د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

یونېسف: افغانستان د نړۍ په سطحه تر ټولو جدي بحران سره مخامخ دی


ارشیف: په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته د وچې ‌ډوډۍ لپاره منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته د وچې ‌ډوډۍ لپاره منتظرې مېرمنې او ماشومان

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، افغانستان د نړۍ په سطحه تر ټولو جدي بحران سره مخامخ دی.

یونېسف، په افغانستان کې اوسنی بشري وضعیت د نړۍ په سطحه تر ټولو ناوړه بولي.

په افغانستان کې د یونېسف ویاند سلام الجنابي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۲۸ میلیونو ته رسېدلی دی.

هغه وايي: "افغانستان لا هم د نړۍ تر ټولو ناوړه بشري بحران سره مخامخ دی. څه باندې ۲۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، چې نیمايي یې ماشومان دي. اټکل کېږي، چې په راروان میلادي کال کې به د افغانستان څه باندې ۶۵ فیصده خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري. د افغان مېرمنو او نجونو لپاره به هم وضعیت خراب شي، ځکه نجونې له منځنیو ښوونځیو او لېسو راګرځول شوي او زیاتو ښځو ته د کار اجازه نه شته، چې دې کار اقتصادي بحران رامنځته کړی دی."

ملګرو ملتونو او نورو ادارو هم په افغانستان کې د اقتصادي بحران د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، دا ستونزه د دې سبب شوې، چې هره شپه په میلیونونو ماشومان په وږي نس ویده شي.

د افغانستان ګڼو روغتیايي مرکزونو ته هره ورځ داسې ماشومان راوستل کېږي، چې د کافي خوړو نه رسېدو له کبله په خوارځواکۍ اخته شوي، چې دوی ته د یونېسف په مرسته ځینې قوت بخښونکي خواړه ورکول کېږي.

یوه مور وايي: "کله چې ماشوم مې دغه مواد نه خوړل نه پر لار تلای شو، نه یې خبرې کولای شوای او نه ګرځېدلای شو، یوازې یې ژړل."

یوې بلې ښځې وویل: "مور یې شیدې نه لري، دغه قوت بخښونکي مواد خوري، په همدغو موادو یې لږ قوت پیدا کړ او لږ چاغ شو."

ارشیف: په کابل کې یوه مېرمن چې د یو خیریه بنسټ له لوري یې وچه ډوډۍ ترلاسه کړې او د خپل کور پر لور روانه ده
ارشیف: په کابل کې یوه مېرمن چې د یو خیریه بنسټ له لوري یې وچه ډوډۍ ترلاسه کړې او د خپل کور پر لور روانه ده

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق ویاند سلام الجنابي وايي، دوی هم روان بشري او اقتصادي بحران ته په پام تر ټولو لویې بسپنې غوښتنه کړې ده.

هغه وویل: "یونېسف خپل تر ټولو لوی اپیل چې د یوه واحد هېواد یعنې افغانستان لپاره دی، پیل کړی دی. یونېسف د ۲۰۲۳م کال لپاره د یو اعشاریه ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت د بسپنې غوښتنه کوي، څو په افغانستان کې د ۱۹ میلیونو کسانو لاسنیوی وکړي، چې په دوی کې ۱۰ میلیونه یې ماشومان دي."

یونېسف وايي د غوښتل شوې بسپنې ډېره برخه به پر روغتیايي خدماتو ولګول شي چې هدف یې ۱۹ ملیونو کسانو ته ځان رسول دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG