د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

له افغانستانه وتلې معلولې ورزشکارانې بهر کې خپل ورزشي فعاليتونه کوي


افغان معلولې ښځينه ورزشکارانې، انځور - ارشيف
افغان معلولې ښځينه ورزشکارانې، انځور - ارشيف

یو شمېر معلولې ښځینه ورزشکارانې، چې له افغانستانه وتلي لا هم خپلو ورزشي فعالیتونو ته دوام ورکوي.

پروانه عارفي هغه افغانه ورزشکاره ده، چې اوس په کاناډا کې ژوند کوي.

پروانه وايي، له ورزش سره د هغې لېوالتیا د دې لامل شوه چې تر سختو ازموینو ورسته په کاناډا کې د معلولینو د ولچیر بسکټبال یوې لوبډلې ته لاره پیدا کړي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "له ډېرو هڅو سره په دې وتوانېدم چې له یوې میاشتې ازموینې او نوې لوبډلې او لوبغاړو سره تر مخامخ کېدو وروسته، هغوی چې لوبه ورسره اسانه نه وه، وتوانېدم چې د کلګري د ولچیر بسکټبال لوبډلې ته لار ومومم."

پروانې زیاته کړه چې د خوښې سپورټ یې پاور لفټنګ دی او غواړي په راتلونکي کې په دې برخه کې هم لاسته راوړنې ولري.

خو دا چې زما هیله د افغانستان د درانه بیرغ رپول دي، غواړم په خپل هېواد کې ورزش وکړم

خاطره صافۍ بیا د ولچیر باسکټبال د ملي لوبډلې مخیکنۍ غړې ده، له لسو کلونو څخه زیاته موده، کېږي چې په دې څانګه کې لوبېدلې.

نوموړې اوس په هسپانیه کې ژوند کوي او توانېدلې چې په هغه هېواد کې د معلولو نجونو د ولچیر باسکټبال یوې لوبډلې ته لار ومومي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "زما لپاره په دې هېواد کې د سپورت لپاره زمینه او فرصت برابر شوی دی، خو دا چې زما هیله د افغانستان د درانه بیرغ رپول دي، غواړم په خپل هېواد کې ورزش وکړم او ورزش د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د معلولو کسانو لپاره د روغتیا او هوساینې تضمین دی. هغه کسان چې معلول دي لږ فعاليت لري، په ورزش سره د پښتورګو له ناروغۍ د هډکو له پوکۍ او داسې نورو نه ژغورل کېږي."

خو خاطره د نورو ورزشکارو نجونو برخلیک ته په اندېښنه کې ده، هغوی چې اوس هم په افغانستان کې دي او نور نه‌شي کولی چې ورزش وکړي.

د باسکټ بال افغان ښځينه معلولې لوبغاړې، انځور - ارشيف
د باسکټ بال افغان ښځينه معلولې لوبغاړې، انځور - ارشيف

طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو ورسته د نورو محدودیتونو ترڅنګ د ښځو د ورزش برخه هم لغوه کړې ده.

هغه انجلۍ چې د ولچیر باسکټبال لوبډله کې یې په لوبو کولو سره د معلولیت ترخې هېرې کړي دي او ویاړونه یې د خپل هیواد په برخه کړي دي.

دې چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه‌غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته یې وویل، په دې توانېدلې وه چې د ورزش په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې ولري.

"نوی مو ورزش پیل کړی و، غوښتل مو پرمختګ وکړو، ډېرې هیلې مو درلودلې ډېر پلانونه مو درلودل

نوموړې وويل: "نوی مو ورزش پیل کړی و، غوښتل مو پرمختګ وکړو، ډېرې هیلې مو درلودلې ډېر پلانونه مو درلودل، خپله مو او د پاراالمپيک له‌خوا ډېر پلانونه و چې عملي نه‌شول. له افغانستانه بهر او په هېواد کې دننه مو د ولایتي سیالیو لپاره چمتووالی نیولی و که نظام نه وای بدل شوی، ډاډه وم هغه هڅې چې موږ معلولینو درلودلې سل سلنه خپلو موخو ته رسېدلو."

د افغانستان د ښځو د باسکټبال د ولچیر لوبډلې یوې بلې غړې چې په هېواد کې ده او دې هم ونه غوښتل د ورته ستونزې له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې، د طالبانو له‌خوا د ښځو پر ورزش له بندیز وروسته د دوی ټولې هیلې نیمګړې پاتې شوې.

يادې ورزشکارې وويل: "اوس مهال د حکومت له سقوط څخه وروسته زموږ تمرینونه بند شوې دي، مخکې مو په اونۍ کې دوه ورځې د سره صليب په کمېټه کې باسکټبال او د پاراالمپيک په کمېټه کې په اونۍ کې دوه ورځې هينډبال لوبه کوله، خو اوس طالبان اجازه نه راکوي دوی وویل چې نجونې نور د تمرین اجازه نه‌لري."

د افغانستان باسکټ بال ښځينه معلولې ورزشکارانې، انځور - ارشيف
د افغانستان باسکټ بال ښځينه معلولې ورزشکارانې، انځور - ارشيف

په همدې حال کې د افغانستان د پارالمپیک پخواني مسوول عبدالحسین حصاری وايي، د ښځو پر ورزش د طالبانو بندیز، ټولو مېرمنو، په ځانګړي ډول معلولو ښځو سره چې په ټولنه کې تر ټولو زیانمنې دي، غیر عادلانه چلند دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "دوی د هېواد مډال ګټونکې او وياړمنې وې، دوی غوښتل چې هېواد ته وياړ او مډال راوړي او تشويق شي، ښه به وه چې د ښځو مخه يې نه وای نيولې. له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه دا ده چې دغو معلولينو ته اجازه ورکړي، ښځې باید خپلو ورزشونو ته دوام ورکړي، دوی باید په ټولنه کې ونډه واخلي، وهڅول شي او فعالې شي، ځکه چې د دې مېرمنو ګوښه کېدل د دوی لپاره د ناروغیو او رواني ستونزو لامل کېږي."

ومو غوښتل چې د معلولو ښځینه ورزشکارانو د اندېښنو او د افغانستان د پاراالمپیک د پخوانیو چارواکو د غوښتنو په اړه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې نظر هم ولرو، خو د دغې کمېټې مسوولینو په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

طالبانو افغانستان کې د خپلې واکمنۍ له پیلېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل، په ډېرو دولتي ادارو کې یې د مېرمنو پر کار بندېز ولګاوه، ښځې یې له محرم پرته له لرې واټڼ سفره منع کړې، حجاب یې ورته اجباري کړ او په وروستۍ پرېکړه کې یې ښځې له ورزشي کلبونو، حمامونو او تفریحي پارکونو څخه هم منع کړې.

د طالب حکومت دا کړنې په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونو سره مخ شوې دي، خو تر دې دمه د دوی په پرېکړو کې کوم بدلون نه‌دی راغلی.

XS
SM
MD
LG