د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

شل کلن معتاد حمید څنګه جوړ شو او کار یې پیدا کړ؟


حمید په ایران کې معتاد شو، په همدې نشو کې شل کاله له کوره لیري اوسېده، خو اوس په یوه نادولتي دفتر کې د برقي سامان الاتو د جوړوونکي په توګه کار کوي.

حمید په افغانستان کې دننه او بهر شل کاله پرله پسې د بېلابېلو نشو خوند کتلی دی، شل کاله له کورنۍ او خپلوانو څخه ليري اوسېدلی، لوږی، تندي او نور کړاوونه يې ګاللي، خو اوس په يوه دفتر کي کار کوي او له خپله ژونده ډېر خوښ دی.

ده ځانګړې شنه دریشي اغوستې او په یوه لویه کوټه کې د برقي سامان الاتو په جوړولو لګیا دی.

دا چې ده څنګه نشه پرېښوده او تر دې ادارې یې څنګه ځان را ورساوه؟ په دې اړه به خپله حميد راته ووايي:

"په ایران کې معتاد شوم، سخت کارونه مي کول، له سګرېټو مې پیل وکړ او تر پورډرو پوري ورسېدم، شل کاله مې نشه وکړه او یو کال بندي هم شوم، کله چې کور ته راغلم، خپلوانو مرسته راسره وکړه، اوس روغ یم او دا دی کار کوم، مخکې مې کار نه شوای کولای، ټولو راڅخه نفرت کاوه."

له يوې خوا د کورنۍ مرسته او له بلي خوا د نشو له ژوند څخه خواتوری کېدل او نفرت د دې لامل شول چې حميد لومړی د لوګر د معتادینو ساحوي کلینیک ته ولاړ او بيا له هغه ځایه د پکتیا په یوه روغتون کې بستري کړای شو.

په دې اړه د ده معالج، ډاکټر مسرور وايي:

"حمید زموږ د لوګر مرکز له خوا پکتیا ته معرفي کړل شو، هلته يې درې مياشتي تېري کړې، دی ډېر فعال سړی و، هلته يې دوې میاشتې په شفاخانه کې د رضا کار په توګه کار وکړ، تر دوو کالو پوري زموږ تر څارنې لاندې و، اوس وظيفه لري او روغ سړی دی."

اعتیاد له حمید څخه هر څه اخیستي و، تر علاج وروسته دی اړ و چي خپل کورنی اقتصاد بيرته جوړ کړي، هغه و چي تر يو لړ هڅو وروسته يې په یوه نادولتي موسسه کې کار پیل کړ.

دا چې حمید ولې د لسګونو کسانو له ډلې څخه غوره او بريالی وبلل شو؟ د ده ادارې مسئوول ډاکټر منصور یې په اړه وايي:

"پنځه کاله مخکې موږ يوه مسلکي کس ته اړتیادرلوده، پوسټ مو اعلان کړ، په دې لړ کې حمید هم درخواستي راولېږله، موږ ته دی تر نورو ماهر او مناسب ښکاره شو، ځکه مو د دې کار لپاره غوره وباله، دی اوس زموږ د مرکزي دفتر تخنیکي مسئول دی او برقي سامان آلات ترمیموي، دی پر يوه وخت څو کارونه کوي او لوړه کاري روحيه لري، ځکه ډېرې ستونزې يې ګاللي."

حمید د نشې پر مهال په کلونو کلونو له کورنۍ څخه لري پاته شوی او کورنۍ هم د پوډري په سترګه ورته کتل، خو کله چې يې له نشې لاس واخیست اوس بيرته کورنۍ ومانه او له هغوی سره په ګډه خوشاله ژوند لري.

د حمید یو نږدې خپل یې په اړه وايي:

"حمید زما ماما دی، زه وړوکی وم چې دی ایران ته تللی و، هغه مهال زه نه پوهېدم چې ماما لرم، انا به مې فیته ورلېږله او په دردناکه لهجه به یې خبري ورته کولې، اوس روغ دی، ټوله ورځ کارکوي، اوس ټوله کورنۍ ورسره خوشاله ده، په لومړیو کې کورنۍ ورسره ورانه وه، همدې نفرت هغه د اعتیاد پرېښودلو ته وهڅاوه، اوس ټوله کورنۍ ښې اړيکي ورسره لري".

ډېری کسان په دې نظر دي چې معتادین تر علاج وروسته د بېکارۍ له امله بېرته نشې ته مخه کوي او له اقتصادي پلوه د کورنۍ د اوږو بار وي، خو حمید د خپل کلک هوډ او مسلکي کار له برکته بريالی شو چې د خپلي کورنۍ اقتصاد جوړ او خوشاله ژوند ولري.

راپور: محمد ایاز ترنک

XS
SM
MD
LG