د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

چارواکي: خوست کې د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټه شوې


د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې د یاد ولایت له یوه روغتیايي کلینک پرته نورو ټولو روغتیايي مرکزونو کې ښځینه ډاکټرانې او نرسانې ګمارل شوي او په‎دې سره د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې کموالی راغلی دی.

دوی یادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د عامې روغتیا په چوکاټ کې له دوه کلونو مسلکي زده‎کړو څخه د ۵۴ تنو ښځينه قابله‎وو او نرسانو د فارغېدو په ځای کې ازادي راډیو ته وکړې.

د خوست د عامې روغتیا سرپرست رئيس ډاکټرګل محمدالدین محمدي وايي، دوی هڅه کوي د دا ډول ښوونیزو پروګرامونو له لارې مور او ماشوم ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

ګل محمدالدین محمدي زیاتوي:

"۵۴ تنه ښځینه قابله‎ګانې او نرسانې د نارويژن کمېټې په مالي مرسته د نرسانې له ښوونځي څخه فارغې شوې، تر دې دمه موږ په خوست ولایت کې ۱۷۵ نفره قابله وې او ۶۱ نرسانې فارغې کړي دي او د خدمت لپاره مو ټولنې ته تقدیم کړي دي، موږ د خوست په دېرشو کلینکونو کې له یوه پرته ښځینه قابله وې او نرسانې شتون لري، تر څو موږ د دې په واسطه وکولای شو، خویندو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو."

خوست کې د نرسنګ د پروګرام مشره رابعه حلیم وايي، دوی غواړي ټولنې ته د دې نرسانو او قابله‎وو د معرفي کولو له لارې هغه سپینې ساحې چې تراوسه هم ښځينه ډاکټره، نرسه او قابله په کې نشته ډکې کړي او د عامې روغتیا هغه هدف چې د موږ او ماشوم د مړینې د کچې ټیټول دي، لا اقل ورته نېږدې شو.

رابعه حلیم وايي:

"زموږ هیله داده لکه څرنګه چې پخوانې فارغانو سپین ځایونه ډک کړي دي، دوی به هم وکولای شي چې پاتې ساحات ډک کړي او د وزارت هغه لوی هدف چې هغه د مور او ماشوم د مړینې د کچې ټیټول دي، حد اقل به ورته نږدې شو، دې نجونو کې تر اوسه ۱۶ تنه استخدام شوي او نورو ته به هم ځایونه پیدا شي."

د نرس قابله‎ګۍ د زده‎کړو د دې پروګرام فارغو نجونو په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې له هر ډول پلمې پرته به په اطرافو او ولسوالیو کې خپلو سیمو ته ځي او د مور او ماشوم د ژوند په ژغورنه کې به خپلې وعدې سرته رسوي.

د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا په چوکاټ کې د نرسنګ او قابله ګی د دوه کلنو پروګرامونو سربیره په‎دې وروستیو کلونو کې په خصوصي سکټور کې هم د نرسنګ او د نیمه روغتیايي زده کړو مرکزونه جوړ شوي چې سلګونه خوستۍ نجونې په کې پر زده کړو بوختې دي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG