د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

د امريکا شارژدافيره ښځينه فعالانو ته: د افغانستان راتلونکي ته کار وکړئ


کرن ديکر
کرن ديکر

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن دیکر په پاکستان کې له یو شمېر افغان مېرمنو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې په افغانستان کې د یوې داسې راتلونکې لپاره کار وکړي تر څو د ټولو افغان مېرمنو حقوقو ته په‌کې درناوی وشي.

بل پلو یو شمېر ښځینه فعالانې چې غواړي بېرته افغانستان ته وګرځي خو د طالبانو له ویرې دغه کار ته زړه نه ښه کوي.

د ښځو فعاله راضیه بارکزۍ چې اوس مهال له افغانستانه بهر ده وايي، کلونه یې د خپلې روښانه راتلونکې او ظرفیت لوړونې لپاره کار وکړ او هیله یې درلوده چې یوه ورځ به افغانستان کې روښانه راتلونکی ولري خو د تمې خلاف په ناڅاپي ډول کډواله شوه.

اغلې بارکزۍ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، غواړي یوه ورځ بېرته افغانستان ته وګرځي خو د طالبانو تر کنټرول لاندې یې یوه ورځ د ژوند کولو لپاره ډاډ نه‌شته.

"د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې زموږ د ژوند تضمین نشته"

نوموړې وايي: "د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې زموږ د ژوند تضمین نه‌شته پاتې خو دا چې طالبان دې موږ ته د خپلې واکمنۍ پر مهال ټول حقوق خوندي او د اعتماد فضا رامنځته کړي."

راضیه بارکزی وايي، ځوانان او ښځینه فعالانې دې هڅه وکړي تر څو افغانستان له اوسني ناورین نه وژغوري.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن دیکر په پاکستان له یو شمېر ښځینه فعالانو سره لیدلي دي.

نوموړې چې اوس مهال هم پاکستان کې ده په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي: "د افغان مېرمنو سره په عاطفي خبرو کې ما د هغوی په سترګو کې هغه بل اور ولیده چې غواړي بېرته خپلو کورنو ته لاړې شي خو هغوي ویره لري چې جبري ودونو ته مجبوره نه‌شي، د کار او تحصیل له حقونو محرومې نه‌شي، هغوی غواړي چې حقوق یې تضمین شي."


نوموړې همدا راز لیکلي چې افغان مېرمنې د خپلو حقونو د تضمین غوښتنه کړې.

کرن دیکر په پاکستان له افغان مېرمنو غوښتې چې قوي و اوسي.

له بلې خوا بیا یو شمېر نورې ښځینه فعالانې په دې باور دي چې په افغانستان کې د مېرمنو لپاره وضیعت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.

د افغانستان د موج تحول ګوند غړې او ښځینه فعاله فاطمه مسعود په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "اوس نو یو طرف افغانستان پاتې او بل طرف د طالب زور او تاوتریخوالی، د ښځو وضیعت د خرابېدو په حال کې دی، طالبان د افغان مېرمنو د ښه کېدو لپاره هیڅ یوه برنامه نه‌لري، ورو ورو افغان ښځې او نجونې له کار، تعلیم او پرمختک نه محرومیږي، زه باوري یمه چې وضیعت له دې نور هم خرابیږي."

طالبانو پر افغان مېرمنو بېلابېلو برخو کې سخت محدوديتونه لګولي دي، انځور - ارشيف
طالبانو پر افغان مېرمنو بېلابېلو برخو کې سخت محدوديتونه لګولي دي، انځور - ارشيف

موږ هڅه وکړه چې د کرن دیکر د اندېښنو په اړه د طالبانو نظر واخلو خو د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد په دې برخه کې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو له دې وړاندې یې ویلي و چې د ښځو ټولو حقوقو ته د اسلامي شریعت په رڼا کې ژمن دي.

د ښځینه فعالانو اندېښنې په داسې حال کې مخ په زیاتېدو دي چې یوازې په تېره یوه اونۍ کې دوه ښځینه فعالانې ظریفه یعقوبي او فرحت پوپلزۍ د طالبانو له‌خوا نیول شوي.

همدا راز په تازه مورد کې ښځې له حمام او پارکونو نه هم منع شوې چې دغې چارې تند غبرګونونه له ځان سره درلودل.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له دې وړاندې ویلي و چې معترضه مېرمنې له بهر نه امر اخلي تر څو د بې باورۍ فضا رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG