د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

د مخکیني نظام د یوه جنرال زوی: طالبانو زما پلار 'محمد ابراهیم جهادیار' نیولی


جنرال محمد ابراهیم جهادیار
جنرال محمد ابراهیم جهادیار

جنرال محمد ابراهیم جهادیار چې د تېر جمهوري حکومت د دفاع وزارت په مختلفو بستونو کې یې کار کړی، د کورنۍ غړي یې ادعا کوي وايي، چې نوموړی د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د حکومت له لوري نیول شوی دی.

د جنرال محمد ابراهیم جهادیار د کورنۍ غړي ادعا کوي وايي، نوموړی د پنجشنبې په ورځ د کابل په قلعه فتح الله سیمه کې نیول شوی او تر اوسه د نوموړي د ځای او وضعیت په اړه دوی ته هېڅ معلومات نه دي ورکړل شوي.

د جنرال جهادیار زوی ظهور سیرت ازادي راډيو ته وویل، پلار یې د تېر حکومت د دفاع وزارت په بېلابېلو بستونو کې کار کړی او نوموړی یې د طالبانو له لوري د نیولو لامل هم دا بولي.

ویل کېږي کې جهادیار د افغانستان په دفاع وزارت کې پر بېلابېلو برخو کې دندې پرمخ بیولي.
ویل کېږي کې جهادیار د افغانستان په دفاع وزارت کې پر بېلابېلو برخو کې دندې پرمخ بیولي.

سیرت ازادي راډيو ته وویل: "د پنجشنبې په ورځ د طالبانو یوه ډله زموږ کور ته را دننه شوه او زما واړه ورونه او خویندې یې وګواښل او وې وهل. پلار ته مې دا اجازه ورنه کړه چې جامې او خپل بوټونه بدل کړي او په ډېرې بې عزتۍ یې ولچک کړ. د نیولو لامل یې هم دا دی چې مخکې یې په امنیتي ځواکونو کې په لوړ بست کې کار کړی دی."

سیرت وايي، سره له دې چې پلار یې حقوقي قضیه نه درلوده او طالبانو هم تل ویلي چې عمومي بخښنه یې کړې ده، خو نه پوهېږي چې ولې یې پلار نیول شوی دی.

جنرال محمد ابراهیم جهادیار داسې مهال د طالبانو د حکومت له لوري نیول کېږي چې تازه په ټولنیزو شبکو کې یو کمپاین پیل شوی چې په کې د مخکیني حکومت د امنیتي ځواکونو د ژغورلو غوښتنه شوې ده.

د دې کمپاین یو ملاتړی او د مخکیني حکومت د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینوارى د دې کمپاین هرکلي کوي خو وايي، د طالبانو په واکمنۍ کې د مخکیني حکومت امنیتي ځواکونه له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

جنرال اجمل عمر شینوارى
جنرال اجمل عمر شینوارى

شینواري وویل: "متاسفانه په تېرو ۱۴ میاشتو کې چې طالبان واکمن شوي دي، د افغانستان د وسله وال پوځ ډېر منسوبین په ډېر فجېع ډول شهیدان شوي، ځورول شوي او هر ځای کې پيغورونه ورکول کېږي چې دا د ټولو دیني او افغاني دودونو خلاف عمل دی."

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور که څه هم په ځانګړي ډول د جنرال ابراهیم جهادیار د نیولو په اړه زموږ پوښتنه ځواب نه کړه، خو وې ویل: "اسلامي امارت عمومي بخښنه کړې ده. هېڅوک په دې نوم نه نیول کېږي چې په تېر نظام کې یې دنده کړې ده، که نوی جرم یې نه وي کړی، د تېرو جرمونو یا په تېر نظام کې د کار کولو په خاطر هېڅوک هم نه نیول کېږي."

د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما هم د چنګاښ په ۲۹مه په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه په خپل راپور کې ویلي و چې د طالبانو د سرپرست حکومت غړو د تېر کال د اګست له پنځلسمې د جون تر پنځلسمې نېټې پوري د پخواني حکومت لږ تر لږه ۱۶۰ کارکوونکي وژلي او په دې کار سره یې هغه بخښنه په دوامداره توګه نه ده عملي کړې چې دوی اعلان کړې وه، خو هغه مهال طالبانو دا ادعا رد کړې وه.

تر دې مخکې د جمهوري حکومت د امنیتي بنسټونو کارکوونکو هم ازادي راديو ته ویلي و چې د طالبانو له وېرې په پټه ژوند کوي.

هغه وخت دې ځواکونو او تازه د افغان ځواکونو د ژرغونې د اوسني کمپاین پرمخ وړونکو غوښته کړې چې د مخکیني حکومت همکاران او نړیوال بنسټونه دې دا ځواکونه یا بهر ته ولېږدوي او یا دې هم په افغانستان کې د دوی د خوندي ژوند لپاره هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG