ښځې
رينا اميري د افغان ښځو زړورتيا وستايله

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري د افغان نجونو او ښځو زړورتیا وستایله.
هغې تېره شپه په ټویټر کې لیکلي، د ښځو د بشري حقونو د مدافعانو په نړیواله کچه تر افغان ښځو او نجونو نور الهام بخښونکې نمونې نهشي موندل کېدای.
د هغې په خبره افغان ښځې او نجونې د تعلیم، کار او خپلو کورنیو ته د ازادیو لپاره مبارزه کوي.
د مېرمن امیري په خبره افغان مېرمنې او نجونې واقعي اتلانې دي، چې له ګواښونو، تاوتریخوالي او زنداني کېدو سره- سره د مبارزې لپاره ولاړېږي.
پرون د نوامبر ۲۹مه د ښځو د بشري حقونو د مدافعانو نړیواله ورځ وه او د ملګرو ملتونو د ښځو برخې په یوه اعلامیه کې د افغان او ایرانۍ مېرمنو زړورتیا ستایلې ده.
د طالبانو سرپرست حکومت لا هم نجونو ته اجازه نهده ورکړې چې تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم وکړي او ښځې هم په اکثرو ادارو کې له کارونو منع شوي دي.
په ایران کې هم په وروستیو اعتراضونو کې تر ډېره ښځې مهم نقش لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ماشومانو يوه ټولنه: افغانستان د ماشومانو د سرغړونو تر ټولو ډېر مستند موارد لري

د 'تعلیم انتظار نهشي کولای' په نوم د ماشومانو د ملاتړ ټولنه وايي، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د ماشومانو پر وړاندې د سرغړونو تر ټولو زیات مستند موارد لري.
د ملګرو ملتونو دې اړوندې موسسې، چې په بېړنیو حالاتو او اوږدمهالو کړکېچونو کې د ماشومانو د زدهکړې لپاره بسپنه راټولوي په یو بیان کې ویلي، پر ماشومانو حملې باید سمدستي بندې شي.
دې ټولنې د نړۍ له مشرانو هم غوښتي چې د ماشوم د حق د کنوانسیون او د خوندي ښوونځيو د نړیوالې اعلامیې د سپارښتنو په اساس پر خپلو ژمنو عمل وکړي او نجونو او هلکانو ته د زدهکړو انډول امکانات برابر کړي.
دا اعلامیه داسې مهال خپرېږي چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته له شپږم د پورته ټولګیو د زده کوونکو نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې بندې کړې دي.
يونېسف: پنځه نيم لکه افغان ماشومانو ته مو د زدهکړو خدمتونه رسولي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق يا یونېسف وایي، په تېره اپرېل میاشت کې یې څه باندې پنځه نیم لکه افغان ماشومانو ته د زدهکړو خدمتونه رسولي دي.
یونېسف دا خبره د ۲۰۲۳م کال په څلورم نمبر میاشتني راپور کې چې تازه خپور شوی کړې او لیکلي یې دي، د دغه شمېر ماشومانو ۵۹ فیصده یې وړې نجونې دي.
په راپور کې راغلي، د زدهکړو دغه خدمتونه په دېرشو ولایتونو کې د نږدې ۱۸ زره ټولنیزو ټولګیو لهخوا، چې یونېسف یې ملاتړ کوي، وړاندې شوي دي.
طالبانو د روان لمریز کال په لومړیو کې په کندهار او هلمند کې د یونېسف د سلګونه محلي ټولګیو د ځنډولو پرېکړه وکړه.
یونېسف داسې مهال ماشومانو ته د زدهکړو رسولو هڅه کوي چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي او د هغوی پوهنتونونه تړلي دي.
سيما باهوس د افغانستان وضعیت په تړاو له يوه ترکي څېړونکي سره کتلي

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره سیما باهوس وایي، د افغانستان د وضعیت په اړه د یوې خپلواکې څېړنې له همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره یې کتلي او د هغه د دې مهم رول په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
مېرمن باهوس نن په یوه ټویټ کې وویل چې دوی دواړه له دې سره موافق و چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۶۷۹ م پرېکړه لیک له مخې دغه ماموریت به چې ده ته سپارل شوی، پر افغان ښځو او د هغوی پر حقونو ډېر متمرکز وي.
باهوس ویلي چې د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګه او جنسیتي متخصصان د هغه د ټیم ملاتړ ته ژمن دي.
فریدون سینیرلي اوغلو به چې د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر او له ۲۰۱۶ نه تر ۲۰۲۳ کال پورې یې په ملګرو ملتونو کې د ترکیې د دایمي استازي په توګه دنده ترسره کړې، د افغانستان په اړه خپله څېړنه د روان کال د دوبي تر پایه بشپړه کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام په نورستان کې ۱۵۰ مېرمنو سره د وزو مرسته کړې

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' په نورستان کې د لویو کورنیو له ۱۵۰ هغو مېرمنو سره چې د خپلو کورنیو ډوډۍ ګټونکې دي، د وزو د مرستې خبر ورکوي.
د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون سهشنبې په یوه ټویټ کې وویل، هرې کورنۍ ته یې یوه بلاربه وزه او یو وزګوړی ورکړي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام وایي، دغو ښځو د څارویو نسل پالنه او د خپلو لبنیاتو تولید پیل کړی او زیاتوي، دا د دې سبب کېږي چې د کورنیو په غذایي رژیم کې تنوع او هغوی ته ګټه وټه رامنځته کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام د اروپایي ټولنې، جرمني او نورو شریکانو څخه مننه کړې چې دغه مرستې یې برابرې کړې دي.
د بخښنې نړيوال سازمان: طالبان دې د بشري جنايتونو په خاطر مسوول وګڼل شي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، طالبان د هغه څه په اړه چې بشري جنایت بلل کېږي، مسوول وګڼل شي.
په هغه راپور کې چې نن د مې ۳۰مه د دې سازمان لهخوا خپور شوی پهکې راغلي، اوسمهال په افغانستان کې ښځې په کاري، ټولنیزو او زدهکړو برخو کې له محدودیتونو سره مخامخ دي.
په راپور کې راغلي، ښځې نه پرېښودل کېږي چې د خپلو دې حقونو لپاره سولهییز لاریونونه وکړي.
راپور کې د طالبانو لهخوا پر ښځو د حجاب پر مسئله هم نیوکه شوې ده.
تر اوسه طالب چارواکو د بخښنې نړیوال سازمان د دې راپور په اړه تبصره نهده کړې.
په تېرو څه باندې ۲۱ میاشتو کې چې طالبان په افغانستان کې په واک کې دي، د ښځو پر کار او زدهکړو سربېره ښځو ته اجازه نهده ورکړې چې خپل ټولنیز فعالیتونه ترسره کړي.
هیدربار: د طالبانو ژمنې ارزښت نهلري

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د چارو مرستیاله هیدربار ويلي، د طالبانو ژمنې ارزښت نهلري.
هیدربار د ناروې د کډوالو د شورا د مشر یان ایګلند وروستیو څرګندونو ته په اشاره چې ویلي یې دي، د طالبانو چارواکو چې ده ورسره په وروستي سفر کې په کندهار او کابل کې لیدلي، ډاډ یې ورکړی چې د ښځو د کار او زدهکړې لپاره به ملي تګلاره ډېر ژر نهایي شي، وایي، د طالبانو ژمنې ارزښت نهلري.
هیدربار نن دوشنبې په یوه ټویټ کې ویلي، دا هیلهمنه ده چې طالبان دا کار وکړي، خو زیاتوي په تېر څه باندې یو نیم کال کې دوی ژمنې کړي چې نجونې به پرېږدي چې بېرته ښوونځیو ته لاړې شي، خو په دې برخه کې تر اوسه هېڅ پرمختګ نه لیدل کېږي، بلکې لا پر دوی محدودیتونه زیات شوي دي.
هیدربار وایي، طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د خپلې لومړنۍ واکمنۍ په موده کې هم ورته ژمنې کړې وې چې عملې نهشوې.
د ۲۰۲۱ کال له دوبي راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، له شپږم ټولګي پورته نجونې یې ښوونځیو ته له تلو او نجونې او ښځې یې هم له پوهنتوني زدهکړو منع کړي دي.
په لغمان کې تر دوه زره ډېرو مېرمنو ته د کورنیو باغچو توکي برابر شوي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په لغمان ولایت کې څه باندې دوه زره مېرمنو ته د کورنیو باغچو توکي برابر کړي دي.
دغې ادارې نن دوشنبه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دا ۲۰۵۸ هغه مېرمنې دي چې د خپلو کورنیو سرپرستي ورله غاړې ده.
دوی د دغه ګام هدف د غذایي خوندیتوب پیاوړتیا بللې ده او په خبره یې مالي مرسته یې د اسیا د پراختیا بانک ورکړې ده.
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي چې په روان ۲۰۲۳م کال کې څه باندې ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
په بدخشان کې يوې ځوانې نجلۍ ځان وژلی

په بدخشان کې د طالبانو سیمهییز چارواکي د یوې ځوانې نجلۍ د ځانوژلو خبر ورکوي.
د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي ویلي چې د فیضاباد د شورابک د سیمې دغې اوسېدونکې چې د کوکچې سیند ته ځان غورځولی و، خلکو یې مړی پرون یکشنبې راوایست.
نوموړی د عیني شاهدانو په حواله وایي چې دغې ځوانې نجلۍ کورنۍ ستونزې درلودې.
په دې اړه نور جزییات نهدي ورکړل شوي، خو د کورني تاوتریخوالي ترڅنګ پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته چې پر ښځو او نجونو یې د کار او زدهکړو په برخو کې سخت محدودیتونه لګولي، دغه وضعیت په تېره ډېرې ځوانې نجونې له روانې پلوه اغېزمنې کړې دي.
طالبان: تخار کې یوې ښځې ځان وژلی او بله وژل شوې

په تخار کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، په دې ولایت کې یوې ښځې ځان وژنه کړې او یوه بله وژل شوې ده.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالمبین ساپي نن رسنیو ته وویل، د ینګي قلعه ولسوالۍ په کفترعلي کلي کې یوې ۲۳ کلنې ښځې د کورنیو لانجو له کبله مرګ موش خوړلی او ځان وژنه یې کړې.
ساپي همدا راز وویل، بېګا په مرکز تالقان کې په یوه بله پېښه کې یوه ښځه په خپل کور کې د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوې ده.
د ساپي په وینا، د دواړو پېښو په اړه څېړنې پیل شوې دي.
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې پخوانۍ سابقه لري، خو په وروستیو کلونو کې زیاتوالی په کې راغلی.
پر افغان ښځو محدودیتونه؛ ځینو مدافع ټولنو یې په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه

د بشري حقونو دوو مخکښو مدافع ټولنو غوښتنه کړې چې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه دې د بشریت پرضد د جرمونو په توګه وڅېړل شي.
د بخښنې نړيوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل او د عدالت او بشري حقونو مدافعانو په یو ګډ راپور کې چې عنوان یې دی 'د ښځو پرضد د طالبانو جګړه' ویلي چې پر افغان مېرمنو د طالبانو کلک محدودیتونه او غیرقانوني ځپونکي اقدامات دې د بشریت پرضد د احتمالي جنایاتو په توګه وڅېړل شي.
په دې راپور کې د بخښنې د نړیوال سازمان د مشرې ایګنیس کالامارد له قوله ویل شوي چې نوموړې وايي، افغان مېرمنې د جنسیت په اساس د بشري ضد جنایاتو قربانیانې دي.