د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير: افغانستان کې د نجونو زده‌کړې بهرنی کلتور دی


د کابل پوهنتون محصلانې، انځور - ارشيف
د کابل پوهنتون محصلانې، انځور - ارشيف

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم وايي، په افغانستان کې د نجونو زده‌کړې بهرنی کلتور دی او د امان الله خان او ظاهر شاه په وختونو کې افغانستان ته راوړل شوی.

په کابل کې د یوولسم ټولکي زده‌کونکې مریم احمدي وايي، تعلیم یې حق دی او باید ورکړل شي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل، د ښوونځیو دروازې باید پرانیستل شي.

اغلې احمدي وايي: "زه یوه نجلۍ یم او درس ویل زما حق دی، سخته ده چې زموږ ښوونځي تړلي او موږ نه پرېږدي چې تحصیل وکړو، تقریبا له یو کال زیات وشو موږ ښوونځیو ته نه ځو، زموږ لپاره دا ډېره سخته ده چې ومنو نور ښوونځیو ته نه ځو."

خو دا یوازې مریم نه‌ده چې له ښوونځي محرومه شوې ښايي ددې په څېر ډېرې نورې افغان نجونې هم له زده‌کړو محرومې پاتې وي.

"زه یوه نجلۍ یم او درس ویل زما حق دی، سخته ده چې زموږ ښوونځي تړلي او موږ نه پرېږدي چې تحصیل وکړو"

له بلې خوا وروسته له هغې چې د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم په افغانستان کې د نجونو زده‌کړې د بهرنیو کلتور یاد کړ دغو څرګندونو ته ګن شمېر خلکو تند غبرګونونه ښودلي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې ځينو کارونکو لیکلي چې پر ښځو او نارینو د علم زده کول فرض دي او دا اجازه د اسلام دین مسلمانانو ته ورکړې.

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم په یوې غونډه کې چې ویډو يي د چهارشنبې ورځې ناوخته پر ټولنیز رسنیو خپره شوه ویلي، په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو کلتور بهرنی دی او دا د امان الله خان او ظاهر شاه له وختونو افغانستان ته راوړل شوی.

نوموړي ويلي: "دغه امان الله هغه څه وکړه، لاړ په غربیانو وګرځېده او له ها خوا یې دغه فرموله راوړه چې ښځې ولې په کورنو کې ناستې دي؟ ښځې ولي مکتبونو ته نه ځي؟ همدغه عياشۍ نخسه یې راوړله او غوښتل یې چې په افغانستان کې یې عملي کړي."

ښاغلي ندیم دا هم ویلي چې یوشمېر کسان هغه مهال ظاهر شاه ته ورغلی و او د دې پرېکړې مخالفت یې کړی و خو د نوموړي په خبره چې ظاهر شاه دغه کسان پلچرخي زندان ته اچولي و په داسې حال کې د پلچرخي زندان په ۱۹۷۵ کال کې د سردار محمد دواد خان لخوا جوړ شوی و.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې ددغې ویډو دقیقه نېټه پیدا کړي خو د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند احمد تقي په خپل تویټر لیکلي چې دا ویډو پخوانی ده.

نوموړي ویلي دا ویډو د هغه مهال ده چې ندا محمد ندیم د کابل والي و.

له دې سره خوا کې افغان ښځو لپاره د امریکا ځانکړې استازې رینا امیري وايي، د ازبیکستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان له چارواکو او د تونس، اندونیزیا او د اسلامي همکارۍ له سفیرانو سره یې لیدلي او هغوی ټول له‌دې سره موافق و چې د افغان نجونو زده‌کړې ضروري دي.

اغلې امیري تېر ماښام په یوه ټویټ کې لیکلي چې دا لیدنې کتنې یې په روانه اوونۍ کې له هغو هېوادونو سره چې د وګړو اکثریت یې مسلمانان دي، د دوامدارو تماسونو یوه برخه ده.

له کله نه چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شوي ۴۳۸ ورځې کېږي چې افغان نجونې له شپږم ټولکي پورته ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي.

که څه هم د نجونو د ښوونځيو پرانيستلو غوښتنه کېږي، خو طالبانو په دې اړه تر اوسه کومه پرېکړه نه‌ده کړې.

XS
SM
MD
LG