د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

د ظریفې یعقوبي او د هغې څلورو همکارانو د خوشې کېدو لپاره کمپاین پیل شوی


د ښځو د حقونو فعاله ظریفه یعقوبي چې طالبانو نیولې ده.
د ښځو د حقونو فعاله ظریفه یعقوبي چې طالبانو نیولې ده.

د ښځو د حقونو د فعالې ظریفه یعقوبي او ورسره د څلورو نورو کسانو د خوشې کېدو لپاره د نړیوالو فشارونو په ترڅ کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارزدافیرې هم له طالبانو وغوښتل چې نیول شوي کسان سمدستي خوشې کړي.

یو شمېر مېرمنو د ټولنیزو رسنیو له لارې د ښځو د حقونو د فعالې ظریفې یعقوبي او د څلورو همکارانو د خوشې کېدو لپاره کمپاین پیل کړی دی.

د راپورونو له مخې د ښځو د چارو فعاله ظریفه یعقوبي له څلورو نورو کسانو سره د تېرې پنجشنبې په ورځ د کابل ښار په لوېدیځه برخه کې هغه مهال ونیول شوه چې هڅه یې کوله د "افغان ښځو غورځنګ" په نوم یوه نوې ډله اعلان کړي.

د مېرمن یعقوبي او د څلورو نورو ملګرو د خوشې کېدو لپاره د نړیوالو فشارونو په ترڅ کې د امریکا یوې جګپوړې ډیپلوماټې هم د شنبې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې د ښځو د حقونو دغه افغان فعاله او څلور تنه نور چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې نیول شوي وو، خوشې کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کیرن ډیکر په یوه ټوېټ کې وویل، متحده ایالات به هیڅکله هم د ښځو د ژوند، کار کولو او د سوله ییزو غونډو جوړولو له حق څخه له ملاتړه لاس وانخلي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما هم د جمعې په ورځ د ظریفه یعقوبي او څلورو نورو فعالانو د خوشې کېدو د غوښتنې ترڅنګ د ټولو افغانانو پر اساسي حقونو تاکیدو وکړ.

یوناما په یوه ټوېټ کې وویل چې سوله ییزې غونډې، د بیان او عقیدې آزادي، د ټولو افغانانو اساسي حق دی، پرته له دې چې ووېرول شي یا ونیول شي.

د طالبانو چارواکو تراوسه دغه نیوني تایید کړي او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم پرون شنبې په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې په دې اړه بې خبري وښوده او ویې ویل چې که په دې اړه دقیق معلومات ترلاسه کړي نو له رسنیو سره به یې شریک کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

ویل شوي چې په نیول شویو څلورو کسانو کې خبریالان هم شامل وو.

د راپورونو له مخې يعقوبي په لارو او کوڅو کې په لاريونونو او تلوېزيوني مناظرو کې د ګډون له لارې د افغان ښځو د زده کړو، کار او ازادۍ د حقونو لپاره مبارزه کوله او دا هغه موارد دي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په تېرو نږدې پنځلسو میاشتو کې تر ډېره محدود کړای شوي دي.

نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړواو ښځې هم په ډېرو ادارو کې له کارکولو منع کړای شوي اوهم یې پر لیرې سفرونو محدودیتونه وضع شوي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارزدافیره کیرن ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارزدافیره کیرن ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارزدافیرې کیرن ډیکر همدارنګه پرون په یوه بل ټوېټ کې په بدخشان کې له یو شمېر ښځینه محصلینو سره د ناوړه چلند په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دوی ټولګیو ته له تلو منع کړای شوي دي.

د بدخشان پوهنتون ځینې محصلانې: طالبانو په وسلو او درو ووهلو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:54 0:00

هغې ویلي چې ښځو ته باید اجازه ورکړل شي چې زده کړې وکړې څو دوی وکولای شي خپلې کورنۍ او ټولنې ته ګټه ورسوي او هم له بې وزلۍ څخه د افغانستان په را ایستلو کې مرسته وکړي.

د کورنیو او ټولنې په اقتصاد کې د افغان مېرمنو رول په تېره اوس چې اکثره کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د ملګرو ملتونو د مرستندویه ټولنو په وینا د افغانستان د وګړو څه باندې نوي سلنه یې کافي خواړه نه لري چې ویې خوري، مهم ګڼل کېږي.

د طالبانو له خوا د زده کړې، کار اوپه نورو برخو کې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه یو عمده لامل بلل کېږي چې د نړۍ هېڅ یو هېواد تراوسه د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت ونه پېژني.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG