د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

را سټوري: طالبان د نجونو د تعلیم پر ضد جنګ پراخوي


ارشیف: په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځی
ارشیف: په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځی

یو شمېر لوېدیځو ورځپاڼو د داعش له لوري په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید د مسوولیت منلو او د طالبانو له لوري په دې تړاو د یوه کس د نیولو په اړه لیکنې خپرې کړي دي.

مېل:

مېل ورځپاڼې په دې اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد ټویټ ته اشاره کړې چې لیکلي یې دي، دوی د پاکستان پر سفارت د حملې عامل نیولی دی، خو داعش بیا ویلي چې په دې برید کې د دوی دوو کسانو لاس درلود.

را سټوري:

د را سټوري په نوم خپرونې بیا د افغان ښځو او نجونو پر زیاتېدونکو ستونزو لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې سرلیک دی: "هغه کال چې طالبان په کې د نجونو د تعلیم پر ضد جنګ پراخوي."

را سټوري په کندوز کې د یوه بازار عکس خپور کړې او ورلاندې یې لیکلي چې د کندز په دې مارکېټ کې ښځې سودا اخلي.

په دوام کې راغلي، له کله چې تېر کال طالبان بیا واک ته رسېدلي، د افغان ښځو او نجونو په ژوند کې یې محدویتونه زیات کړي دي او د ډېرو په نظر افغان نجونو ته تر ټولو بد ګوزار هغه وخت ورکړل شو چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کړې وځنډولې او د نجونو راتلونکې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ شوه.

را سټوري لیکي، د طالبانو له بندیزونو سره سره ډېری میندې او پلرونه او ښوونکې حاضرې نه دي چې تسلیمې شي، هغوی د نجونو د زده کړو لپاره د نورو لارو په لټه کې دي.

خپرونه د زهره وفا په نوم د یوې ښځې کیسه کوي او لیکي، کله چې هغې ته د خپلې لور ښوونځی ور په یادېږي، له خپګانه یې غونی ځیږ شي.

زهرې ته هغه ورځې ورپه زړه کېږي چې دې او خاوند یې یوازې وچه ډوډۍ خوړه چې د خپلو لوڼو د زده کړو خرڅ برابر کړای شي ځکه چې دوی ته د خپلو لوڼو راتلونکې تر دې ډېره ارزښتناکه وه.

خو اوس چې د طالبانو تر واک لاندې نویو واقعیتونو ته ګوري دا فکر یې ذهن ته ورګرځي چې ممکن هر څه بې فایدې و.

را سټوري د طالبانو په قول لیکي چې نه غواړي د نويیمې لسیزې په شان افراطي اقدامات وکړي، خو عملاً طالبان د ۲۰۲۱ په اګسټ کې له واک ته رسېدو راوروسته هره میاشت یو نوی حکم جاري کوي او په تدریج بندیزونه ډېروي.

تېره میاشت د طالبانو د امربالمعروف وزارت امر وکړ چې ښځې دې پارکونو او تفرېح ځایونو ته نه ځي، له دې لا څو ورځې نه وې تېرې چې اعلان یې وکړ ښځې دې سپورټي ځایونو او حمامونو ته نه ځي. سره له دې چې د ښځو سپورټي ځایونه او حمامونه له سړو بېل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG