د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

د پکتيا په روغتونونو او کلينيکونو کې لازم خدمات نه شته


د پکتيا په لرو پرتو سيمو کې لازمې روغتيايي اسانتياوې نه شته او قراردادي انجوګانې چې کله د پروپوزل سره سم د اسانتياو د نشتوالي په اړه پوښتل کيږي د نه ځواب له امله نه غواړي له رسنيو سره خبرې وکړي او د ازادۍ راډيو هڅه کړې، خو د ولسواليو د قراردادي انجو کوم مسول کس يې نه دی پيدا کړی چې د شته ستونزو په اړه يې نظر ترلاسه کړي، خو دا چې په پکتيا کې د خلکو ستونزې څه دي او شته ولايتي چارواکي يې په اړه څه وايي.

د پکتيا په لرو پرتو ولسواليو او سيمو کې خلک شکايت کوي وايي چې تش په نومونو روغتونونه او کلينکونه لري او هغه لازمې اسانتياوې نه برابروي چې د عامې روغتيا رياست او د شته قراردادي انجوګانو مسوليت دی.

د پکتيا په ټولو ۱۳ ولسواليو کې د ولسواليو او کليو په کچه روغتونونه او کلينيکونه فعال تعميرونه لري، خو په شته تعميرونو کې د خلکو له پاره روغتيايي خدمات د سيمو د خلکو او ځينو چارواکو په خبره په نشت حساب دي.

د دې ولايت د اطرافي سيمو اکثريت اوسېدونکي چې د ګردېزملکي روغتون ته مخه کوي وايي، په خپلو سيمو کې په شته کلينيکونو او روغتيايي مرکزونو کې يې په لوړه کچه اسانتياو نشتوالی لويه ستونزه ده، خو زياتوي چې د ولادي ناروغانو سره يې لومړنۍ طبي مرستې نه کېدلی شي او نه کيږي، د بېلابېلو سيمو څلورتنه مو راغږولي دي:

((زه سردارخېل د ځاځي اريوب د ګل غونډۍ کلي اوسېدونکې، زموږ په ولسوالۍ کې کلينيکونه شته، خو هغه کوم څه چې خلک غواړي نشته، ډاکټران وي خو داسې نه دي چې خلکو ته دوا ورکړي يا په وخت سره مريض علاج وشي او ګډوډي هم ده حساب کتاب داسې ډېرګډوډ دی، موږ صحت عامې نه خواهش کوو چې موږته توجه وکړي مريضانو مې ځای پرځای علاج شي او بل طرف ته تګ ته اړ نه شو اوس خو ټول مريضان پاړچينار ته انتقالوو.))

((زه محمد ايوب د سېدکرم ولسوالۍ د چينو اوسېدونکې، زنانه مريضان مې راوړي دي، روغتيايي مرکزونه شته، خو دوا نشته، ډاکټران شته خو بس هرڅوک چې ورځي راځوابوي دي او دلته ګردېز ته دې راليږي، هلته هېڅ کار نه کيږي.))

((نجيب الله د جانخېلو اوسېدونکې يم،هلته دا مساله وه زه ورغلم راته ويې ويل چې ستا کار دلته نه کيږي، جانخېلو کې کلينيک شته خو هلته ورځو نه، ځکه هلته هېڅ چار نه کيږي، ډاکټران نشته، دوا نشته او هېڅ هغه نه لري.))

((نوم مې خان عارف د زرمت ولسوالۍ د ارمې اوسېدونکې يم، زموږ په کلي کې کلينيک شته خو هلته هېڅ شی نه شته دوا نشته، ډاکټر نشته نه زنانه ډاکټره شته، درې څلور تنه زموږ د سيمې ډاکټران هلته شته، خو کار يې نه معلوميږي نو ځکه مې خپل زنانه مريض اوس دلته راوړی دی، د ولادت مشکل يې وو؛ له حکومته مې غوښتنه ده، چې خلکو سره مرسته وکړي، زموږ داسې منطقه ده چې که مريض روغ هم وي، خو د لارې خرابوالي له وجې يې که رسوې نو مريض ختم دی.))

دا خلک په خپلو روغتيايي مرکزونوکې يوازې د امکاناتو او اسانتياو نشتوالي څخه سرنه ټکوي، بلکې دا هم وايي، په هغو سيمو کې ګمارل شوې ښځينه ډاکټرانې او نرسانې امتياز د روغتيايي مرکزونو څخه اخلي او کار په شخصي کلينيکونو کې کوي يو تن مدني فعال:

((زه محمد انور صديقي د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکې، واقعاً همداسې ده ستونزې موجودې دي، د اريوب روغتون چې له کومې انجو سره دی اوس يې کارونه کمزوري دي او د فرسونل منځ کې هم بې نظمي ده، ډاکټران او نرسانې يو هم نه وي،که کله کومه پېښه کيږي يا عاجل ناروغان راوړل کيږي، څلوېښت بستريز روغتون ده خو امکانات يې د يو واړه کلينيک په کچه دي،هو ريښتيا ځينې نرسانې او ډاکټران دي امتياز له روغتون څخه اخلي او کار په خپلو شخصي کلينيکونو کې کوي.))

