د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې اعتراض؛ همایون عارفي خپل هنري فعالیت پرېښود


همایون عارفی انځورګرۍ
همایون عارفی انځورګرۍ

د غور ولایت انځورګر چې په دې برخه کې یې لس کلنه تجربه درلوده له خپل مسلکه لاس په سر شو.

همایون عارف چې په دې برخه کې یې په سلهاوو انځورونه ویستلي اوس وايي، دا چې طالبانو په دې برخه محدویتونه لګولي نوموړی هم د انځورګرۍ له نړۍ سره خدای په امانۍ کوي.

د ښاغلي عارف د انځورګرۍ سوژې تر ډیره د افغانستان لرغونو سیمو او نامتو څېرو ته ورټولې دي.

نوموړي له ماشومتوبه له دې هنر سره علاقه وه او له تېرو لسو کلنو یې په دې برخه کې مسلکي کار پیل کړی.

دغه افغان انځورګر چې اوس مهال په یو فیستوال کې د ګډون لپاره ایران ته تللی غواړي د همدې فیستوال له لارې خپل جوړ کړي شااوخوا ۳۰۰ رسامیانې وپلوري او په پیسو د افغانستان بې وزله خلکو سره مرسته وکړي.

عارف وایي:" تراوسه شااوخوا ۴۰ تابلو ګانې پلورل شوي او نور هم پلورل کېږي، زه به بېرته افغانستان ته ځم او هلته به د ترلاسه شویو پیسو په وسیله له خلکو سره مرسته کوم، په افغانستان کې نه هنرمند ارزښت لري او نه هم تابلو، زه هم په همدې دلیل غواړم چې خپلې تابلوګانې وپلورم، هو! تر هغې چې طالبان حکومت کوي او انځورګري ګناه وي نور انځورګري نه کوم."

همایوم عارفي د انځورګرۍ په برخه کې لس کلنه تجربه لري
همایوم عارفي د انځورګرۍ په برخه کې لس کلنه تجربه لري

د طالبانو له حاکمیت وروسته ډیری انځورګرانو، میناتوران او په دیوالونو انځور ویستونکو له خپل کاره لاس اخیستی او هنري فعالیتونه نه کوي.

ماري صمدي بیا بله انځورګره ده چې د طالبانو له حاکمیت وروسته یې انځورونه د خلکو سترګو ته نه دي راڅرګند کړي.

د هغې په وینا، دا کار یې په دې کړی چې طالبان د څېرو رسامیانو ته اجازه نه ورکوي.

اغلې صمدي وایي:" د طالبانو له راتګ سره فکر نه کوم چې کوم هنرمند دې په افغانستان کې پاتې وي، د دې لپاره چې ډیری هنرمندان له افغانستانه ووتل او بهرنیو هېوادونو ته لاړل او د دې برخې ټولې خونې وتړل شوې."

طالبانو په خپله لومړنۍ دوره کې د انځور اخیستنې او انځورګرۍ په هنر بندیز لګولی و او دغه چاره یې د اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې ګڼله وه.

خو په اوسني حکومت کې یې په دې اړه خپل درېځ نه دې څرګند کړی.

عارفي اوس ایران کې د انځورګرۍ په فستیوال کې خپلې انځورګرۍ نندارې ته ایښي
عارفي اوس ایران کې د انځورګرۍ په فستیوال کې خپلې انځورګرۍ نندارې ته ایښي

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر راواخلو خو د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي زموږ اړیکې را ځواب نه کړې.

له دې وړاندې هم یو شمېر هغه رسامانو چې په دیوالونو یې انځورګري کړې ویلي وو چې د طالبانو په راتګ سره د دوی کړي کارونه په اوبو لاهو شوي او هغه دیوالونو کې چې دوی خپل هنر کارولی و طالبانو لومړي هغه سپین بیا خپل بیرغونه په کې رسم کړه.

دغه انځورګران له طالبانو غواړي چې دوی ته د فعالیت اجازه ورکړي ترڅو دوی د خپل کار په وسیله له اقتصادي بحرانه ووځي او بهرنیو هېوادونو ته مخه نه کړي.

XS
SM
MD
LG