د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

انځورګران او میناتوریستان: د طالبانو چلند ناڅرګند دی، خپل کارونه مو بند کړي


د اتنا سلطاني نقاشي
د اتنا سلطاني نقاشي

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هرې ورځې په تېرېدو سره د کابل په دیوالونو د انځورګرۍ رول کمېږي او ځای یې د طالبانو سپین رنګه بیرغ نیولی.

هغه دیوالونه چې تېرو شلو کلونو کې د ډېریو انځورګرانو له خوا انځور شوي وو، د هر تیرېدونکي کس پام یې ځانته اړولولو او هر یو یې یو پیغام درلود.

د هنر سالار بنسټ چې له شپږو کلونو راهیسې یې افغانستان کې د دیوالونو د انځورګرۍ د ودې لپاره کار کاوه، اوس یې کارونه په ټپه درولي دي.

د دې بنسټ د پروګرامونو مسوول ذبیح مدبر وايي، د طالبانو په واک ته رسېدو سره د دوی ټولې هڅې په اوبو لاهو شوې.

ذبیح مدبر وايي، د طالبانو په واک ته رسېدو سره د دوی ټولې هڅې په اوبو لاهو شوې.
ذبیح مدبر وايي، د طالبانو په واک ته رسېدو سره د دوی ټولې هڅې په اوبو لاهو شوې.

نوموړی وايي، د طالبانو په حکومت کې په دیوالونو د انځورګرۍ د بیا پیلیدو هېڅ هیله نشته: "له هغه وخت راهیسې چې طالبان واک ته رسیدلي، موږ هېڅ فعالیت نه دی کړی او د هنري فعالیت زمینه زموږ لپاره مساعده نه ده او طالبانو تر اوسه د هنر اړوند کوم خاص تعریف نه دی بیان کړی. افغان انځورګران اوس له یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي. طالبانو زموږ په دیوالونو باندې زموږ ټولې انځورګرۍ پاکې کړلي او نه غواړي چې موږ فعالیت وکړو او موږ هم د خپل کار د دوام جرئت نه لرو. طالبان د څهرو له انځورولو سره مخالف دي."

د دیوالونو انځورګري په دیوالونو او عامه ځایونو کې د نقاشیو ، شکلونو، لېکنو، سمبولونو او نښو انځورولو هنر دی.

ذبیح مدبر له طالبانو غواړي چې دوی ته د هنري فعالیت اجازه دې ورکړي.

هغه وويل: "موږ د هېچا پرضد نه يو او د چا پر ضد اعتراض هم نه لرو، خو له خپلو خلکو سره يو. که موږ ته د فعالیت اجازه راکړل شي، موږ کولی شو په دې 'د طالبانو واکمنۍ' شرایطو کې په بل ډول خپلو خلکو ته خدمت وکړو. زموږ لپاره اوس فضا مناسبه نه ده او موږ نه شو کولی خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړو."

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو څه باندې څلور میاشتې تېرې شوي دي او دې موده کې د انځورګرانو، میناتورانو او نقاشانو فعالیتونه ډېر کم شوي دي.دغه وضعیت په افغانستان کې د هنرونو د پوهنځۍ زده کوونکي اندېښمن هم کړي دي.

۲۱ کلنه اتنا سلطاني د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي د څلورم کال محصله ده وايي، وېره لري چې طالبان به د نقاشۍ هنر محدود کړي او یا به د نقاشۍ څانګه له منځه یوسي.

د هنر دغه زده کوونکې چې ترډېره د مخ د نقاشۍ په برخه کې کار کوي، د طالبانو له راتګ سره د انځورګرۍ هنر راتلونکې تیاره ویني: "په افغانستان کې د هنر او هنرمندانو وضعیت نامعلوم دی او د هنر او نقاشۍ د څانګې د له منځه وړلو امکان شته. که طالبان د نقاشۍ څانګه لېرې هم نه کړي، خو یقینې ده چې یو شمېر مضامین به له دې څانګې لېرې کړي. طالبانو د دیوالونو انځورګرۍ په سپین رنګ له منځه یوړلې او د نقاشۍ هنر ته هېڅ درناوی نه لري، هنرمندان یې اړ ایستل چې هېواد پریږدي."

د اتنا سلطاني نقاشي
د اتنا سلطاني نقاشي

په افغانستان کې په وروستیو ۴ میاشتو کې د نقاشۍ هنر د زده کړې ډېری مرکزونه رخصت دي.

طارق حبیبي هغه افغان انځورګر دی چې په یادو برخو کې یې خپله د اثارو د تخلیقولو تر څنګ شا او خوا دوه زره نورو کسانو ته هم په حرفه يي ډول د دغو هنرونو د زده کړې زمینه برابره کړې وه.

دی وايي، له څلور میاشتو راهیسې یې د زده کړو دغه مرکز تړلی او هېڅ عاید هم ترې نه لري: "په لومړیو درېيو میاشتو کې بیخي تعطیل و، اوس هم نیمه تعطیل او یا هم تعطیل دی، په تېرو شپږو میاشتو کې زموږ د تابلو ګانو پلور په افغانستان کې بیخي صفر و، ان یوه تابلو مو هم نه ده پلورل شوې، د څېرو ډېری تابلوګانې مو له مرکز ټولې کړې او دې برخه کې کوم فرمایش هم نه لرو او د زده کړو لپاره هم څوک مراجعه نه کوي."

طالبانو د ۱۹۹۰ لسیزې په دوهمه نیمایي کې د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د انځورګرۍ په برخه کې د انساني انځورونو مخالفت کاوه او دا یې د اسلامي ارزښتونو خلاف عمل ګنلو، خو د واکمنۍ په نوې دوره کې یې تراوسه د انځورګرۍ اړوند خپل دریځ نه دی اعلان کړی.

ازادي راډیو وغوښتل چې د نقاشۍ د هنر په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم واخلي، خو د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد یې اړیکې او پیغامونه ځواب نه کړل.

خو مخکې ښاغلي مجاهد بیا ازادي راډیو سره په خبرو کې د موسیقۍ او فلم د هنر په اړه ویلي و چې د موسیقۍ د تولید او افغان فلم ریاستونه به خپل فعالیتونه پیل کړي.

ښاغلي مجاهد ویلي و چې د موسیقۍ د تولید ریاست به په لومړیو کې ترانې تولیدوي او د فلمونو لپاره هم دوی سره ځینې سوژې شته چې غواړي ترې فلمونه جوړ کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي و چې د موسیقۍ د تولید او افغان فلم ریاستونه به خپل فعالیتونه پیل کړي.
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي و چې د موسیقۍ د تولید او افغان فلم ریاستونه به خپل فعالیتونه پیل کړي.

خو نوموړي دا هم ویلي و: "کوښښ کوو چې کار یې د شرعیت په چوکاټ برابر وي."

د یادونې وړ ده چې د ذبیح مدبر او اتنا په ګډون ډېری افغان هنرمندان په ځانګړي ډول انځورګران په افغانستان کې د حکومت د ګړندي سقوط او د طالبانو د تسلط له امله په ټکان کې دي او هغه دوی وايي، د دومره چټک سقوط تصور یې هم نه وو کړی.

انځورګران له طالبانو غواړي چې هنرمندانو ته د کار کولو اجازه ورکړي، څو له اقتصادي ستونزو او د هنري خنډونو له امله د هېواد پرېښودلو ته اړ نه شي.

که څه هم له دې وړاندې ډېری هنرمندان د طالبانو له وېرې له افغانستانه وتلي دي.

XS
SM
MD
LG