د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

ځینې فعالانې: د طالبانو چلند په اړه د نړیوالو غبرګونونو او اعلامیو اغېزه نه ده کړې


ارشیف: په کابل کې یو شمېر معترضې مېرمنې
ارشیف: په کابل کې یو شمېر معترضې مېرمنې

په افغانستان کې یو شمېر فعالې ښځې وايي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو په لرې کولو کې نړیوالو اعلامیو او غندنو کومه اغېزه نه ده کړې.

په افغانستان کې یوه فعاله ښځه چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخیستل شي وايي چې په تېرو نېږدې شپاړسو مياشتو کې نړيوالې ټولنې، د بشري حقونو بنسټونو او د نړۍ هېوادونو يوازې په افغانستان کې د ښځو د ژوند د وضعيت څارنه کړې او په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره يې بل څه نه دي کړي.

دې زادي راډيو ته وویل، چې نړيوالو غندنې د طالبانو د حکومت په چلند کې يې هېڅ بدلون نه دی راوستی.

هغې زیاته کړه: "دې بندیزونو او غندنو د طالبانو په چلند هېڅ اغېز نه دی کړی. په هغوی کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او طالبان لا هم هغسې دي چې مخکې وو. په افغانستان کې د ښځو او د ښځو د حقونو په تړاو د دوی په چلند کې هېڅ بدلون نه دی راغلی."

ويسا سعيدي، يوه بله فعاله مېرمن بیا په دې باور ده چې د بشري حقونو سازمانونو او نړۍ هېوادونو لخوا د اعلاميو صادرول هېڅ درد نه دوا کوي.

مېرمن سعیدي وايي، په تېرو نېږدې ۱۶ میاشتو کې دوی په افغانستان کې د ښځو د شکنجې، ځورونې او زنداني کېدو شاهدان وو، خو له افغانستانه بهر د بشري حقونو سازمانونه او د ښځو د حقونو مدافعین یوازې اعلامیو خپرولو او غندلو پورې محدود پاتې شوي دي.

سعیدي زیاتوي: "زه په دې تشو غبرګونونو او غندنې باور نه لرم او ډاډه یم چې دا کړنې به د ښځو پر وړاندې د طالبانو په اصلاح او بدلون کې هېڅ اغېز ونه لري. په افغانستان کې ښځې باید د طالبانو پر وړاندې يو موټی شي او د طالبانو د ظلم او استبداد پر وړاندې مبارزه وکړي."

اغلې سعیدي وايي، نړۍ باید د افغانستان له ښځو سره خپل ملاتړ په عملي ډول وښيي.

يوه بله فعاله مېرمن چې دا هم نه غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخيستل شي وايي، نړۍ بايد طالبان دې ته اړ کړي چې د دوحې تړون عملي کړي.

په دوحه کې د طالبانو د استازي ملابرادر او د امریکا د استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د سولې راوستو تړون د لاسلیک له مراسمو انځور. February 29, 2020
په دوحه کې د طالبانو د استازي ملابرادر او د امریکا د استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د سولې راوستو تړون د لاسلیک له مراسمو انځور. February 29, 2020

هغې وویل: "دوی ته باید وویل شي چې تاسو د قطر د سولې د خبرو اترو په پایله کې افغانستان ته راغلي یاست او اوس حکومت کوئ، آیا تاسو د دغو خبرو اترو پر مهال د ښځو د حقونو د ورکړې ژمنه کړې وه او که د ښځو حقونه تر پښو لاندې کولو؟ د دې په اړه بايد بحث وشي، چې محدودیتونه کم شي او ښځې وکولای شي سیاسي او ټولنیز فعالیت وکړي."

نېږدې ۱۶ میاشتې کېږي چې طالبان پر افغانستان واکمن دي او پر ښځو یې ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل، د ډېری دولتي ادارو د ښځینه کارکوونکو په کور کېنول، له شرعي محرم پرته د دوی په لرې واټن سفر بندیر، د حجاب اجباري کول او دغه شان تفریخي پارکونو، لوبغالو او ښځینه حمامونو ته اجازه نه ورکول پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو د حکومت له خوا لګول شوي بندیزونه دي.

که څه هم طالب چارواکو په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي شوي، خو د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو دا ډول بندیزونه غندلي او له بشري حقونو څخه يې سرغړونه بللې.

د یادونې ده چې تازه په کابل کې یوه معترضه مېرمن ظریفه یعقوبي چې نږدې شپږ اوونۍ د طالبانو په بند کې وه پرون خوشې شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما او په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې رپورټرې د نوموړې د خوشې کېدو هرکلی کړی، خو د طالبانو له زندانونو یې د نورو ښځو د خوشې کېدو غوښتنه هم کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG