د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

امیري: د طالبانو افراطیت د بې ثباتۍ، بې وزلۍ او د خلکو د تېښتې لامل کېږي


د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، څوک چې په افغانستان کې له بنسټ پالنې یا افراطیت وېره لري باید په افغان نجونو او ښځو د طالبانو د محدویتونو له سیاست هم وېره ولري.

د طالبانو له لوري د محدویتونو پر دوام په ځانګړي ډول وروستي اقدام ته چې مېرمنې یې له تفریحي پارکونو منع کړي امریکايي چارواکو اندېښې ښودلي.

تازه د افغان ښځو او نجونو او په دغه هېواد کې د بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هغوی ته په خطاب کې چې له بنسټ پالنې یا افراطیت وېره لري ویلي، دوی باید د طالبانو د د دې سیاست په اړه هم چې افغان نجونې او ښځې یې له کار او تعلیم، ان له کوچنۍ خوښۍ لکه پارک ته له تګ هم محرومې کړی اندېښنه ولري.

نوموړې د شنبې په ورځ ناوخته په خپل ټوېټر لیکلي، د طالبانو له خوا دا بنسټ پالنه به د بې ثباتۍ، د بې وزلۍ د رامنځته کولو او له افغانستانه د ډېرو خلکو د تېښتې لامل شي.

اغلې امیري په داسې حال دا څرګندونې کوي چې طالبانو په یو تازه اقدام کې ښځې له تفریحي پارکونو او حمامونو منع کړي.

د کابل تفرېحي پارکونو ته د ښځو په ورتګ نوي محدودیتونه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00

د طالبانو حکومت ویاندویانو د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو له دې وړاندې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهى عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر ازادي راډيو ته ویلی و چې په تفریحي پارکونو کې د مناسب چاپېریال د نه موجوديت امله له دغه پرېکړه شوې ده.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرین ډیکر هم د شنبې په ورځ په خپل ټوېټر پاڼه د طالبانو ورستۍ پریکړې، چې مېرمنې یې له تفریحي پارکونو منع کړي غندلې.

دغه شان د بشري حقونو سازمان د اسیا څانګې مشرې پاټریشیا ګاسمن د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته په یو پیغام کې ویلي چې طالبانو په دغې پرېکړې سره وښوده چې دوی هېڅ بشري حقونو ته درناوی نه لري.

پاټریشیا ګاسمن
پاټریشیا ګاسمن

په ورته وخت کې بیا یو شمېر ښځنیه فعالانې د طالبانو له لوري د افغان ښځو پر وړاندې محدویتونو ته په اشاره سره وايي، چې نړیواله ټولنه باید د دغه محدویتونو د لرې کولو لپاره یوه ورځ هم ځنډ ونه کړي.

د ښځو د حقونو فعالې مونسې مبارز په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "که د یو انسان له ادرسه او همداراز له بشري اړخه د افغانستان قضیې ته کتنه وشي دغه وضعیت جدي د اندېښنې وړ دی. که نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه کومه پرېکړه کوي زموږ په باور یوه ورځ هم که ځنډېږي، ناوخته دى."

اغلې مبارز وايي، نړیواله ټولنه باید د افغانستان د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو د حقونو په برخه کې لاس په کار شي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د طالبانو حکومت نظر د دغو څرګندونو په اړه واخلي، خو د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد اړیکې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ښځو د حقونو يوه فعاله ظریفه یعقوبي نیولې او د 'افغانستان د خود جوشه مبارزه مېرمنو د خوځښت' د غړۍ فرحت پوپلزۍ د نیول کېدو په ادعا هم شوې.

فرحت پوپلزۍ
فرحت پوپلزۍ

د دغه دوو ښځینه فعالانو همکارانې ادعا کوي چې طالبانو د دوی ملګرې نیولي او تر اوسه یې په اړه هېڅ معلومات نه لري.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اغلې یعقوبي د نیول کېدو په اړه ویلي و چې معترضه مېرمنې د افغانستان نه له بهر امر اخلي چې په خبره يې د بې باورۍ فضا رامنځته کړي.

په داسې حال کې چې طالبانو تل د افغان ښځو د حقونو د ټینګښت په برخه کې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې ځانونه ژمن بللي، خو له ۱۵ میاشتو راهیسې چې دوي په افغانستان واکمن شوي له شپږم ټولکي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړل شوي، په دولتي ادارو کې مېرمنې له کاره ګرځول شوي او په کور ناستې دي.

دغه راز په لرې واټن کې مېرمنې له محرم پرته د سفر اجازه هم نه لري او په تازه اقدام کې مېرمنې له تفریحي پارکونو، حمامونو او سپورټي ځایونو هم منع شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG