د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

يو شمېر ښځينه فعالانې: طالبان خپله بقا د مېرمنو ازادۍ محدودولو کې ويني


يو شمېر افغان مېرمنې کابل کې د لاريون پر مهال، انځور - ارشيف
يو شمېر افغان مېرمنې کابل کې د لاريون پر مهال، انځور - ارشيف

په تېره یوه اوونۍ کې په کابل درې معترضه مېرمنې نیول شوې دي، هغه مېرمنې چې د خپلو حقونو د ټینګښت او ازادیو لپاره یې په واټونو او کله کله هم د طالبانو له ویرې په سر پټو ځایونو کې اعتراضونه کول.

د دغو معترضه نیول شویو مېرمنو د کورنۍ غړې او همکارانې ادعا کوي، چې دوی د طالبانو له‌خوا نیول شوي هغه ادعا چې طالبانو یې په اړه څه نه‌دي ویلي.

اوس یو شمېر ښځینه فعالانې وايي، طالبان د ښځو له فعالیت ویره لري او او د دوی په خبره، د خپل حکومت بقا د مېرمنو د ازادیو او حقونو په محدود کولو کې ویني.

"له هغې راهيسې چې دوی قدرت ته رسېدلي دي د ښځو د ازادۍ او حقونو د محدودولو په تړاو یې ۳۰ مکتوبونه صادر کړي"

په تېر جمهوري نظام کې د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون د ښځو په برخه کې کمېشنره شبنم صالحي د طالبانو حکومت تورنوي چې د ښځو په ضد دی.

نوموړې وايي: "له هغې راهيسې چې دوی قدرت ته رسېدلي دي د ښځو د ازادۍ او حقونو د محدودولو په تړاو یې ۳۰ مکتوبونه صادر کړي، د دوی له دغې رویې نه دا ښکاري چې د طالبانو تفکر له بنسټ څخه د مېرمنو په ضد دی، له بلې خوا دوی د ښخو د فعالیت او ویښتیا نه ویره لري، د دې لپاره که مېرمنې ټولنیز او سیاسي فعالیتونه ولري د دوی بقا لنډيږي همدا لامل دی چې دوی د خپل بقا لپاره کار کوي، هر هغه غږ چې د دوی په وړاندې پورته کېږي هغه محدودوي."

افغان مېرمنو او نجونو په ځلونه د خپلو زده‌کړو اوکار حق غوښتنې لپاره لاريونونه وکړل، انځور - ارشيف
افغان مېرمنو او نجونو په ځلونه د خپلو زده‌کړو اوکار حق غوښتنې لپاره لاريونونه وکړل، انځور - ارشيف

په افغانستان کې د ولسي جرګې پخوانې غړې شینکۍ کړوخېل بیا د طالبانو دغه کړنه له اسلام نه د دوی ناسم اخیست په ګوته کوي.

"هغه محدویتونه چې دوی د افغان ښځو په وړاندې رامنځته کړي دا د دوی تنګ نظري او د مېرمنو سره تاوتریخوالی په ګوته کوي"

د مېرمن کړوخېل په خبره، د افغانستان نیم نفوس مېرمنې جوړوي او طالبان نه‌شي کولای په داشان پالیسو سره د دوی ونډه په سیاست، اقتصاد او ټولنیزو برخو کې کمرنګه کړي.

اغلې کړوخېل وايي: "هغه محدویتونه چې دوی د افغان ښځو په وړاندې رامنځته کړي دا د دوی تنګ نظري او د مېرمنو سره تاوتریخوالی په ګوته کوي، د دې تر څنګ له اسلام نه د دوی بې خبري ښېي، له بلې خوا دوی فکر کوي چې د ټولنې نیم نفوس د اسلام او شریعت په نوم له ټولنیز ژوند، سیاسي او اقتصادي اړخونو نه حذف کړي، دوی فکر کوي چې په دغه ډول باندې به یې حکومت دوام پیدا کړي، زما په نظر دا یوه لویه ستراتیژیکه تېروتنه ده، چې باید به دغو پالیسو باندې له سره جدي غور وکړي."

شينکۍ کړوخېل
شينکۍ کړوخېل

پر افغان ښځو د دغو محدیتونو پر دوام په یو تازه اقدام کې د طالبانو حکومت ښځې له تفریحي پارکونو منع کړي چې دغه کړنه یې د نړېوالو له‌خوا له تندو غبرګونونو سره مخ شوې.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، چې دوی د ټولو افغانانو ازادي د شریعت او اسلام په چاوکاټ کې ټینګه کړې.

نوموړی وايي: "د شریعت او اسلام له نظره ټول بشري حقونه منل شوي او د ټولو خلکو حقونه ټینګ شوي دي او په‌کې ستونزه نه‌شته، موږ له خپل اړخه د خلکو حقونو ته ژمن یو، خلک په ثبات کې ژوند کوي، له جګړې لرې دي، هر ورځ یې ستونزو ته رسېدنه کېږي."

له یو کال زیات وخت شو چې طالبانو له شپږم ټولکي پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلي دي، له شرعي محرم پرته یې په لرې واټن د ښځو په سفر بندیز لګولی اوکله نا کله یې د حجاب د نه مراعتولو په بهانه پوهنتون ته نجونو د تګ مخه هم نیولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه جانز هاپکینز پوهنتون په یو راپور کې ویلي، چې د طالبانو له لوري په مېرمنو د سفر محدویتونو دوی خپلو دندو ته د تګ پر مهال له ستونزو سره مخ کړي او په دغه وضیعت کې د مېرمنو لاس‌رسی روغتیايي اسانتیاو ته هم له ستونزو سره مخ شوی.

XS
SM
MD
LG