د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

ګالپ: طالبانو افغانان په اقتصادي تباهۍ لاهو کړي


د طالبانو غړي
د طالبانو غړي

ګالپ:

ګالپ څېړنیزې خپرونې د خپل یوه تحقیق پر اساس د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: "طالبانو افغانان په اقتصادي تباهۍ لاهو کړي."

د مقالې په لومړیو کې راغلي، له هغه راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته ورسېدل، د افغانستان اقتصاد په چټکۍ سره رکود کړی چې دا د خوراکي توکو د نه خوندیتوب او کورنیو عوایدو د کمښت لامل شوی دی.

په مقاله کې راغلي سربېره پر دې چې بیې په چټکۍ سره لوړې شوې، د بیو لوړوالي د خلکو د عاید ارزښت کم کړی او نور یې له محرومیت سره مخامخ کړي دي.

په مقاله کې د تېر یوه کال پر مهال د ګالپ څېړنو ته په اشاره په دې مقاله کې راغلي چې په اوسني وضعیت کې، په هرو لسو کې نهه افغانان وايي چې د خپل اوسني عاید تر لاسه کول ورته سخت یا ډېر ستونزمن دي.

وروسته راغلي، په داسې حال کې چې افغانانو په تېرو پنځو کلونو کې له اقتصادي وضعیت سره د پام وړ مبارزه کړې، 71 فیصده افغانان چې اوسمهال خپل وضعیت خورا ستونزمن ګڼي، یو بې ساری شمېر دی او دا د 2021 کال پرتله 14 فیصده زیاتوالی ښيي.

فارن پاليسي:

فارن پالیسي خپرونې بیا له طالب چارواکو سره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې د چارواکو راتلونکې غونډې ته کتلي دي.

په دې مقاله کې راغلي، ټاکل شوې ده د ډسمبر په پنځمه د ملګرو ملتونو استازي په کندهار کې د طالبانو له چارواکو سره وویني.

د لیکوالې په وینا، هغه چارواکي چې پر سر یې له تروریزم سره د تړاو په خاطر جایزې اعلان شوي دي.

په دې مقاله کې راغلي چې دا کتنې طالبانو ته یو فرصت په لاس ورکوي چې پر داسي موضوعاتو خبرې وکړي لکه د خلکو مړول، د اقتصاد سمول او د کوچنیانو لوستي کول.

خو د لیکوالې په باور طالبان د مخکیني حکومت پرتله د افغانستان په مدیریت کې زیات ناپوه دي، اقتصاد رکود کړی، بانکونه بحراني دي او هره خوا لوږه خپره ده.

د فارن پالیسي په دې مقاله کې راغلي، په داسي حال کې چې طالبان د خلکو په کالو پوري پکو دي، افغانان له یوه پراخ او ستونزمن ژمي سره لاس او ګرېوان دي او له طالبانو هېڅ مرسته نه ور رسېږي.

وروسته راغلي، په کندهار کې به د یوناما استازي د طالبانو د علما شورا له غړو سره وویني.

په مقاله کې د افغان سیاسي او امنیتي سرچینو له قوله ویل شوي چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د یوناما استازي یادې غونډې ته ورغوښتي دي.

ويسډن:

ویسډن خپرونې د افغانستان د کرکټ ټيم په اړه په یوه مقاله کې لیکلي: "افغان لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ د اتلولۍ لور ته روان دی."

په مقاله کې راغلي چې افغان کرکټ ډله تر ډېره د توپ اچولو په برخه کې قوي ګڼل کېده خو اوس داسې ښکاري چې دا دریځ مخ پر بدلېدو دی ځکه د ابراهیم ځدراڼ غوندې ځوانان خورا په چټکۍ پر مخ روان دي.

د تېرې چارشنبې په ورځ شل کلن ځدراڼ له سريلانکا سره په سیالي کې پراخه لاسته راوړنه درلوده.

وروسته راغلي چې افغانستان د سیالیو پر مهال د یو قوي ټيم په توګه مطرح شو او د رحمت الله ګربز لوبه هم د ستایلو وړ ده.

افغانستان هغه لوبه وګټله او د مقالې د لیکوال په باور که ابراهیم وضعیت ته سم پام نه وای کړی، د لوبې ګټل اسانه نه وو.

XS
SM
MD
LG