د نوموړي په خبره په ټولو اطرافي سيمو کې د روغتيايي مرکزونو وضعيت په همدغه ډول او تردې خراب ځکه دی چې د ځاځي اريوب غوندې يوه ولسوالۍ کې چې اکثريت خلک يې تعليم يافته دي وضعيت داسې وي نورځايونه خو به تردې خراب وي.

د دې خلکو د شکايتونو رښتينولي د ګردېزملکي روغتون د ناروغانو د مراجعينو له ورځنيو او مياشتنيو لېسټونو څخه معلوميږي، د ګردېزملکي روغتون سرطبيب ډاکټر حياګل پکتين:

((زموږ د (او-پي-ډي) ناروغان اکثره له ولسواليو څخه مراجعه کوي چې شمېر يې د مياشتې لس زره دولس زره شاوخوا کيږي چې زياتره يې بايد په ولسواليو کې تداوي شي، خو دوی دلته راځي او يا رالېږل کيږي چې دا په خپله زموږ په امکاناتو بده اغېزه لري او موږ نه شو کولای چې له خپلو امکاناتو ښه ګټه واخلو.))

نوموړی دا هم وايي، په نورو روغتيايي مرکزونوکې د بشپړو امکاناتو او اسانتياوو نشتوالي او خدماتو نه ترسره کېدو د خلکو زياتې مراجعې او غوښتنو دوی هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دا چې په رښتيا هم د خلکو او ملکي روغتون د مسولينو يادې شوې ستونزې ډېرې دي او په اطرافي سيمو کې په هغه ډول چې لازمه ده خدمات نه ترسره کيږي، د پکتيا ولايتي شورا وکيل ايوب غروال وايي:

((د مثال په ډول لنډ درته ووايم چې د ګل غونډۍ کلينيک، د عالي سنګۍ کلينيک او د بيلوټ کلي کلينيکونه بند دي او هلته چې د ورځې به ۱۵۰۰ ناروغان ورتلل او اسناد موجود دي، اوس خلک له ستونزو سره مخ دي او همدا ډول د دريو ځدراڼو ولسواليو، زرمت او نورو ولسواليو لپاره دې جدي پاملرنه وشي، ځکه هلته بيخي د خلکو شکايتونه زيات دي.))

نوموړی د دې ترڅنګ چې د څو روغتيايي مرکزونو نومونه اخلي دا هم وايي چې په ټولو اطرافي سيموکې د عامې روغتيا رياست او وزارت د نظارت د کمزورۍ له امله، د ډاکټرانو او نرسانو غيرحاضري د ولادي ناروغانو د مړينې کچه هم لوړه کړې.

د خلکو شکايتونه او چارواکو شته ستونزې مو، د عامې روغتيا رياست سرپرست ګل محمدين منګل مخ ته کېښودې، هغه وويل:

((په بعضې منطقو کې د امنيت ستونزه ده او په دې اوس وخت کې چې موږ له کومې لويې ستونزې سره مخ شوي يو، په پکتيا کې هغه انجوګانې چې پينځه کاله يې په ولسواليو کې صحي خدمات عرضه کول په ولسواليو کې د هغوی د کارموده ختمه شوې او عامې روغتيا وزارت اوس له نوې انجو سره قرارداد کړی دی او اوس يې د تسلېمېدو پروسه جريان لري، نو په دې کې خامخا يو څه ستونزې پرتې او مشکلات خامخا وي.))

نوموړي هغه ډول چې د خلکو ستونزې او شکايتونه وو، ځواب ورنه کړلی شو، نو د خلکو د شکايتونو او غوښتنو د ډېروالي په اساس مولاهم هڅه وکړه چې د ځينو روغتيايي مرکزونو يادې ستونزې او د خدماتو د نشتوالي خبره د نورو چارواکو سره ياده کړو، نو د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وويل:

((زه هم د ولسونو سره همغږی يم، منتها هغه پروپوزلي کلينيکونه ډېر جوړ شوي وو، موږ په هغو کې خدمات نه عرضه کول او اوس مو کار کړی چې هلته هم فعاليتونه شروع کړو او په هره ولسوالۍ کې خپلې ستونزې لرو، لوی دليل يې دا دی، چې کله، کله امنيتي مسايل هم د دې سبب شي چې ښه خدماتو عرضه کېدو مخه ونيسي.))

سهي سره له ډېرو پوښتنو دا ونه ويل چې د دې ستونزو د هواري لپاره يې څه اقدامات کړي دي، خو زياته يې کړه چې د عامې روغتيا وزارت نوي پلان سره به ګام اخلي او هغه تړل شوي او غيرفعال کلينيکونه به فعالوي او خلکو ته به په خدماتو کې جدي تغير راولي.

د روغتيايي مرکزونو ستونزه يوه جدي ستونزه ګڼل کيږي، خو د چارو کارپوهان او مدني فعالان وايي، په روغتيايي مرکزونو کې د ډاکټرانو او نرسانو نشتوالی او غير حاضري د دې باعث کيږي چې د خلکوعادي ناروغي د لويو ناروغيو سبب وګرځي او د دې څخه ورهاخوا د ولادي ناروغانو د مړينې کچه لوړه کړي.

راپور- داود تپان – پکتيا

XS
SM
MD
LG