د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان په افغانستان کې د ښځو د وضعيت په اړه اندېښمنه ده.
پروانه د دوو ماشومانو مور او اوس بیا اميندواره ده، نوموړې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو مخکې، خپل خاوند سره يو ځای کار کاوه او خپلې کورنۍ اړتياوي يې پوره کولې.
پروانه چې له يو کال څخه ډېره موده کېږي اوزګاره ده، وايي، زه حتی دومره اقتصادي توان نهلرم چې په اميندوارۍ کې ډاکتر ته لاړه شم.
پروانه دغه شان ادعا کوي، چې خپله ټوله ګاڼه يې د خپلې ۵ کلنۍ لور د درملنې لپاره خرڅه کړې ده.
نوموړې وايي: "زه دې ته اړه شوم چې د اولادونو د ناروغۍ او د کورنۍ د اقتصاد لپاره خپله ټوله ګاڼه خرڅه کړم، سره زر، سپين زر، هر څه مې چې درلودل د ناروغ د درملنې لپاره مو خرڅ کړل، زما په پنځه کلنې لور په اونۍ کې دوه ځلې حمله راځي او بايد روغتون ته يې بوځو، موږ اړ يو، چې هغه ډاکټر ته ورولو، چې ښه شي."
"زه دې ته اړه شوم چې د اولادونو د ناروغۍ او د کورنۍ د اقتصاد لپاره خپله ټوله ګاڼه خرڅه کړم
د پروانه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د جنیستي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو سازمان( يوان اومن) د افغانستان د ښځو د نا سم وضعیت په اړه څو ټويټونه کړي دي.
په ځينو ټویټونو کې داسې راغلي: "ښځې او نجونې وروستني کسان دي چې خوړو، اوبو، خوندي سرپناه او روغتیا پاملرنې ته لاسرسی لري."
په دغو ټويټونو کې دا هم ويل شوي چې: "په افغانستان کې له ښځو دا تمه کېږي، چې د کورنۍ د نورو غړو لپاره قرباني ورکړي، په دې مانا چې ښځې دې لږ وخوري او له ټولو وروسته دې ډوډۍ وخوري."
د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان په دې ټويټونو کې يوه بله مسله هم ياده شوې، چې په افغانستان کې ښځې حتی تذکرې هم نهلري چې له حياتي خدمتونو او بشري مرستو څخه برخمنې شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو دغه سازمان د خوراکي توکو د چمتو کولو لپاره د خپلو شتمنیو پلورلو ته د ښځو د مجبوریت او د واده په نوم د کورنیو لهخوا د نجونو د پلور په اړه هم لیکلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان له بیاځلي واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو ډېر محدودیتونه ولګول.
د طالبانو د حکومت لهخوا د دغو محدودیتونو پر بنسټ، ښځې او نجونې په ډېری دولتي ادارو او خصوصي سکتورونو کې د کار حق نهلري، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته نهشي تللی او د حجاب اغوستل کوم چې د طالبانو لهخوا ټاکل شوی دی هم پرې اجباري شوي دي.
دوی له شرعي محرم پرته لرې واټن سفر هم نهشي کولای.
په راورسته کې بیا تفریحي پارکونو، ښځینه حمامونو او لوبغالو ته هم د طالبانو د حکومت لهخوا د ښځو په تګ بندیز ولګول شو.
"په افغانستان کې نه یوازې ښځې خپل ابتدايي حقونه ته نه، بلکې خپلو اساسي حقونو، بشري حقونو او هغه حقوقونه چې اسلام ورته ورکړي دي، هم لاسرسی نهلري.
د بشري حقونو فعاله نظیفه جلالي له دې امله د طالبانو په حکومت نیوکه کوي، خو ټینګار کوي چې نړیوال سازمانونه باید د راپورونو او اعلاميو تر بریده د ښځو حقونو ته د دوی د حقونو د ورکړې په برخه کې خپلې هڅې محدودې نهکړي.
نوموړې وايي: "په افغانستان کې نه یوازې ښځې خپل ابتدايي حقونه ته نه، بلکې خپلو اساسي حقونو، بشري حقونو او هغه حقوقونه چې اسلام ورته ورکړي دي، هم لاسرسی نهلري. په داسې حال کې چې طالبان وايي چې زموږ جګړه اسلامي ده، خو په اسلام کې ښځو ته د ميراث حق، د شتمنۍ حق، د زدهکړې حق او د کار حق ورکړل شوى او دا څلور حقونه په افغانستان کې له ښځو څخه اخيستل شوي، اسلام ښځو ته د سياسي ونډې حق ورکړى، خو طالبانو ترې واخيستی."
پر افغان ښځو او نجونو د دغو بندیزونو لګولو پراخ کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي دي.
که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار ویلي، چې د اسلامي شریعت لهمخې د ښځو او نجونو حقوق مراعتوي، خو نه یې واضح تعریف په اړه وړاندې کړی او نه یې د دې محدودیتونو د کمولو لپاره کوم عملي ګام پورته کړی دی.