د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

سميرا حميدي: د طالبانو له لوري د حدودو تطبيق 'ظالمانه او ټکان ورکوونکی' عمل دی


په ۱۹۹۸ کې د کابل په سټوډيوم کې د طالبانو له‌لوري د حدودو تطبيق
په ۱۹۹۸ کې د کابل په سټوډيوم کې د طالبانو له‌لوري د حدودو تطبيق

د سوېلي اسیا لپاره د بښنې نړېوال سازمان کمپاینره سمیرا حمیدي د طالبانو حکومت له‌خوا په ښکاره د ښځو او نارینو په درو وهل د نړېوالو قوانینو خلاف عمل او نقض بولي.

نوموړې دغه شان طالبان تورن کړل چې پر دوی انتقادونو ته په کمه سترګه ګوري.

هغه راپور چې د بښنې نړېوال سازمان له‌خوا د پنجشنبې په ورځ خپور شوی د اغلې سمیرا حمیدي له قوله په‌کې راغلي چې، په عمومي ځایونو کې سزا ورکول او په دورو وهل دې ژر تر ژره ودرول شي او یوه قانوني او حقوقي لاره دې د عدالت د ټینګښت لپاره جوړه شي.

اغلې سمیرا په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د تېرې اونۍ د چهار شنبې په ورځ طالبانو په لوګر ولایت کې ۳ مېرمنې او ۱۳ نارینه د غلا او اخلاقي جرمونو په تور د محکمې د حکم پر بنسټ په درو ووهل.


د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته په لیکي پیغام کې وویل: "د شرعي تعزیراتو پلي کول په افغانستان کې د اسلامي قوانینو یوه برخه ده چې د افغانستان خلک یې غواړي او د دې لپاره د افغانستان خلکو کلونه کلونه مبارزه کړې، موږ نه‌شو کولای په خپل هېواد کې غربي قوانین پلي کړو د دې لپاره چې زموږ هېواد اسلامي دي او د اسلامي قوانینو پلي کول د اوسني نظام دنده ده."

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اونۍ د یکشنبې په ورځ د طالبانو د حګومت مشر ملا هبت الله له یو شمېر قاضیانو سره په لیدنه کې ویلي هغه کسان چې د قصاص دوسیو یې ټول شرایط پوره کړي وي دوی (قاضیان) ملکف دي تر څو د قصاص حدود پرې جاري کړي.

په ۱۹۹۸ کې د کابل په يوه سټوډيم کې د طالبانو له‌خوا د حدودو تطبيقول
په ۱۹۹۸ کې د کابل په يوه سټوډيم کې د طالبانو له‌خوا د حدودو تطبيقول

په شرعي حدود کې (اعدام، سنګسار، د بدن د غړو قطع کول او دورې وهل) شامل دي چې طالبانو خپله لومړۍ دوره کې هم دغه چاره پلې کړې وه.

د بښنې نړېوال سازمان په راپور کې راغلي د طالبانو مشر له فرمان وروسته طالبانو په ډېرو ولایتونو کې ښځې او نارینه د غلا، زنا، همجنس بازۍ او انسان تښتونې په تور نیولي او د خلکو په وړاندې یې په ښکاره په دورو وهلي.

XS
SM
MD
LG