د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

افغانستان کې جګړې او اقتصادي ستونزې؛ ملګري ملتونه: ۳.۴ میلیونه افغانان بې‌ځایه شوي


په پروان کې بې‌ځایه شوې مېرمنې او نجونې چې په یوه کمپ کې ژوند کوي.
په پروان کې بې‌ځایه شوې مېرمنې او نجونې چې په یوه کمپ کې ژوند کوي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري وايي، په افغانستان کې ۳.۴ میلیونه کسان بې‌ځایه شوي چې نیمايي يې نجونې او ښځې دي.

خاطره له خپلې کورنۍ سره د جګړو له امله له بغلانه کابل ته کډه شوې وه.

هغه وايي، پلار او مور یې معلول دي او نه‌شي کولای کار وکړي.

هغه له مرستندویه بنسټونو کمک غواړي.

نوموړې وویل: "مور و پلار مې معلول دي. د یوې خونې دوه نیم زره افغانۍ کرایه ورکوو. که تاسې موږ کور وګورئ، د ناستې ولاړې لپاره مناسب ځای نه‌دی. له تاله و برفک کابل ته کډوال شو او اقتصاد مو هم ښه نه‌دی. د ګټې یوازې زه یم، خو اوس کار هم‌ نه‌لرم. یو ورور مې پوکاڼۍ خرڅولې، اوس هغه هم بې‌‌کاره دی، ځکه ناروغه شوی دی."

قسیم یو بل تن چې جګړو مجبور کړی چې له پنجشېر کابل ته راشي.

هغه هم له خراب اقتصادي وضعیت سر ټکوي او وايي، تر اوسه ورسره هېڅ بنسټ مرسته نه‌ده کړې.

نوموړي وویل: "له کله چې زموږ په قریه کې جګړه پیل شوه، زما او د کاکا کورنۍ مې کډوال شو. کابل کې ژوند تېرول سخت دي، کار نه‌شته. یوازې دومره وایم چې لږ پاتې چې خیرات وغواړم."

داخلي بې‌ځایه شوې کورنۍ په سختو حالاتو کې شپې او ورځې تېروي.
داخلي بې‌ځایه شوې کورنۍ په سختو حالاتو کې شپې او ورځې تېروي.

په افغانستان کې په خپل کور کې د بې‌ځایه شویو دا اندېښمنونکې کیسې داسې مهال مخته راځي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري په خپل راپور چې د جمعې په ورځ یې خپور کړی لیکلي، په افغانستان کې ۳.۴ میلیونه تنه بې‌ځایه شوي چې نیمايي يې نجونې او ښځې دي.

د دې سازمان له قوله، دا وضعیت د نجونو او ښځو سره چې په زور له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي، تاوتریخوالی زیاتوي.

دغه سازمان وايي، نا امني، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پای ته د یوه مناسبې حل‌لارې نه پيدا کېدل، تبعیض، د خوراکي خوندیتوب‌ نشتوالی، له مجازاتو تېښته، کرونا وبا، زده‌کړو او روزنې ته کم‌ لاسرسی او اقلیمي بدلون هغه لاملونه دي چې دا اندېښنې یې لا زیاتې کړي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري له دې وړاندې د ژمي په رارسېدو سره په افغانستان کې د بې‌ځایه شویو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې و، که ورته پاملرنه ونه شي، ستونزې به یې څو برابره زیاتې شي.

په ورته وخت کې د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د همغږۍ ادارې هم د شنبې په ورځ په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، افغانستان به په ۲۰۲۳ کال کې یو له هغو هېوادونو وي چې له لوی او ناوړه بشري ناورین سره به مخ وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG