د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

له افغان ښځو سره د اتحاد د دوام غوښتنه وشوه


ارشیف: په کابل کې معترضو ښځو سره د طالب وسله والو له تاوتریخوالي ډک چلند انځور
ارشیف: په کابل کې معترضو ښځو سره د طالب وسله والو له تاوتریخوالي ډک چلند انځور

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ له افغان نجونو او ښځو سره د اتحاد د دوام غوښتنه وکړه.

دغه ماموریت پرون شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي: "موږ نن د افغانستان خلک په ځانګړي ډول ښځې او نجونې په یاد دي چې د سختیو پر وړاندې درېدلي او د طالبانو د یواړخیزې او ځپونکې واکمنۍ پر خلاف مبارزه کوي."

په اعلامیه کې راغلي، طالبانو نه یوازې د قانون حاکمیت تر پښو لاندې کړی، بلکې په سیستماتیک ډول یې د قانون نظام، د بشري حقونو ادارې او د خوندیتوب ټول مېکانېزمونه ختم کړي او د خپل سټایل شرعي قانون یې نافذ کړی چې له اسلام سره اړخ نه لګوي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینیټ تېره شپه په خپل ټوېټر کې لیکلي: "د ډسمبر لسمه د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې څلوراویایمه کلیزه او په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو د قربانیانو یاد ورځ ده."

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیټ

بینیټ دا ورځ د بشري حقونو د تجدید د حساب ورکولو او پخلاینې لپاره یوه شېبه بللې ده.

د دې تر څنګ د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېرې کرن ډیکر په یو لړ ټویټونو کې له طالبانو غوښتنه کړې چې د بشري حقونو د مدافعانو او نړیوالې ټولنې د هڅو ملاتړ وکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره کرن ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره کرن ډیکر

مېرمن ډیکر لیکلي، د طالبانو له «کندهاري مشرانو» غواړي چې د هغوی یعنې د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو د هڅو ملاتړ وکړي او د ټولو د وقار، ازادۍ او عدالت د تامین لپاره د نړیوالې ټولنې له روانو هڅو سره یوځای شي.

له کندهاري مشرانو ښايي د هغې هدف د طالبانو عمومي مشر ملا هبت اله اخندازده او د هغه په شاوخوا کې راټول کسان وي، چې د طالبانو تر نورو مشرانو سخت دریځي ګڼل کېږي.

د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت فوزیې کوفي هم په یوه ویډیويي پیغام کې له نړیوالو افغان مېرمنو او نجونو ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

فوزیه کوفي
فوزیه کوفي

کوفي زیاته کړه: "دا زموږ مسوولیت دې چې په دې ورځ او نورو ورځو کې د افغانستان مېرمنې په یاد وساتو او تر څنګ یې متحد پاتې شو. له بیانونو راووځئ عملي اقدام وکړئ، ځکه هغې چې وايي په کوم ځای کې بېعدالتي په هرځای کې بېعدالتي ده."

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې ویلي، په افغانستان کې د طالبانو له خوا له بشري حقونو سرغړونې ورڅخه ناوړه استفاده دوام لري.

سږکال د ډسمبر لسمه داسې وخت لمانځل کېږي، چې د طالبانو په امر تېره اوونۍ په فراه کې یو تن د قتل په تور په عام محضر کې قصاص شو او په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو له خوا تعزیري سزاګانې عملي کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG