د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۸

د جانز هاپکينز پوهنتون څېړنه: ۸۱سلنه ښځينه روغتيايي کارکوونکې د طالبانو له‌لوري زورول کېږي


يوه افغانه ډاکټره، انځور - ارشيف
يوه افغانه ډاکټره، انځور - ارشيف

جانز هاپکینز پوهنتون په یو څېړنیز راپور کې ویلي دي، په افغانستان کې په سلو کې ۸۱ ښځینه روغتیايي کارکونکي کار ته د تګ پر مهال د طالبانو له لوري زورول کیږي.

يوه روغتیا پاله چې د کابل په یو خصوصي روغتون کې دنده لري، وايي د خپلې کورنۍ لپاره یوازینۍ نفقه ګټونکې ده.

نوموړې چې د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم يې په دې راپور کې واخیستل شي وايي، نږدې هره ورځ کار ته د تګ پر مهال ورسره د شرعي محرم د نه موجودیت له امله په لاره د طالبانو له‌خوا زورول کیږي.

"د دې لپاره چې زه محرم نه‌لرم نږدې هره ورځ په لاره کې په چیک پواینټونو د ولاړو طالب وسله‌والو له لوري راته سپکې سپورې ویل کیږي"

نوموړې وايي: "د دې لپاره چې زه محرم نه‌لرم نږدې هره ورځ په لاره کې په چیک پواینټونو د ولاړو طالب وسله‌والو له لوري راته سپکې سپورې ویل کیږي، د همدې کار له امله کله خو بیخي دفتر ته نه‌ځم او زیات وخت ناوخته رسېږم، کله کله خو فکر کوم چې باید دنده پرېږدم."

دا په داسې حال کې ده چې تازه جانز هاپکینز پوهنتون په یو څېړنیز راپور کې ویلي دي، چې په افغانستان کې ۸۱سلنه ښځینه روغتیا پالانې کار ته د تګ پر مهال د طالبانو له لوري زورول کیږي.

جانز هاپکینز پوهنتون چې مرکز يې په امریکا کې دی د نړۍ په کچه یو له لویو علمي او څېړنیزو مرکزونو بلل کیږي.

د جان هاپکينز پوهنتون يوه څنډه
د جان هاپکينز پوهنتون يوه څنډه

دغه څېړنیز راپور په افغانستان کې د ښځینه روغتیاپالانو سره د مرکو پر بنسټ برابر کړی او پر خپله وېب پاڼه يې خپور کړی دی.

په مرکه کوونکو کې ۸۹ روغتیايي کار کوونکي چې له افغاني بنسټونو سره کار کوي او ۴۲ روغتیايي کارکوونکي چې له نا دولتي موسسو سره کار کوي شامل دي.

دغه شان د روغتیايي چارو له لسو پوهانو سره هم مرکې شوي، چې د ټولو مرکه کوونکو شمېر ۱۴۱ تنه کېږي.

دغه پوهنتون په خپل راپور کې د یو شمېر ښځینه روغتیايي کارکونکو له قوله ویلي دي، چې دفتر ته د تګ پر مهال ورسره د شرعي محرم د نه موجودیت له امله طالبان بد چلند کوي.

په راپور کې راغلي دي چې زیات شمېر ښځینه روغتیايي کار کونکې د محرم د نه موجودیت له امله ټکسي چلونکي له دې ویرې چې په لاره کې به يې طالبان ودروي تر کار ځایه نه وړي او دا پر وخت کار ځای ته د دوی د نه رسېدو لامل کیږي.

يوه افغانه ډاکټره، انځور - ارشيف
يوه افغانه ډاکټره، انځور - ارشيف

د جانز هاپکینز پوهنتون په راپور کې راغلي دي، همدا لامل دی چې د غیر دولتي روغتیايي مرکزونو ۸۰ په سلو کې ښځینه روغتیايي کارکونکو پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ وروسته کاري انګېزه له لاسه ورکړې ده.

په راپور کې راغلي دي،که څه هم ښځینه روغتیايي متخصصینو له ستونزو سره سره خپلو کارونو ته دوام ورکړی خو هره ورځ يې د طالبانو زورول او بد چلند تجربه کړی دی.

خو د طالبانو حکومت دغه راپور ردوي او د ځان پر ضد يې تبلیغات بولي.

جانز هاپکینز پوهنتون په خپل راپور کې دغه شان ویلي دي چې، په تېر یو کال کې زیات شمېر ښځینه روغتیايي متخصصینو افغانستان پرېښی دی او نورو هېوادونو ته کډوالې شوې دي او پاتې يې د سختو محدودیتونو له امله ډېری وخت له کورونو نه راوځي.

په راپور کې دا هم راغلي، چې امریکا او متحدین یې باید پر طالبانو فشار راوړي، چې د ښځو له بشري حقونو سرغړونې بندې کړي.

خو د طالبانو حکومت دغه راپور ردوي او د ځان پر ضد يې تبلیغات بولي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل: "روغتیايي مرکزونو ته ښځینه روغتیا پالانې په ډېر مصؤن شکل ځي او هیڅ ډول برخورد سره نه مخ شوي او نه مخ کیږي، دغه ډول اوازې سوء تفاهم رامنځته کول او پروپاګند دی، د شرعي محرم موضوع یوازې د لیرو سفرونو لپاره مطرح ده په ښار کې هیڅ اړتیا نه‌شته او نه هم کار ځای ته د تګ راتګ پر مهال د محرم مسله شرط بلل شوې ده."

ذبيح الله مجاهد
ذبيح الله مجاهد

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نږدې څوارلس میاشتې تېريږي.

په ټوله دې موده کې د نجونو په وړاندې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړل شوي، مېرمنو ته په ډېری دولتي ادارو کې د کار اجازه نه ورکول کیږي او له شرعي محرم پرته له کوره د دوی د وتلو او سفر پر محدودیت سربېره حجاب هم پرې اجباري شوی دی.

جانز هاپکینز پوهنتون په خپل څېړنیز راپور کې وړاندیز کړی، چې که د ښځینه روغتیا پالانو په وړاندې دغه وضعیت پای ونه مومي په افغانستان کې به د زېږون پر مهال د مېندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه شي.

د افغانستان يو روغتون - ارشيف
د افغانستان يو روغتون - ارشيف

له دې وړاندې هم یو شمېر نړیوالو روغتیايي بنسټونو په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله د بې‌وزلۍ له امله د مور او ماشوم په مړینه کې د زیاتوالي راپورونه ورکړی وو.

د تېر میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان [ډبیلو ایچ او] په هر سلو زرو زېږنونو کې د ۶۳۸ مېندو د مړينې راپور ورکړی و.

خو د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت په تېرې سنبلې مياشت کې وویل، د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې کموالی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG