د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

پنجشېر کې پر طالبانو د یوه ځایي دوکاندار د وژلو ادعا شوې


ارشیف: د پنجشېر په یوه څنډه کې طالب وسله وال
ارشیف: د پنجشېر په یوه څنډه کې طالب وسله وال

په پنجشېر ولایت کې پر طالبانو د یو ځایي دوکاندار د وژل کېدو ادعا شوې ده.

د دې ولایت یو اوسېدونکی ادعا کوي چې ورور یې طالبانو د پنجشبنې په ورځ تر سختې شکنجې وروسته وژلی.

نوموړی چې نه غواړي نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، ورور یې غلام ایشان سره له دوه نورو ملګرو د سې شنبې په ورځ طالبانو له ځان سره یوړل.

هغه وايي چې طالبانو غلام ایشان او ورسره ملګري یې د مقاومتیانو سره د همکارۍ په تور له ځانه سره وړي وو.

د غلام ایشان د ورو د ادعا له مخې، طالبانو یې ورته ورور سخت وهلی او وروسته بیا وژلی دی.

نوموړي زیاته کړه: "کیسه خو داسې ده چې موږ په اطرافو کې ژوند کوو، ۹ دانې غواګانې ورکې شوې وې، دوی تللي وو حصارک ولسوالۍ ته او هلته یې ددوی له قرار ګانه خط هم اخیستی و، هملته طالبانو دوی رانیولي او ښه وهلي. زما ورور دوکاندار و او په وروستیو کې د بېکارۍ له امله یې دوکان هم تړلی و، دلته اوس هېڅ څوک ځواب ویوونکي نه دي."

دا پېښه د پنجشېر ولایت د درې ولسوالۍ اړوند د عبدالله خېلو په کلي کې د پنجشنبې په ورځ رامنځته شوې.

د غلام ایشان ورور هلته په سیمه کې د طالب ځواکونو لخوا ورته نورو پېښو ته هم اشاره کوي.

غلام ایشان چې په عبدالله خېلو کلي د خوراکي توکو دوکان درلود له نوموړي پنځه لوڼې او کونډه مېرمن پاتې شوه.

دغه پېښه په ټولنیزو رسنیو کې هم په پراخه کچه غندل شوې ده.

د ټولنیزو رسنیو زیات شمېر کاروونکو طالبان په دې برخه کې د بشري حقونو په نقض تورن کړي.

له بلې خوا د بشري حقونو څارونکی ماهر مومند بیا د طالبانو دغه کړنه د بشري حقونو خلاف او غیر انساني عمل بولي.

هغه د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د بشر د حقونو لسمه ماده دا وايي کله چې یو څوک په جرم باندې تورن شي د محکمې لخوا باید د هغه جرم په عادلانه ډول ثابته شي او بیا جزا ورکړل شي. نو دا چې یو څوک بیدون له محکمې نه شکنجه کېږي د بشر د حقونو خلاف کار دی او په کله کې غندم. ډېر خواشینونکی خبر دی چې د یو انسان ژوند په داسې ډول د طالبانو لخوا اخیستل کېږي."

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د دې پېښې پخلی بل ډول وکړ.

هغه ازادي راډيو ته وویل، طالب ځواکونو دوه کسه د ده په وینا مخالفین نیولي وو چې د تېښتې هڅه یې کوله چې یو وویشتل شو او بل یې ټپي شو.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

نوموړی وایي، هغه کسان چې په سیمه کې و ټول نیول شوي او محکمې ته سپارل شوي تر څو ترې څېړنې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنېټ پنجشېر ولایت ته په خپل سفر کې او له هغې وروسته چې نوموړې له افغانستان د خپل سفر د پای اعلان وکړ په یو ټوېټ کې په افغانستان د بشر حقونو وضیعت د اندېښنې وړ وښود.

هغه ویلي و چې طالبانو په ښکاره او پراخه کچه بشري حقونه نقض کړي او دغه لړۍ روانه ده.

خو د طالبانو حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ښاغلي بېنېټ راپور رد کړ او د دوی پر ضد یې تبلیغات وبلل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG