر زیات تارونه کارول شوي او ټول کار یې په ګوتو شوی.

د الماس خانم ورور کامران خان چې خپله هم هنرپال او هنرمند دی وايي، که څه هم کلونه د خپلې خور د ملاتړ له امله په ټولنه کې ورټل شو، خو نن د تل په څېر په خپله خور ویاړي.

هغه وویل: "زه نن ډېر د ویاړ احساس کوم چې زما د خورجانې ځانګړی هنر چې زموږ د ټولې کورنۍ هیلې ورسره تړلې وې، هغه نن رښتیا شوې. زما خور ته په نړیوال سټېج د بریتانیا د پارلمان په کچه جایزه ورکړل شوه. دا په خصوصي توګه زموږ د کورنۍ او په لویه کچه د لر و بر افغان وطن لپاره د فخر خبره ده."

کامران خان په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو بندېدو ته په اشارې وايي، دا جایزه به افغان نجونې لا وهڅوي چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي او په دې برخه کې رامنځته شوي خنډونه له خپلې مخې لېرې کړي.

ارشیف: د الماس خانم په لاس جوړ شوی د پخواني افغان پاچا امان الله خان انځور چې پخواني ولسمشر محمداشرف غني ته یې ډالۍ کوي.
ارشیف: د الماس خانم په لاس جوړ شوی د پخواني افغان پاچا امان الله خان انځور چې پخواني ولسمشر محمداشرف غني ته یې ډالۍ کوي.

الماس خانم په غلبېل د خامک په شکل انځورګري هم کوي.

هغې په غلبېل په جوړو شویو خامکي انځورونو کې د یو شمېر افغانانو سیاستوالو او فرهنګي شخصیتونو انځورونه هم کښلي دي چې له دوی د مخکیني افغان ولسمشر محمد اشرف غني، میرویس هوتک، احمدشاه دراني، شاه امان‌الله او ملنګ جان د یادونې دي.

XS
SM
MD
LG