د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

وکيلان: انجوګانې په پکتيا کې سم روغتيايي خدمات نه وړاندې کوي


په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازې راضيه سعادت ازادي راډيو سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې دې له نږدې څخه په ولايت کې د شته يو شمېر کلينيکونو او مرکزي روغتون وضعيت کتلی او په دې اړه يې له خلکو هم ګڼ شکايتونه ترلاسه کړي دي.

راضيه سعادت وايي، په دې ولايت کې روغتيايي قراردادي انجوګانې د پروپوزل مطابق خدمات نه وړاندې کوي او په ډېرو لېرو پرتو سيمو کې د اېم ډي ښځينه ډاکټرانو، نرسانو، قابله ګانو او نور پرسونل نشتوالی د دې باعث شوی چې يو شمېر خلک هوايي معاشات ترلاسه کړي.

اغلې سعادت زیاته کړه:

"کلينيکونه پسې مو قلف بند دی، دا لنډو ولسواليو احمدابا، مېرزکه او همداسې نورو ته ورشئ، ټولو ته قلف پروت دی او د هغو کلينيکونو قابله هم معاش اخلي او هم ډاکټر خو يو هم نشته هوايي معاش اخلي او نه هلته دوا موجوده ده، موږ عادي زنانه مريض له ګردېزه کابل ته وړو، د شفاخانې حالت مو دې ته رسېدلی دی."

نوموړې وايي چې دوی په وارونو، وارونو مرکزي او ولايتي ادارې څخه غوښتي دي چې خلکو ته د خدماتو په کيفيت کې ښه والی راولي او انجوګانې مجبور کړي چې په سيمو کې د پروپوزل مطابق خدمات وړاندې کړي، خو لاهم د دوی په خبره کوم تغير نه حس کيږي چې دوی يې په غبرګون څرګندولو مجبور کړي.

د روغتيايي خدماتو د کمزورۍ خبره، په ولسي جرګه کې د پکتيا نور استازي هم کوي وايي چې د غوره صحي خدماتو نشتوالي له امله د خلکو ستونزې ورځ تربلې زياتېدونکي دي او د مخنيوي لپاره يې بايد حکومت جدي اقدام وکړي.

وکيل ابراهيم غښتلی وايي:

"د صحت په برخه کې موږ په ډېره پيمانه سره ستونزې لرو، بسترونه کم دي، شفاخانه وړوکې ده، کلينيکونه شته تعميرونه شته، ولې متاسفانه ډاکټران نشته، قابله ګانې نشته، لويې ستونزې لرو باالخصوص د ښځينه ناروغانو په برخه کې لويې ستونزې لرو ان د قابله ګي په سطحه خدمات نه شو وړاندې کولای په کلينيکونو کې."

دی دا هم زياتوي چې د پرسونل کموالی او د ظرفيت نشتوالی په اطراف کې د مور او ماشوم د مړينې کچې لوړېدو باعث شوي دي چې دا برخه واقعاً د اندېښنې وړ ده او حکومت يې بايد دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

د وکيلانو دغه خبرې په پکتيا کې د قراردادي انجوګانو مسؤلين نه مني وايي چې دوی د خپل پلان او پاليسي مطابق مخکې روان دي او خدمات وړاندې کوي.

په دې ولايت کې د MRCA مسول ډاکټر ولايت خان احمدزی وايي:

"موږ هغه خدمات چې د بې.پي.اېچ.اېس د پاليسي مطابق دي او د عامې روغتيا وزارت او اېم.ار.سي.اې د پروپوزل مطابق موږ په ټولو روغتيايي مراکزو کې خدمات وړاندې کوو او په ټولو ولسواليو کې هېڅ ستونزه نه لرو او ټول کلينيکونه فعال دي، دوا مو په وخت ورته رسولې ده، يوه ستونزه لرو چې دا په ټول افغانستان کې عامه ده چې د اېم ډي ډاکټرانو پيدا کول دي."

دی دا هم وايي چې که په کومو مرکزونو کې ستونزه وي، دوی يې د حل لپاره وخت په وخت اقدام کوي او د مرکزي روغتون چارې د يوې بلې انجو هلت نېټ (HNI) له لوري اداره کيږي چې مسؤلين يې سره له پرلپسې هڅو په روغتون کې د شته ستونزو او د خلکو د شکايتونو ځواب په اړه پیدا نه کړل.

د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې په دې وروستيو کې د پخوا په پرتله د دوی خدمات ښه شوي دي.

د پکتيا عامې روغتيا رياست سرپرست ډاکټر شېر محمد نقشبندي زیاتوي:

"موږ د پکتيا په ټولو روغتيايي مرکزونو کې ۵۴۰ تنه پرسونل لرو چې اوس ۲۵ کم دی، هغه هم ۸ ښځينه ډاکټرانې او ۳ قابله ګانې کمې دي، نور پوره دي او په ټولو کلينيکونو کې قابله ګانې موجودې دي، هو په شفاخانه کې خو مرګ او مير وي، اخطلاتات او ستونزې وي، دلته هم ناروغان ښه کيږي هم مري."

د باکيفيته صحي خدماتو د نشتوالي دغه شکايتونه په پکتيا کې داسې مهال راپورته کيږي چې له تېرو نږدې دوو کلونو راهيسې په پکتيا کې عامې روغتيا رياست اداره د سرپرستانو له لوري اداره کيږي او تر دې مهاله ورته کوم کس د ريس په توګه نه دی معرفي شوی، د چارو کارپوهانو په خبره که دا جريان لا هم دوام وکړي او يو کس د ريس په توګه ونه ګمارل شي، د روغتيا وضعيت به لا خرابۍ خواته لاړ شي.

راپور- داود تپان پکتيا

XS
SM
MD
LG