د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

په پکتيکا کې په اوسط ډول هره ورځ د زېږون پرمهال يوه مور يو ماشوم مري


د پکتيکا اوسېدونکي وايي ښځينه ډاکټرې نه لري او د ښځينه ډاکټرانو د نشتوالي له امله په اوسط ډول د ورځې يوه مور او يو ماشوم د زېږون پرمهال مري.

د پکتيکا اوسېدونکي وايي چې په ولايت کې يې د ښځينه ډاکټرو د نشتوالي له وجې د زېږون پرمهال د مور او ماشوم د مړينې کچه بيخي زياته شوې.

دوی وايي په ټوله پکتيکا کې چې ۲۲ رسمي او غير رسمي ولسوالۍ لري د نفوسو شمېر يې له يونيم ميلون اوړي خو يوه ښځينه ډاکټره لري.

خلک وايي دغه ښځينه ډاکټره په اوونۍ کې درې يا څلور ورځې د پکتيکا مرکز ښرنې په مرکزي روغتون کې رسمي فعاليت کوي خو د نورو لرو پرتو سيمو او ولسواليو ولادي ناروغانې د مرګ له خطر سره مخ دي.

د پکتيکا اوسېدونکي د ښځينه ډاکټرانو د نشتوالي له امله د مور او ماشوم د مړينې د کچې د زيات والي خبره کوي او وايي هره ورځ په پکتيکا کې د ولادي ناروغانو د مړينې شمېر زياتېدونکی دی او په خبره يې ولايتي او مرکزي اداره د دوی دغې ستونزې ته د هواري په لارو چارو په پيداکولو کې پاتې راغلې :

”ياره دلته ۲۲ ولسوالۍ دي که مبالغه نه وي يوه ښځينه ډاکټره به نه وي پکې، دلته په مرکز ښرنه کې يو دوه ښځينه ډاکټرانې دي هغه هم کله وي او کله نه وي، موږ يې له دې ځايه قياسوو چې دغه ډاکټرانې هم په کار نه پوهيږي د مور او ماشوم د مړينې کچه خو بيخي اضافه ده“

”ښځينه ډاکټرې خو نشته، قابله ګانې نشته، د نشتوالي له وجې يې زموږ ښځې نارينه ډاکټران ګوري، دلته نارينه ښه او تکړه ډاکټران نشته ښځينه خو ډېره سخته ده “

” په هره ولسوالۍ کې بايد ډاکټران وي، هلته نارينه ډاکټران نشته ښځينه ډاکټرې خو بيخي نشته او بل دلته د شته ډاکټرانو چلند خراب دی، له نرسانو سره خبرې نه کيږي له ډاکټر سره خو بيخي نه کيږي يوه ښځينه ډاکټره ده مشکلات زيات دي ۲۲ ولسوالۍ دي د ورځې يوه دوه درې او څلور ښځې له ماشومانو سره مري “

د دغو خلکو خبرې د مدني ټولنو فعالان هم تاييدوي او په پکتيکا د مور او ماشوم د مړينې کچې لوړوالي يوازنی لامل په دې ولايت کې د مسوليت نه احساس او په دې برخه کې د کارکوونکو بېغوري ګڼي .

د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې وياند عبيدالله سرروضه وال ازادۍ راډيو ته د ټليفون له لارې وويل چې په پکتيکا ولايت کې د ښځينه ډاکټرانو او قابله ګانو د نشتوالي له امله که مبالغه ونه شي په اوسط ډول هره ورځ يوه ښځينه ناروغه او ماشوم مري او لسګونه د مرګ له ګواښ سره مخ دي :

” دلته په پکتيکا کې واقعاً د ښځينه ډاکټرانو د نشتوالي له امله د ورځې يوه مور د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي، دلته خلک له مشکل سره مخ دي او هېڅ پام نه دی ورته شوی“

د پکتيکا د عامې روغتيا ريس ډاکټر ولي ګل د خلکو دغه شکايت مني چې په دې ولايت کې ښځينه ډاکټرانې نشته خو دا ردوي چې په دې ولايت کې د مور او ماشوم مړينه دومره زياته وي.

دی وايي چې د پخوا په پرتله د دې ولايت د ښځينه ناروغانو د مړينې کچه د قابله ګانو د زياتوالي له امله کمه شوې ده :

” نو موږ خو دا وايو چې په مرکزي شفاخانه کې موږ يوه ښځينه ډاکټره لرو او يوه په اورګون کې لرو او قابلګانې په ټولو سيمو کې شته، او د مور او ماشوم مړينه د پخوا په پرتله تر ډېره کمه شوې “

د نوموړي په خبره په ټول ولايت کې ۲۲ قابله ګانې لري چې اته يې يوازې په ښرنه کې کار کوي او نورې يې په ۲۲ ولسواليو کې په شته روغتيايي مرکزونو کې په کار بوختې دي.

راپور – داود تپان – پکتيکا
XS
SM
MD
LG