د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

د روغتيا په برخه کې د امريکا په مرستو کې اختلاس


د امريکا د پوځ ورځپاڼې سټاراينډ سټرايپس په خپلې تازه ګڼه کې د افغانستان د روغتيا په برخه کې د امريکا په مرستو کې د اختلاس مساله څيړلې ده.

دغې ورځپاڼې په افغانستان کې د امريکا د بيا رغاونې د ادارې د سرمفتش د يوه نوي رپوټ په استناد ويلي دي چې؛ د امريکا نړېوالې پراختيايي ادارې يوازې د روغتيا په برخه کې د افغانستان د عامه روغتيا له وزارت سره په ميليونونو ډالر مرسته کړې ده او د دې پيسو د لګښت په برخه کې کوم ضمانت هم نه دی اخيستل شوی.

په افغانستان کې د امريکا د بيارغاونې د ادارې يا سيګار، رپوټ د پنجشنبې په ورځ خپور شو او په هغه کې ويل شوې دي چې د افغانستان روغتيا وزارت ته ۲۳۶ ميليونه ډالر ورکړل شوې دي، خو دا مرسته داسې شوې ده چې د هغې د لګيدو څارنه ګرانه ده، نو د دې پيسو د ضايع کيدو، اختلاس او ناوړه ګټې اخيستنې امکانات زيات شوې دي.

سيګار اداره څرګندوي چې له افغانستان سره د روغتيا په برخه کې مرستې د دې لپاره شوې چې په روغتونونو او کلنيکونو کې افغانانو ته روغتيايي خدمات چمتو شي.

د امريکا د پوځ ورځپاڼه بيا ليکي، چې د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې يا يو ايس ايډ مرستې له يو شمير موسسو سره هم شوې دي، څو په څو ولايتونو کې روغتيايي خدمات ترسره کړي، خو سيګار اداره څرګندوي چې له دې مرستو د سمې ګټې اخيستنې لپاره کوم ضمانت نه دي اخيستل شوي.

د سټار اينډ سټرايپس ورځپاڼې په نظر د امريکا د سرمفتش اداره په خپل رپوټ کې څرګندوي چې د روغتيا په برخه کې يو ايس ايډ ۱۹۰ ميليونه ډالر ځانګړې کړي و چې د دې برخې د ۱۲۷ ميليونو ډالرو د لګښت سندونه شته او د پاتې ۶۳ ميليونو ډالرو حساب کتاب درک نه لري.

د لويديځ يوې بلې خپرونې هم د افغانستان د روغتيا مساله څيړلې ده. د سولې او جګړې انسټټيوټ په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان په جنوب کې د ښځينو ډاکټرانو د کمبود مسالې ته اشاره کړې او ليکي، په پکتيا کې ښځينه ډاکټرانې دومره لږې دي چې حامله ميرمنې د درملنې لپاره لرې لرې ځايونو ته ځي او حتي نورو ولايتونو ته د درملنې لپاره سفر کوي.

د سولې او جګړې انسټټيوټ بيا د پکتيا د څو تنو اوسيدونکو په وينا څرګندوي چې د ښځينه ډاکټرانو د شمير په کميدو کې بې امنيو لاس کړي دي.

خپرونه د پکتيا د روغتيايي چارواکو په وينا ليکي، د ښځو او ماشومانو مړينه په دې ولايت کې د همدې ښځينه ډاکټرانو د لږ شمير له امله زياته شوې ده او دوي هڅه کوي چې په روغتيايي برخه کې ډيرې ښځې جذب کړي.
XS
SM
MD
LG