د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

کابل کې د فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه؛ بینیټ: نیونې باید د قانون پر اساس وي


ارشیف: له معترضو ښځو سره د طالبانو د چلند یو انځور
ارشیف: له معترضو ښځو سره د طالبانو د چلند یو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر له طالبانو غوښتي دي چې د ښځو د حقونو فعاله ظریفه یعقوبي او د هغې همکاران خوشې کړي.

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر وولکر تورک وايي چې طالبانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ښځو د یوې مدني ټولنې د خبري غونډې پرمهال پنځه کسان نیولي دي.

ښاغلي وولکر بېګا پر ټویټر په یوه بیان کې د ظریفې یعقوبي نوم نه دی اخیستی، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما په یوه جلا بیان کې ویلي چې له طالبانو سره د ظریفې یعقوبي د وضعیت په اړه تماس نیول شوی.

ظریفه یعقوبي
ظریفه یعقوبي

ښاغلي وولکر ویلي، پر افغانستان له واکمنو طالبانو غواړي چې بشري حقونه رعایت کړي او دا یقین ترلاسه کړي چې ټول توقیفونه به د قانون پر بنسټ او د وګړو بشري حقونو ته د درناوي په اساس وي.

یوناما پر ټویټر په خپل بیان کې ویلي دي چې ټول افغانان د ګواښلو او توقیف له وېرې پرته د سوله ایزو غونډو، د بیان او نظر د حق اساسي آزادۍ لري.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ هم د بشري حقونو د لوی کمېشنر او یوناما له غوښتنې سره خپل غږ غبرګ کړی او پر ټویټر په یوه بیان کې یې د ټولو افغانانو لپاره د غونډو او بیان د آزادۍ د حق غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې که څوک نیول کېږي، باید د قانون په اساس وي او د نیول شوي کس حقونو ته باید درناوی وشي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ

د بشري حقونو یو شمېر فعالان پر طالبانو تور لګوي چې ظریفه یعقوبي او د هغې څلور همکاران یې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې د ښځو د غورځنګ په نوم مدني بنسټ د اعلان پرمهال نیولې دي.

د شوې ادعا له مخې په نیول شویو څلورو کسانو کې خبریالان هم شامل وو.

د ښځو د حقونو فعالې ثریا پیکان
د ښځو د حقونو فعالې ثریا پیکان

د ښځو د حقونو فعالې ثریا پیکان په دې اړه آزادۍ راډیو ته وویل: "د طالبانو له خوا د ظریفې یعقوبي او د هغې د همکارانو له نیولو معلومېږي چې د طالبانو حکومت عدالت نه رعایت کوي. دا عمل له بشري حقونو او نړیوالو معیارونو سره مخالف دی."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم واخلي، خو له پرله پسې هڅو سره سره ونه توانېد.

طالبان پر افغانستان د واکمنېدو له پیله په دې تورن دي چې د ټولو افغانانو پر بشري حقوقونو په تېره د ښځو پر آزادیو یې محدودیتونه لګولي دي.

له شپږم د لوړو ټولګیو د زده کوونکو نجونو پر تعلیم بندیز، له ډېری ښځو څخه د کار د حق تروړل او د ښځو پر آزادنه تګ راتګ محدودیت هغه مسایل دي چې طالبان یې په نړیواله کچه منزوي کړي او نتیجه یې دا چې نړیوالو د دوی حکومت تراوسه په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG