د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

د هدفي وژنو ځینې قربانیان: طالبانو ته نږدې کسان په هدفي وژنو کې ښکېل دي


کابل کې وسله وال طالبان
کابل کې وسله وال طالبان
د طالبانو له‌خوا د کابل له نیولو دوه ورځې وروسته، دې ډلې مخکې له دې چې خپله سرپرسته کابینه اعلان کړي، د اګسټ په ۱۷مه د جمهوري نظام د کار کوونکو په ګډون نظامیانو ته هم عمومي بښنه اعلان کړه.

هغه بښنه چې د هر ورځې په تېرېدو یې د عملي کېدو د څرنګوالي په اړه پوښتنې را پورته کېږي.

داسې خبرونه ډېر خپرېږي چې د مخکني حکومت نظامیان د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې وژل کېږي او مسوولیت یې پر طالبانو اچول کېږي. هغه پړه چې نه یې د څېړنې لپاره وخت مساعد دی او نه یې هم طالبان مني.

ازادي راډیو په دې راپور کې له یوه داسې کس سره خبرې کړي چې په کندهار کې یې د کورنۍ دوه غړي د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هدفي بریدونو کې وژل شوي.

د عدالت هیله لري، خو له دې وېرې چې هسې نه د غږ پورته کېدو وروسته دا هم سر وخوري، نه غواړي د خپلې کورنۍ د وژل شوېو کسانو نومونه واخلي او غږ یې خپور شي: "دوی پخواني نظامیان وو، طالبانو له بښنې سره-سره ووژل. له ډاره نه شو ویلای چې ولې مو داسې وکړل، تاسې خو بښنه اعلان کړې ده."

خو له دې قربانیانو یو بل نصیر احمد وکیل‌زاده دی. هغه د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ د جنایي جرمونو پرضد د مبارزې امر و چې د لیندۍ په ۴مه نېټه په خپل کور کې ووژل شو.

د هغه د کورنۍ یو غړی وايي، وکیل‌زاده پر ټیلفون خبرې کولې چې وسله‌‌وال یې کور ته دننه شول او په مرمیو یې ووېشت: "نصیر احمد وکیل‌زاده د مخکني حکومت له سقوط وروسته د شهرک ولسوالۍ په بازار کې دکانداري کوله. له چا سره یې شخصي دښمني هم نه درلود."

د ده په خبره، طالبانو د دې پېښې په اړه لومړیو کې یو شمېر کسان ونیول، خو وروسته یې بېرته پرېښودل.

خو د ده د کورنۍ نور غړي بیا دوی ته د شته ګواښونو له امله چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، نصیر احمد وکیل‌زاده طالبانو وژلی دی.


یوه بله پېښه کې بیا چې د لړم په ۳مه نېټه وشوه، د ملي امنیت ریاست د جي‌پي‌اېس څانګې د نقشه‌جوړونې مرستیال محمد داوود صافی د کابل د بي‌بي مهرو په سیمه کې ووژل شو.

د ښاغلي صافي پخواني همکاران وايي، هغه د طالبانو د حکومت له پیل وروسته هم، خپلې دنده مخ‌ته وړه.

د هغه یو همکار چې ورته د شته ګواښونو له امله نه غواړي نوم یې خپور شي، ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت لومړی خپلو کسانو ته د ښاغلي صافي په مرسته زده‌‌کړه ورکړه او کله چې یې د زده‌کړې بهیر پای ته ورسېد، هغه یې په مرموز ډول ترور کړ.

د کاپیسا اوسېدونکی ولي الله هم ادعا کوي چې ورور یې حفیظ‌الله چې د ملي مقاومت جبهې قوماندان و او د طالبانو له‌خوا نیول شوی و، له ډېر شکنجې او وهلو ټکولو وروسته، وژل شوی دی.

د هغه په خبره، طالبانو یې ورور د لیندۍ په ۴مه د کابل ـ کاپیسا پر لویې لار ونیوه او له دوه ورځو شکنجې وروسته یې وواژه: "دوه شپې له دوی سره بندي و. په ډېره بې‌رحمانه ډول یې د شکنجې لاندې وژلی و. لاس او پښې یې څو ځایه ماتې وې او جسد ته یې ورته زیات سپکاوی کړی و. "

د کاپیسا اوسېدونکی ولي الله هم ادعا کوي چې ورور یې حفیظ‌الله چې د ملي مقاومت جبهې قوماندان و
د کاپیسا اوسېدونکی ولي الله هم ادعا کوي چې ورور یې حفیظ‌الله چې د ملي مقاومت جبهې قوماندان و

په ورته وخت کې د ملي امنیت یو پخوانی چارواکی چې دی هم ورته د شته ګواښونو له امله نه غواړي هویت یې خپور شي ادعا کوي چې طالبانو د لیندۍ په ۳مه نېټه د کندز د ښاري امنیت امر بهاالدین په خان اباد ولسوالۍ کې ترور کړ.

د سرچینې له قوله، د حبیب‌الله په نوم د ملي اردو یو افسر د لړم په ۱۰مه نېټه د خوست په مرکز او د ملي امنیت د دولسمې حوزې یو کار کوونکی د لړم په ۲۵مه نېټه د کابل په احمدشاه بابا مېنه (ارزان قیمت) کې د طالبانو له‌خوا وژل شوي دي.

د ملي امنیت ریاست دا پخوانی چارواکی زیاتوي، طالبانو دوه میاشتې وړاندې د غزني ښار د قصبې سیمې څخه د فاضل په نوم د ملي امنیت یو کار کوونکی له خپل کوره وایست او تر نننه یې د حال احوال درک نه‌شته.

دا سرچینه د لړم په وروستیو او د لیندۍ په لومړیو کې د طالبانو له‌خوا د پکتیا ولایت په مرکز او ولسوالیو ته پر لار د ملي امنیت او د ملي اردو د دوو سرتېرو له نیولو او د دوی له وهلو ټکولو وروسته، د بېرته خوشې کېدو ادعا هم کوي.

دې دواړو سرتېرو هم ازادي راډیو سره خبرو کې دا پېښه تایید کړه، خو و یې نه غوښتل نوم او غږ یې خپور شي.

خو د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال احمد وثیق ازادي راډیو سره خبرو دا ټولې ادعاوې رد کړې او وايي، د دوی حکومت په دې ډول پېښو کې لاس نه لري.

دی وايي: "موږ دا ادعا په کلکه ردوو چې ویل کېږي د تېر نظام، نظامیان وژل کېږي. د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه عمومي بښنه اعلان کړه. له دې څخه چې هر چا ګټه اخیستې، هغوی ژغورل شوي او په امن پاتې شوي دي. تراوسه هېڅ داسې ثبوت او شواهد نه دي وړاندې شوي چې دا کسان دې وژل شوي وي."

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال احمد وثیق وايي، دا ادعا په کلکه ردوي چې ویل کېږي د تېر نظام، نظامیان وژل کېږي
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال احمد وثیق وايي، دا ادعا په کلکه ردوي چې ویل کېږي د تېر نظام، نظامیان وژل کېږي

دا په داسې حال کې ده چې د لیندۍ په ۹مه نېټه د بشري حقونو څار سازمان وویل، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د دې هېواد د پخوانیو امنیتي ځواکونو تر ۱۰۰ زیات سرتېري یا له محکمې پرته اعدام کړي او یا یې په جبري توګه تري تم کړي دي.

د دې سازمان په راپور ادعا شوې وه چې د اګسټ له ۱۵مې نېټې څخه د اکټوپر تر ۳۱مې نېټې پورې د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۴۷ غړي چې طالبانو ته تسلیم شوي او یا نیول شوي وو، وژل شوي او یا نادرکه دي.

د بشري حقونو د څار سازمان وویل، داسې معتبر راپورونه ورسره دي چې ښيي د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او پخوانیو حکومت پلوو ملېشو تر ۱۰۰ زیات پخواني غړي په غزني، هلمند، کندهار او کندز ولایتونو کې د طالبانو له‌خوا وژل شوي او یا ورک شوي دي.

د دې راپور له خپرېدو وروسته، د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون د نړۍ ۲۲ مهمو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه ټینګار وکړ چې دا کړنه د بشري حقونو څخه جدي سرغړونه او د طالبانو له‌خوا د اعلان شوې عمومي بښنې سره ټکر کې ده.

دې هېوادونو د دې څېړنو د پایلو د خپرېدو غوښتنه هم کړې وه، څو په سم‌لاسي ډول د نورو ورکېدونو او وژنو مخنیوی وشي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو د څار سازمان د راپور او د نړۍ د ۲۲ هېوادونو د اعلامیې په غبرګون کې وویل، دا راپور بې‌بنسټه دی او د خپرې شوې اعلامیې په اړه څېړنه کوي.

XS
SM
MD
LG