د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۷

د محصلانو نړيواله ورځ؛ ښځينه محصلانې: له ډېرو محدوديتونو ستړي شوي يو


د کابل پوهنتون ښځينه محصلانې، انځور - ارشيف
د کابل پوهنتون ښځينه محصلانې، انځور - ارشيف

د محصلانو نړيوالې ورځې په رارسېدو سره یو شمېر ښځینه محصلینې او هغه ځوانان چې له تحصیل بې برخې پاتې دي وايي، له زیاتو محدویتونو ستړي شوي او په بد حال کې دي.

د بدخشان پوهنتون يوه محصله چې د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو له لوري وضع شوي محدودیتونو یې په روح او روان منفي اغېز کړی او د درس ویلو انګېزه یې ترې اخیستې.

"په دغه ورځ چې د محصل نړيواله ورځ ده ډېر د تاسف او اندېښنې ځای دی چې موږ په بد وضیعت کې یو"

نوموړې وايي: "په دغه ورځ چې د محصل نړيواله ورځ ده ډېر د تاسف او اندېښنې ځای دی چې موږ په بد وضیعت کې یو، زموږ له نړيوالې ټولنې غوښتنه ده چې موږ ته پام وکړي په ځانګړي ډول نجونو ته."

يوه بله محصله چې دا هم بدخشان پوهنتون کې پر زده‌کړو بوخته ده وايي، په ډېرې ویرې سره خپلو درسونو ته دوام ورکوي او د زده‌کړو هغه شوق نه‌دى ور پاتې، چې د طالبانو له واکمنۍ مخکې يې درلود.

دا هم چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي: "زه چې نن درس ویلو ته ځم ویرېږم چې شاید څوک مې دروي او یا د حجاب لپاره راته څه ووايي، دې ټولو زموږ په روح او روان زیات اغېز کړی او د درس ویلو انګېزه اوس موږ ته نه‌ده پاتې."

د بدخشان پوهنتون محصلانې، انځور - ارشيف
د بدخشان پوهنتون محصلانې، انځور - ارشيف

موده وړاندې د بدخشان پوهنتون یو شمېر نجونو محصلینو ادعا کړې وه، چې د حجاب په اړه د پوهنتون امنیتي کسانو ګواښلې وې.

له کومه چې طالبان بياځلي په افغانستان واکمن شول په ښوونځیو کې یې د نجونو او هلکانو ټولګي جلا کړل او له محصلینو یې وغوښتل چې په اوونۍ کې درې ورځې نجونې او درې ورځې هلکان خپلو درسونو ته ولاړ شي.

د اقتصادي ستونزو له امله نه‌شم کولای چې خپلو درسونو ته دوام ورکړم."

له دې سره خوا کې طالبانو په ټولو ښځو په ځانګړي ډول ښځنیه محصلینو حجاب هم اجباري کړ.

یو شمېر ځوان محصلین هم په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ اغېزمن شوي دي.

په دوی کې ځینو محصلینو د اقتصادي ستونزو له مله خپلې زده‌کړې په نیمه کې پرېښودلې او کار ته يې مخه کړه.

فیصل، هغه محصل چې خپلې زده کړې یې په نیمه کې پرېښودلي ازادي راډیو ته يې وویل: "زه مزدوري کوم د دې لپاره چې خپلې کورنۍ ته خرڅ پیدا کړم، د اقتصادي ستونزو له امله نه‌شم کولای چې خپلو درسونو ته دوام ورکړم."

کابل پوهنتون، انځور - ارشيف
کابل پوهنتون، انځور - ارشيف

نن د نومبر ۱۷مه د محصل نړيواله ورځ ده او له دغې ورځې د نړۍ په ډېری هېوادونو کې نمانځنه کېږي.

خو دلته په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر محصلینو د محدویتونو ترڅنګ ان له شپږم ټولکي پورته نجونو پر مخ ښوونځي هم تړل شوي دي.

شکریه محمدي چې اوسه له همدې امله ښوونځي ته نه ځي او په کور ناسته ده وايي: "زه تېر کال په دولسم ټولکي کې وم او سږ کال مې باید کانکور ازموینه ورکړي وای خو له بده مرغه چې له ښوونځي فارغه نه‌شوم او له خپلو درسونو محرومه شوم، په داسې حال کې چې نن د محصل ورځ ده زه ډېره خفه یم د دې لپاره چې زما او زما په څېر د ډېرو کسانو زحمتونونه په اوبو لاهو شو."

د محصل نړيواله ورځ، له کله نه چې په چکسلواکیا کې د نازي سرتېرو له‌خوا څو محصلین ووژل شول د هغوي په یاد ترې یادونه کېږي.

په کال ۱۹۳۹ د اکټوبر په ۲۸مه هغه مهال چې د (چارلز) پوهنتون محصلینو په پراګ کې د لاريون په ترڅ کې د چکسلواکیا د خپلواکۍ د ۲۱مې کليزې نمانځنه کوله، د دغه لاریون مخه د نازي سرتېرو له‌خوا ونیول شوه او په ترڅ کې یې ۱۴ محصلین سخت ټپیان دغه شان له ۱۲۰۰ زیات تر نیول کېدو وروسته د (سکسین هاوزن) جبري کار پوځي هډه کې تبعید شول.

په کال ۱۹۳۹ د نومبر په ۱۷مه د دغو معترضینو ۹ کسه چې اته یې محصلین و او یو یې ښوونک له محکمې پرته اعدام شول.

په کال ۱۹۴۱ کې له دغې پېښې دوه کاله وروسته په لندن کې د یو شمېر پناه غوښتونکو محصلینو په ګډون د محصلینو یوه نړېواله شورا جوړه شوه.

په دغه شورا کې پرېکړه وشوه چې ددغه اعدام شویو محصلینو د درناوي په خاطر د نومبر ۱۷مه دې د محصل نړېوالې ورځې په نوم ونومول شي.

XS
SM
MD
LG