د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

له محدوديتونو وروسته د کابل په ډېرو پارکونو کې هټۍ او رسټورانټونه تړل شوي


قرغه کې يو هوټل، انځور ارشيف
قرغه کې يو هوټل، انځور ارشيف

د کابل د تفریحي پارکونو او په دې پارکونو کې د رسټورانټونو مالکان وايي، د طالبانو حکومت بندیزونو یې کاروبارونه د تړلو له ګواښ سره مخ کړي دي.

قرغه د کابل د اوسېدونکو هغه نږدې تفريح ځای چې اوس د پخوا په څېر د خلکو ګڼه ګوڼه په‌کې نشته، د خلکو د نه ورتګ له امله په دې سیمه کې ډېری پارکونه او رسټورانټونه هم تړل شوي دي.

په قرغه کې د پارکونو او رسټورانټونو مالکان د طالبانو حکومت محدوديتونه لګول دې تفريح ځای ته د خلکو د نه ورتګ لامل بولي.

"یوه میاشت وشوه چې رسټورانټ مې بند کړی، کاروبار بیخي ۵۰۰ او ۶۰۰ افغانیو ته را ښکته شوی و"

په قرغه کې د یوه رسټورانت خاوند چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې په راپور کې نوم یاد شي، ازادي راډيو ته وویل، یوه میاشت مخکې یې خپل وړوکی رسټورانت په دې خاطر وتړلو چې خلک نه ورتلل او خپل لګښت یې هم نه پوره کاوه.

نوموړي وويل: "یوه میاشت وشوه چې رسټورانټ مې بند کړی، کاروبار بیخي ۵۰۰ او ۶۰۰ افغانیو ته را ښکته شوی و، چې په هغه کې نه د شاګرد او نه هم د برق او کرایې پېسې پوره کېدلې، ځکه مو وتړلو."

قرغه کې د پلور او پېر هټۍ، انځور - ارشيف
قرغه کې د پلور او پېر هټۍ، انځور - ارشيف

په قرغې کې د یو بل رسټورانټ او پارک مالک چې دا هم نه‌غواړي نوم او غږ یې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل، دوی د کورنیو لپاره د تفريح ځای جوړ کړی و خو دا چې پارکونو ته د ښځو په تګ بندیز ولګېد او د دوی تفريح ځای ته د خلکو ورتګ کم شو، مجبور شو چې خپل کار بس کړي.

نوموړي دغه شان ادعا وکړه چې د دوی په شاوخوا کې ډېر نور پارکونه او رسټورانټونه هم تړل شوي دي.

له قرغې ورهاخوا د کابل په نورو سیمو کې هم د پارکونو مالکان وايي، د طالبانو محدوديتونو یې پارکونه د تړلو له ګواښ سره مخ کړي دي.

موږ خپل ۸۰ سلنه مراجعین له لاسه ورکړي، ځکه امرباالمعروف وزارت په ښځو مطلق بندیز ولګاوه"

د حبیب الله ځاځي پارک مرستیال حبیب جان ځاځي ازادي راډيو ته وویل، ۱۳ میلیونه افغانۍ پانګونه یې کړې خو ادعا کوي چې د طالبانو محدوديتونو یې مراجعین ۸۰ سلنه کم کړي دي.

نوموړي وويل: "په دې وروستیو کې د امرباالمعروف وزارت محدوديتونو نه یوازې موږ ته ضربه رسولې، بلکې ټولو پارکونو ته یې رسولې ده. موږ خپل ۸۰ سلنه مراجعین له لاسه ورکړي، ځکه امرباالمعروف وزارت په ښځو مطلق بندیز ولګاوه، په دې سره پارک ته د ډېرو کورنیو راتګ کم شوی، هېڅوک نه راځي، مخکې به چې څوک راتلل له خپلې کورنۍ سره راتلل او دلته یې تفريح کوله."

کابل کې د حبيب الله ځاځي پارک
کابل کې د حبيب الله ځاځي پارک

حبیب جان ځاځی وايي، شاوخوا ۳۰۰ کسانو په دې پارک کې کار کاوه خو اوس د خلکو د نه ورتګ له امله په پارک کې ډېرې غرفې او رسټورانټونه تړل شوي دي.

نوموړی د طالبانو له امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نه غواړي، چې لګول شوي محدوديتونه لرې کړي، که نه نو په خبره یې مجبور به شي چې د خپل پارک دروازه وتړي.

خو د طالبانو حکومت د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند صادق عاکف ازادي راډيو ته وویل، تفریحي سیمو ته د خلکو نه ورتګ او په‌کې د کاروبارونو سړېدل د دوی د محدوديتونه له امله نه‌دي، بلکې په خبره یې په ژمي او سړه هوا کې تفريح ځایونو ته خلک ډېر نه ځي.

ښاغلي عاکف وويل: "د موسم په بدلېدو سره تفریحي ځایونو ته د خلکو د ورتګ په شمېر کې فرق راځي، دا چې په هېواد کې د ژمي موسم را نږدې دی او اوس هم هوا سړه ده، خلک له دې امله تفريح ځایونو ته نه ځي، داسې نه‌ده چې د هغې خبره له امله چې ښځې دې پارکونو ته نه ځي، ډېر اثر یې کړی وي، بلکې د هوا سوړوالی هم ډېر تاثیر لري."

د طالبانو حکومت تېره میاشت پارکونو ته د ښځو په ورتګ بندیز ولګاوه، په داسې حال کې چې له واکمنېدو سره سم یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي هم وتړل او ښځې یې په ډېری دولتي ادارو کې له کاره هم منع کړې.

په جنګ ځپلي افغانستان کې چې پخوا هم د تفريح او ساعتېرۍ فرصتونه او ځایونه کم وو، خلک وايي، د طالبانو تازه محدوديتونو نوره هم دا کړۍ پرې راتنګه کړې ده.

XS
SM
MD
LG