د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

ملګري ملتونه طالبانو ته: د جنسيت پر بنسټ هر ډول تاوتريخوالی پای ته ورسوئ


ارشيف
ارشيف

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو د نړیوالې ورځې سره سم، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ له طالبانو غوښتي چې په دې هېواد کې د جنسیت پر بنسټ، هر ډول تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

د یوناما له‌خوا په دې اړه ازادي راډیو ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو په نقض او محدودېدو سره، انساني او اقتصادي ناورین لا پسې زیات شوی دی.

دې اعلامیه کې ملګرو ملتونو سازمان له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې یوې تل‌پاتې سولې ته د رسېدو لپاره باید له ښځو سره د تاوتریخوالي د پای ته رسولو په برخه کې بې له ځنډه معنا لرونکي ګامونه پورته کړي.

افغانستان کې د ښځو د حقونو په نقض او محدودېدو سره، انساني او اقتصادي ناورین لا پسې زیات شوی دی."

اعلامیه کې همدا ډول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوام او د وخت په تېرېدو سره د دې چارې په عادي کېدو اندېښنه ښودل شوې ده.

د یوناما په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د ښځو څانګې د استازې الیسون داویدیان له قوله لیکلي شوي: "موږ وینو چې هره ورځ د نجونو او ښځو پر وړاندې د هغوی په کورونو، کار او عامه ځایونو تاوتریخوالی د عادي کېدو پر لور درومي."

طالب ویاندویانو تازه په دې اړه خپل نظر نه‌دی څرګند کړی، خو له دې وړاندې یې ویلي، په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي، هغه چوکاټ چې طالبانو د خپلې نوې واکمنۍ په ۱۵ لومړنیو میاشتو کې تعریف کړی نه‌دی.

په افغانستان کې په نجونو او ښځو د طالبانو د نویو بندیزونو په دوام، دوی نجونې او ښځې ښاري حمامونو، عامه پارکونو او سرپټو کلپونو ته له تلو منع کړي دي.

"د افغان ښځو بنسټیز حقونه باید خوندي شي او د یوه داسې چاپیریال د جوړېدو لپاره چې له هر ډول تاوتریخوالي پاک وي"

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د اعلامیې په وروستیو کې د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا له قوله لیکل شوي: "د افغان ښځو بنسټیز حقونه باید خوندي شي او د یوه داسې چاپیریال د جوړېدو لپاره چې له هر ډول تاوتریخوالي پاک وي، باید کوټلي ګامونه پورته شي."

مېرمن اوتنبایوا زیاتوي، د ښځو د حقونو خوندیتوب، په افغانستان کې د ثبات، سوکالۍ او تل‌پاتې سولې یو مهم لامل دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي استازولۍ په اعلامیه کې دا هم لیکل شوي چې دوی به په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د زیانمنو نجونو او ښځو بېلابېلو اړتیاو ته د ځواب ویلو لپاره هڅې وکړي.

کابل کې د افغان مېرمنو لاريون، انځور - ارشيف
کابل کې د افغان مېرمنو لاريون، انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر هم د جمعې په ورځ ټوېټرپاڼه لیکلي: "د مرستندویه ښځو پرته، د امیندوارو مېرمنو، ماشومانو، نجونو او ښځو سره به اړینې مرستې کول ستونزمن کار وي."

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ماموریت هم په خپله ټوېټرپاڼه له ټولو غوښتي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او تبعیض له کمپاین سره یوځای شي.

اروپايي ټولنه وړاندې لیکي: "د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په ورځ، نړۍ نارنجي کېږي."

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او نا برابرۍ نړیوال ۱۶ کمپاین د نومبر میاشتې له ۲۵مې پیلېږي او د ډسمبر په لسمه چې د بشري حقونو نړیواله ورځ ده، پای ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG