د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

رسولي: انځورګري د ناچارۍ او بې‌وزلۍ ګویا ژبه ده


د رفیع‌الله رسولي انځورګري
د رفیع‌الله رسولي انځورګري

شاعري، لیکوالي، موسیقي، تمثیل، مجسمه‌سازي او داسې نور هغه هنرونه دي چې د خلکو د ذهني ودې او فکري ویښتابه په هدف ترسره کېږي، خو د دې ترڅنګ انځورګري هم هغه هنر دی چې په ټولنه کې ناوړه کلتوري، ټولنیز او هر اړخیزو دودونو ته د خلکو پام اړوي.

ډېری انځورګران په دې باور دي چې انځورګري هم لکه شعر، موسیقي، داستان او تمثیل په هنري ژبه د ټولنې د ناچاره، بې‌وزلو او لوېدلو غږ پورته کوي.

د هېواد ځوان انځورګر رفیع‌الله رسولي هم انځورګري د ناچارۍ او بې‌وزلۍ ګویا ژبه یادوي.

۲۴ کلن رسولي د غزني مقر ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې دا وخت د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي محصل دی.

له ښاغلي رسولي سره د ازادي راډیو خبریال مرکه کړې او په سر کې یې ورڅخه پوښتلي چې څنګه، څه وخت او ولې یې انځورګري پیل کړې ده؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:07:03 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG