د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۵۸

د پکتيا اوسېدونکي او وکيلان: په ۱۳ ولسواليو کې يوه مسلکي ډاکتره هم نه‌شته

د پکتيا اوسېدونکي او د ولايتي شورا وکيلان وايي، د دغه ولايت په ۱۳ ولسواليو کې چې څومره روغتونونه او کلينيکونه موجود دي په ډېرو کې يې دوی د ښځينه مسلکي پرسونل د نشتوالي له امله له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخ دي.

د پکتيا د ولايتي شورا غړی حفيظ‌الله مبارز وايي، د ۱۳ ولسواليو په کچه په کلينيکونو او روغتونونو کې لويه ستونزه د ښځينه مسلکي پرسونل نشتوالی دی.

دی وايي:

"په ولسواليو کې هغه کلينيکونه چې فعال دي مسلکي پرسونل‌يې يا کم دی او يا يې بيخي نه‎لري. په ۱۳ ولسواليو کې د خلکو لويه ستونزه همدغه د مسلکي ښځينه ډاکترانو نشتوالی دی چې موږ سره‌يې شکايتونه شريک کړي دي. په مرکزي روغتونونو کې چې د ځاځي اريوب او څمکنيو ده هلته هم موږ مسلکي ډاکترانې نه‎لرو چې خلک له دې ستونزې سره مخ دي."

د ده په وينا، د ولسواليو په کچه دغه ستونزه ډېره جدي او د حل لپاره‌يې ډېر ځله دا موضوع د عامې روغتيا له رياست سره شريکه کړې چې په دغه ولايت کې له قراردادي صحي انجوګانو څخه وغواړي چې په کلينيکونو او روغتونونو کې مسلکي ښځينه ډاکترانې وګماري.

د ولايتي شورا يو بل غړی المير بهرامزوی هم د دې ستونزې يادونه کوي وايي چې په لیرو پرتو ولسواليو کې د ښځينه مسلکي پرسونل د نشتوالي سره سره د صحي خدماتو کيفيت ټيټ دی.

دی وايي:

"د پرسونل نشتوالی دی چې په ډېرو کلينيکونو کې مسلکي پرسونل نه‎شته په ۱۳ ولسواليو کې ښځينه ډاکټرانې نه‎لرو چې ډېر کله خدمات ډېر ټيټ وي او بله خبره دا هم ده چې دوی ډېر بې‌کيفيته درمل روغتونونو او کلينيکونو ته لېږي."

دی زياتوي، د سلګونه خلکو شکايتونه‌يې په دې برخه کې ترلاسه کړي چې د دوی ښځينه ناروغانې د ولسواليو په کلينيکونو او روغتونونو کې نه‌تداوي کېږي او ډېر کله شخصي کلينيکونو ته مراجعه کوي.

د پکتيا د عامې روغتيا رئيس ډاکتر ولايت خان احمدزی د مسلکي ښځينه ډاکترانو کموالی ستونزه ګڼي، خو وايي چې په دغه ولايت کې د قراردادي روغتيايي انجوګانو خدمات د وزارت د لايحې مطابق وړاندې کېږي.

د پکتيا د عامې روغتيا رئيس ډاکتر ولايت خان احمدزی
د پکتيا د عامې روغتيا رئيس ډاکتر ولايت خان احمدزی

ښځينه ناروغانې د ولسواليو په کلينيکونو او روغتونونو کې نه‌تداوي کېږي.

دی وايي:

"پرسونل، سامان الات او خدمات ټول د «بي، في، اېچ، اېس» د پالېسۍ مطابق موږ وړاندې کول او په هغه کې اوس موږ تغیير نه‎شو راوستلی، ځکه دا د ټول افغانستان لپاره د عامې روغتيا وزارت پالېسي ده او موږ به‌يې هم تطبيقوو."

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:16 0:00
مستقیم لېنک

نوموړی زياتوي يو شمېر هغه ابتکاري کارونه چې د کلينيکونو په خدماتو کې ښه‌والی او زياتوالی راوستلی شي د دوی تر کار لاندې دي او د ښځينه مسلکي پرسونل د زياتوالي په اړه له عامې روغتيا وزارت سره ناستې شوې دي چې په راتلونکي کې به دغه ستونزه هم تر ډېره کمه شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG