د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

طالبانو په لومړي ځل فراه کې پر يوه کس د قصاص حکم عملي کړ


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د طالبانو حکومت د خپلې بیا واکمنۍ په نژدې ۱۶ میاشتو کې د لومړي ځل لپاره په فرا کې یوه کس د قصاص حکم عملي کړ.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي پر خپله ټویټرپاڼه یوه اعلامیه کې ویلي، قصاص شوی کس د هرات د انجیل ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی.

په اعلامیه کې راغلي، محکوم شوي کس پنځه کاله وړاندې د فراه په پشت کوه ولسوالۍ کې یو کس په چاقو وژلی او موټرسایکل او مبایل یې ترې وړي دي.

لومړی هغه کس میدان ته راوستل شو او بیا د طالبانو ځواکونو ډزې پرې وکړې.

اعلامیه کې راغلي، د طالبانو یو شمېر لوړپوړي چارواکي لکه د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د حکومت قاضي القضات عبدالحکیم حقاني هم حاضر وو.

د فراه یوه اوسېدونکي چې د دغه ولایت په ستډیوم کې یې د قصاص دا حکم له نژدې کتلی، ازادي راډیو ته د سترګو لیدلی حال بيان کړ.

نوموړي وويل: "نن چهارشنبه له غرمې وروسته یو شمېر طالب ځواکونو له کابل او نورو ولایتونو د راغلو طالب چارواکو په حضور کې یو کس د قتل په جرم قصاص کړ، لومړی هغه کس میدان ته راوستل شو او بیا د طالبانو ځواکونو ډزې پرې وکړې. طالبانو وویل چې د امنیت په خاطر او دغه راز د اسلامي شریعت حکم جاري کولو لپاره یې دا قصاص وکړ."

اعلامیه کې راغلي، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د قصاص شوي کس د قصاص حکم تایید کړی دی.

تېره میاشت د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده خپلو قاضیانو ته امر وکړ چې د خاصو جرایمو په صورت کې ( حدود او قصاص) عملي کړي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د اسیا د څانګې مرستیالې پاتریشا ګاسمن د قصاص د دغه حکم په غبرګون کې ازادۍ راډیو ته وویل، که طالبان "له بربریت او ظلم نه ډکو" اقداماتو ته بیا مخه کوي، په نړیواله کچه به وغندل شي.

د قصاص او حدودو په اړه د ملا هبت الله تر لارښونې وروسته په یو شمېر ولایتونو کې د خلکو د دورو وهلو لړۍ پیل شوه.

په تازه پېښه کې د یوې ښځې په ګډون ۷ تنه په غور کې په دورو ووهل شول.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

تر دې مخکې ۳ ښځو او ۱۱ نارینه و ته په لوګر ولایت کې په عام محضر کې ورته سزا ورکړل شوه.

تېره میاشت هم د طالبانو یوې محکمې د ۹ ښځو په ګډون ۱۹ تنو ته په تخار ولایت کې سزاوې ورکړې.

په جنوبي اسیا کې د بښنې نړیوال سازمان کمپاینرې سمیرا حمیدي دغه حرکتونه" ظالمانه او ټکان ورکونکو" اقداماتو ته د طالبانو بیا ستنېدل یاد کړل.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې هم مجرمینو ته په عام محضر کې د اعدام او سنګسار په څېر سختې سزاګانې ورکولې.

XS
SM
MD
LG